نېږدې شلو ورځو کې اووه ناستې شوې؛ د حکومت او طالبانو پلاوي هوکړې ته نه دي رسېدلي 

روهي (څلورنۍ/۹ د تلې)، له تېرو دوه اوونيو د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې کيږي خو د خبرو د کړنلارې پر سر تر اوسه هوکړه نه ده رامنځ ته شوې. 

که څه هم طالبان او افغان حکومت مخامخ او پرته د منځګړي سره خبرې کوي، خو د افغان حکومت پلاوي ځيني غړي وايي چې داسې ښکاري ترڅو درېيم لوری د خبرو منځګړيتوب وکړي. 

د رسول طالب په نوم د افغان پلاوي يو غړي رسنيو ته ويلي دي چې اوو ناستو کې تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې او داسې ښکاري چې درېيمې ډلې او منځګړي لوري ته به اړتيا پيدا شي. 

د طالبانو او افغان حکومت د تماس ډلې چې اته - اته کسيزې دي، اووه ځلې سره ناستې کړې  او هڅه کوي چې د بين الافغاني خبرو لپاره شريکه اجنډا او کړنلاره جوړه کړي. 

د طالبانو له خوا شرطونه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوي تړون پر بنسټ د سولې خبرې او د حنفي فقې پر اساس وړاندې تګ دی؛ حکومتي پلاوي يې هم بديلونه وړاندې کړي دي خو طالبان يې له بديلونو سره مخالفت لري.