افغان پلاوی: شونتيا نشته چې طالبان به اوربند وکړي خو ښايي اورکم ته غاړه کېږدي

روهي (يوه نۍ/۶ د تلې)، د عطالله لودين په نوم د افغان حکومت  پلاوي يو غړی وايي چې دوی د سولې خبرو ته هیله لرونکي دي او په صادقانه ډول وړاندې ځي خو پر طالب پلاوي باور نه لري. 

نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو  ته ويلي دي،  "مونږ چې له کوم فکر، ارادې او نظر سره راغلي یو، هغه کې ډېر صداقت دی، ډېر اخلاص دی، زمونږ هدف همدا دی هرڅومره ژر چې امکان وي، دې ملک کې جنګ ودرېږي او عادلانه سوله راشي، تر کومه چې په مقابل جانب اړه لري، مونږ پر هغوی هم ډېر بدګمانه نه یو"

نوموړي د خپلو خبرو په يوې برخې کې دا هم ويلي دي چې شونې نه ده چې طالبان د سولې له هوکړې وړاندې اوربند وکړي خو دا شونتيا شته چې طالبان به اور کم ته غاړه کېږدي. 

له تېرو دوه اوونيو د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ بين الافغاني خبرې روانې دي خو تر اوسه دواړه لوري کومې مثبتې پايلې ته سره نه دي رسېدلي.