ولسي جرګه کې د وکيلانو ترمنځ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د ۲۴ تلين غونډې پر سر جنجال شوی 

روهي (څلورنۍ/۹ د تلې)، نن ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د وکيلانو ترمنځ د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين غونډې د جوړېدو پر سر لفظي شخړه شوې ده. 

د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو سبا ته د ډاکټر نجيب الله د تلين غونډې د جوړېدو ويلي او ټېنګار يې کړی چې حکومت بايد د ډاکټذر نجيب الله پلويانو او خواخوږو ته اجازه ورکړي چې د نوموړي د مړينې ۲۴ تلين غونډه جوړه شي، خو په مقابل کې يو شمېر نورو وکيلانو مخالفت ښوودلی دی. 

د وکيلانو ترمنځ لفظي شخړه سبب شوې چې د ولسي جرګې نننۍ ناسته پرته له کومې پايلې پای ته ورسيږي. ټاکل شوې ده چې سبا د لويې جرګې په تالار کې د ډاکټر نجيب الله د مړينې ۲۴ تلين غونډه ولمانځل شي. 

د همدې اوونۍ شنبې په ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب الله پلويان د لويې جرګې خيمې ته تللي وو خو د امنيتي ځواکونو له خوا اجازه ورنه کړل شوه، چې مراسم جوړ کړي.