غزل


غزل
خـــړو اوبــــــــو مسلمانــــــي وړې ده
پــــــه پښتنو کــي یــــې بیخي وړې ده

ډيـــــري سجدي خـو وې نبیانو کړې
تــــــــوره ټاپه تـــاپـــرتندي وړې ده

زه یــــم باچـا خو په ځان نه پوهېږم
ماتر هـــــرځــــــایه شاعري وړې ده

ځــــــــــــــم پــــر څــلورو دمور قبر لره
هغې پـــــر ما څومره خــواري وړې ده

ستــــــــــا سړيتوب عمـــري کله مني
تاپه اوږوکــي غـــــــــــريبي وړې ده
 
محمدعلي عمري
مسلم باغ