د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان بهرنيو چارو وزير سره وکتل 

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار په يو رسمي سفر د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته لاړ. 

ډاکټر عبدالله عبدالله د خپل دغه سفير په ترڅ کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره کتلي دي. عبدالله عبدالله ويلي چې له دغه سفر هيلې لري او د سولې برخه کې به ګټور تمام شي. 

اسلام اباد ته د عبدالله عبدالله سفر په داسې وخت کې کيږي چې له تېرو ۱۶ ورځو د قطر پلازمېنه دوحه کې بين الافغاني خبرې روانې دي. 

د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان په ټيلفون سره خبرې کړې او عمران خان ته يې افغانستان ته د سفر بلنه ورکړې.