ولې ګډ ژوند مو له طلاق سره مخامخ کېږي؟

ولې ګډ ژوند مو له طلاق سره مخامخ کېږي؟
ګډ ژوند د مینې، توافق، صبر او د یو بل قبلول دي. ځيني ستونزي او چار چلند د مونږ په نظر ډېر ساده راځي، خو داسې نه ده هماغه واړه مسایل د طلاق او ستاسې    ژوند له ستونزو سره مخامخ کولای شي. راځی چې دا لاندې ستونزې له ځانه لېرې کړو.

ـ په مالي مسایلو باندې جر اوبحث کول، جګړه کول په مالي مسایلو د دې لامل ګرځي تر څو خاوند خپل مالي ستونزي تاسې ته  ونه وايي او دا مېرمنو بې درکې د خپل خاوند په وړاندې ښکاروي. چې د دې ستونزو حل د شرایطو قبلول او د یو بل درک ملتیا ده.

ـ د پخوانیو غلطیو یادول او د هغو نه بښل، غلطي کول په ژوند کې نه باید د جګړو لامل شي. تېر وخت ستاسو له اوس نه اړین نه دی. انسانان هره ثانیه ته بدلون په حال  کې دي نو د یوې وړې ستونزې له پاره خپل ګډ ژوند له خطر سره مه مخامخ کوی.

ـ د صمیمیت نه شتون، خاوند او مېرمن نه باید رسمي او فورمل ځان احساس کړي څرنګه چې د خپلو ملګرو سره چارو چلند لرو د هغوی نه ښه او فري په خپل ګډ ژوند کې اوسېدل آرامي منځته راوړي.

ـ د یو بل ملامت کول، په خواشینی سره خاوند او مېرمن تل دې د یو بل د ملامت کولو او د ځان په حق ثابتول دي، چې په دې سره ستونزه نه هوارېږي بل ډېرېږي. اړین د ستونزې هوارول دي نه د یوبل ګرم بلل.
ـ د ستونزو نه حلول او له ځانه سره یې ساتل، کله چې کومه ستونزه له خپل پارتنر سره پیدا کوو نه باید هغه په خپل ذهن کې ذخیره کړو. هغه ستونزه ډېر په ښه چلند سره د خپل خاوند او یا مېرمنې سره شریکه کړو  تر څو چې هر شک او مبهمات له منځه لاړ شي.