د اعدام حکم پرې شوې؛ ټرمپ له ايران غوښتني چې دا ۲۷ کلن ځوان مه اعداموئ


روهي (یوه نۍ/۱۶ د وږي)، د ايران حکومت د نوید افکاري په نوم يو ۲۷ کلن ايرانی ځوان په دې جرم اعداموي چې د ايران حکومت ضد لاریونونو کې يو پوځي وژل وو.

نويد افکاري د سپورټ په برخه کې د غېږ نېونې اتل دی او په يوې تازه خپرې شوې ویډیو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

په ورته وخت کې پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډیو هم خپاره شوې ده، چې په کې ښوودل کيږي چې له نويد افکاري په زور اعتراف اخیستل کيږي.

د ايران دننه او بهر کې د نوید افکاري د اعدام حکم سخت غبرګونونه راپورته کړي او د ايران پر حکومت د استبداد پراخه نیوکې شوې دي.

د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ايران له حکومت غوښتي چې دا ۲۷ کلن ځوان دې نه اعداموي.  <!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/clipdata/clipdata_200906_131454_015.sdoc-->