ستر جنرال  مراد علي مراد: له ډاکټر نجيب الله سره له زړه مينه لرم 

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، د کابل د ګارنېزون پخواني قومندان او د ملي دفاع وزارت پخواني مرستيال ستر جنرال مراد علي مراد پر خپلې فېسبوک پاڼې ليکلي دي چې ډاکټر نجيب الله د يا وطن يا کفن په شعار سره له هېواده ځان قربان کړ. 

مراد علي مراد لېکلي دي چې ډاکټر نجيب الله يو هېواد دوسته شخص وو، د مرګ تر وروستۍ شيبې يې د افراطيت پر وړاندې مبارزه او د هېواد د خپلواکۍ لپاره د يا وطن يا کفن په شعار سره مبارزه وکړه. 

د افغان پوځ دغه پخواني جنرال له ډاکټر نجيب الله سره د خپلې مينې ويلي دي او زياته کړې ده چې دی په ظلم سره ووژل شو او ياد به يې تل پاتې وي. 

د يادونې ده چې د تېرې شنبې په ورځ د ډاکټر نجيب الله پلويانو کابل کې د لويې جرګې په تالار کې د نوموړي د ۲۴ تلين غونډې لپاره چمتوالی نېولی وو چې د جهادي ګوندنو د فشار پر اساس حکومت ورته اجازه ورنه وکړه.