د نړۍ له مشرانو د پمپيو غوښتنه: جواد ظریف سره لېده - کاته بند کړئ

د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د نړۍ له مشرانو او په ځانګړي ډول له بهرنيو چارو وزيرانو غوښتي دي چې د ايران بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره ونه ګوري. 

مايک پمپيو وروسته له هغې د ايران پر وړاندې غوسه ښوودلې چې ايران د نويد افکاري په نوم خپل يو وکړی اعدام کړ. نوید افکاري ځوان ايرانی ورزشکار وو. 

نوموړی د ايران د حکومت ضد لاریونونو کې په تاوتريخوالي او د ایراني پولیس په وژنې تورن پېژندل شوی وو. امريکا له وړاندې له ايران غوښتني وو چې نويد افکاري دې نه اعداموي. 

د نوموړي د اعدام په غبرګون کې مایک پمپيو په ټوېټر لېکلي دي، "د ایران د رژیم وحشیګري باید ناوړه پایلې ولري. د نړۍ مشرانو د ظریف د سفر لغوه کولو په پار لومړنی ګام واخیست. تر هغه چې ایران د نويد وروڼه له زندانه خوشي کړي نه وي او ټول هغه بهرنیان خوشي نه کړي چې په ناسم ډول یې نیولي او خپلو هېوادونو ته یې ستانه نه کړي، د ظریف د سفر مهالوېش ونه ټاکل شي".