د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس: عربستان اټومي پروګرام فعال کړی خو ترې اندېښمن نه يو

روهي (درې نۍ/۲۵ د وږي)، د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مسوولین وايي چې د سعودي عربستان اټومي پروګرام د سوله ييزو موخو لپاره دی.
 
د ياد اژانس مشر رافايل ګروسي رسنيو ته ويلي دي چې هغه اندېښنې چې د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس يې له ايران لري د سعودي عربستان په اړه يې نه لري.
 
دغه نړیواله اداره وايي چې که څه سعودي عربستان دغه کار د سوله ييزو موخو لپاره کوي خو بیا به هم تر جدي څار لاندې وسي.
 
سعودي چارواکي وايي چې د وليعهد محمد بن سلمان په نوښت، حکومت هڅه کوي چې پر نفتو د زياتې تيکې پر ځای پر نورو سرچینو کار او پانګونه وکړي‌. <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_bodytext_200915_161044_162.sdocx-->