نارینه ولې خپلو مېرمنو ته خیانت کوي؟

نارینه ولې خپلو مېرمنو ته خیانت کوي؟
دا چې نارینه د جنسي اړیکو له پاره خپلو مېرمنو سره خیانت کوي بالکل یوه بې اساسه او غیر علمي خبر ده. څېړنو ثابته کړې ده چې یوازې ۷ سلنه د نارینه وو د جنسي خواهشاتو په اساس خپلو مېرمنو ته خیانت کوي. نو راځئ چې پوه شو چې نارینه ولې خیانت کوي.

ـ د مېرمنو ډېری پاملرنه خپل پلرنی ته، دا په اسلام او ارواه پوهنې دواړو کې راغلې دي، چې مېرمنې دې لومړی خپل خاوند ته ارزښت ورکړي. نو په دې اساس نارینه هم تل غواړي چې له هر چا نه خپلې مېرمنې ته نژدي وي، خو کله چې مېرمنې هغوی ته وروسته له خپلې پلرنی ارزښت ورکوي نو دوی د کم مهري سره مخامخ کېږي او نورو ته پناه وړي.

ـ د ښځو بې توجهي د کوروالي اړیکو ته، ګډ ژوند نه یوازې د ورځني چارو او مسوولیتونو ته بل میني او پاملرني ته هم اړتیا لري، خو کله چې مونږ یو اړخ سمبالوو نو بل اړخ را نه پاتي شي. نو دا هم د خیانت لامل ګرځي. ګډ ژوند د دواړو مسوولیت وي که چېري یو بل سره مرسته ونه کړو نو ښکاره خبر ده یو طرف له پښو غورځي او د مونږ ګډ ژوند له خطر سره مخامخ کېږي.

ـ  هغوی ته کنټرول احساس ورکول، د خپل خاوند استاده، مدیر، رئیس او مور مه اوسئ، تاسو د هغوی ملګرې او د ګډ ژوند مینه یاست نو د ملګرو په ډول رفتار وکړی نه د نهې او امر کوونکي په ډول.

ـ له حد څخه زیات تمرکز په ملګرو او ماشومانو باندې، هر څه په اعتدال کې سم وي له اعتدال نه هاخوا هر څه له خطرر او زیان سره مخامخ دي. نو خپلو ملګرو او ماشومانو ته دومره ارزښت ورکړی چې خاوند مو له یاده ونه وځي.

ـ هغوی ته د شک په سترګه کتل، دپيسو ډېره غوښتنه او د هغوی سره په سختی چلند کول دا ټول هر هغه څه دي چې نارینه اړ باسي تر څو خپلو مېرمنو ته خیانت وکړي.