غزل

هدیره او هم پاتا مو خرافات دي
هم واده دواده ورا مو خرافات دي

دغریب سړي هیڅ وس د اسقاط نشته
کړي به پور دغه اداء مو خرافات دي

په درېيمه ورځ دمړه خیرات ته ناست يو
ځان کړو موړ دغه حلوا مو خرافات دي

غم د مړي کول درې ورځې سنت دي
لس اوشل ورځې ګډامو خرافات دي

په بدۍ کې ګل غوتۍ مېرمنه ورکړو
دا رواج او دا ګناه مو خرافات دي

ښکلې پېغله ښکلې ځوان ته ور ودیږي
ولې ژاړي دا ژړا مو خرافات دي

ښځه کښېنوو پرکور باندې بې علمه
دغه کار دغه سزا مو خرافات دي

پښتون نر پښتون جنګي اوسروهونکی
دغه غم دغه وبا موخرافات دي

زوي پیداسي دټوپکو وي ډزونه
خوپرلور باندې چپتیا مو خرافات دي

عمري دپښتون قام خرافات ډير دي
زیارتونه دبابا مو خرافات دي
 
مسلم باغ