سپین شعر

نن ټوله ورځ
زما له لاسونواوپښو
خوندونه څاڅي
خوشحالي څڅيږي
ځکه
داتېره شپه مې
يوداسي خوب لیدوچي
دشاتوسیندوي
زه یې څنګ ته ناست یم
لاس کې مې لویه
او اوږده شپیلۍ  وي
په دې شپېلۍ کې
ستا دیادونو
ملی سرود وايمه