ډاکټر عبدالله پاکستان کې نيالګي کېنول 

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله نن سهار په يو رسمي سفر د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته لاړ. څه وخت وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان عبدالله عبدالله ته د رسمي سفر بلنه ورکړه. 

پاکستان کې د عبدالله عبدالله تود هرکلی شوی، په اقتصادي چارو کې د عمران خان سلاکار تر هوايي ډګر ورغلی او  وروسته يې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وکتل. 

عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي "د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي شاه محمود قریشي له خوا هرکلی او د پاکستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزرات کې د یو یاد ګاري نیالګي کېنونه."

د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هيله ښوودلې ده چې  پاکستان ته دغه سفر به يې ګټور وو د سولې برخه کې د پاکستان همکارۍ لامل به شي.