د پښتو ښځینه شاعرانو په شعر کې احساس او تخییل ولې کمزوری دی؟


ایا د پښتنو ښځینه شاعرانو شاعري په ریښتیا د نارینه وو په پرتله کمزورې ده او که کمزورې ده لاملونه یې څه دي؟ د ښځینه شاعرانو د شاعرۍ پر وړاندې خنډونه څه دي؟ ایا دوی خپل ریښتیني او ښځینه احساسات په شاعرۍ کې بیانولی شي؟ په دې مقاله کې به دې پوښتنو ته ځواب ووایو.

لومړی خو دا باید و وایو چې د نارینه وو په پرتله د ښځینه شاعرانو شمېر کم دی او په پښتو ادب کې له پخوا نه  ښځینه شاعرانې ډېرې کمې لیدل کېږي. په اوس اوس کې د ښځینه شاعرانو شمېر ډېر شوی او په پښتو ادب کې ښځینه شاعري نوې راټوکېدلې او د پرمختیا او پراختیا په حال کې ده. نو ځکه په ریښتیا هم د نارینه وو په څېر دومره ښه شاعري نه شي کوي؛ خو داسې هم نه ده چې د ښځینه شاعرانو شاعري بېخي کمزورې ده. په اوس وخت کې موږ په پښتو ادب کې ډېرې پیاوړې شاعرانې هم لرو؛ چې تر نارینه وو هم ښه شاعري کوي. چې ښې بېلګې یې شفیقه خپلواک، مریم مکۍ، صفیه حلیم، صفیه صدیقي، حسینه ګل او نورې دي.

دا چې د ښځینه شاعرانو په شاعرۍ کې احساس او تخییل د نارینه وو په څېر کمزوری دی؛ د دوی د شاعرۍ پر وړاندې خنډ ځینې بندیزونه دي. ښځه په شعر کې خپل ریښتیني احساسات نه شي بیانولی، ځکه هغه د ټولنې له خبرو او منفي فکرونو ویره لري.
چې نارینه په دې برخه کې په ازادانه ډول خپل ریښتینې احساست بیانوي. که موږ د پښتو ادب شفاهي ادبیات په نظر کې و نیسو د شاهي ادبیاتو ډېره برخه د ښځو له خوا ویل شوي ده. لکه: لنډۍ، سروکي، لنډه کۍ او ... نور چې په دې ټولو کې ښځینه احساسات په ډول څرګندیږي. او د ادبیاتو ښکلې او په زړه پورې برخه هم همدا لنډۍ دي. شفاهي ادبیات یوازینۍ برخه ده د پښتو ادب چې، ښځو خپل ښځینه احساست په ریښتیني ډول په کې بیان کړي. ددې خبرې بل لامل چې د ښځو احساس او تخییل کمزوری دی، هغه دا ده، چې ښځې د نارینه وو په پرتله په تولنه کې کمې ګرځي او د طبیعت ښکلاوې او د ټولنې نا خوالې دومره نه ویني چې ترې متاثره شي او تخییل یې پیاوړی کړي.

په شاعرۍ کې مهمې خبرې دا دي، چې شاعري په ریښتیني احساس وشي او پر شاعر کوم بند او قید وضع نه شي. چې ښځینه شاعرانې نه خپل ریښتیني احساسات په شعر کې بیانولی شي او د ټولنې له ځینې قیدونو سره مخ دي. له دې بندیزونو سره سره بیا هم پښتو ادب پیاوړې ښځینه شاعرانې لري؛ چې دا بندیزونه یې مات کړي او ټولنې ته ښکلې شاعري وړاندې کوي. نو دا چې ښځې په شعر کې ښځینه احساس نه بیانوي او تخییل یې په شعر کې کمزوری ده؛ لوی لامل یې د ټولنې منفي فکرونه دي. چې د ښځو فکر او احساس یې قید کړی. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200922_134604_146.sdocx-->