سيفليس (Syphilis) د جنسي سېسټم ناروغي؛ دغه ناروغي له جنسي اړيکو خپريږي 

سيفليس (Syphilis) د تناسلي سېسټم ناروغي ده چې د بکتریا له لارې له روغ کس، ناروغ کس ته لېږدول کيږي. که چېرې دغه ناروغۍ وړاندې تګ نه وي کړی نو په کم وخت کې او په اسانۍ سره  يې درملنه کيږي. انټي بيوتيک antibiotics د سيلفيس ناروغۍ لپاره غوره درمل دي. 

د سيفليس (Syphilis) ناروغۍ ستونزمنه مساله دا ده چې نښې نښانې يې ژر نه تر سترګو کيږي. خو که چېرې ناروغۍ وړاندې تګ کړی  وي نو لاندې يې عامې نښې - نښانې وې. 

- که دغه ناروغي په نارينو کې وي نو پر تناسلي آلې يې داسې ټپونه چې درد نه لري را پيدا کيږي. او بيا که چېرې په ميرمنو کې وي، نو په ښځينه تناسلي آلې دغه ټپونه راڅرګنديږي. 

- له تناسلي غړو وراېخوا د سيفليس (Syphilis) ناروغۍ نښې په خوله، د لاسونو په اورغو او د پښو په تلونو هم پيدا کيږي. 

- ستړيا، د زنګونو درد، تبه او د وجود د حرارت لوړېدل، مرۍ کې د غدو پړسېدل او لاسونو کې د دانو راختل د دغه ناروغۍ نورې نښې دي. 

د سيفليس (Syphilis) ناروغۍ درملنه: 
- دغه ناروغۍ په خپله له منځه نه ځي او درملنې ته اړتيا لري؛ 
- د پورته نښو - نښانو  په شتون کې معاينه اړينه ده؛ 
- د درمل خوړولو پر مهال بايد جنسي اړيکې تر سره نه شي؛ 
- د وينې پبه معاينه کې د سيفليس (Syphilis) شتون او نه شتون او يا هم وړاندې تګ مالوميږي. 

د جنسي اړيکې پر وخت د کانډم (condom) کارونه او که چېرې نه وي نو د جنسي اړيکو نه تر سره کول، د سيفليس (Syphilis) غوره مخنېوی کولی شي.