د کرونا ويروس د ذهني اندېښونو څخه د خلاصون درې اسانه لارې 

کرونا ويروس د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر مياشت کې د چين له ووهان نړۍ خپور شو، چې تر اوسه يې څه د پاسه ۲۱ مېلېونه کسان ککړ کړي او تر يوې مېلېون نورو ژوند يې اخېستی دی. کرونا ويروس د روغتيايي ناخوالو وراېخوا، پر سوداګرۍ، تګ - راتګ او په لويه کې پر ټولنيز ژوند بد اومنفي اغېز کړی. 

ډېری کسان که څه هم په کرونا ويروس ککړ شوي نه دي او يا يې هم دغه ناروغي په اسانۍ سره تېره کړې ده، خو ذهني ګډوډۍ، اندېښنې او تشويش اوس مها ورته پرې يوې بلې او نوې ناروغۍ بدل شوي دي. دغه لېکنه کې درې هغه اسانه لارې درته په ګوته کوو، چې کولی شي چې د کرونا ويروس په اړه تاسې له اندېښنو او تشويش وژغوري. 

۱- له کرونا ويروس څخه مو فکر بدل کړ: 
د نړۍ او کورنۍ رسنۍ د کرونا ويروس په اړه ټولې او ځانګړې خپرونې لري. دا چې اوس وخت کې خلکو له رسنيو سره اړيکې دېرې او ټولنيزې رسنۍ يې په جيب کې دي؛ نو ساعته چې هر دقيقه د کرونا ويروس په اړه اوري او اورې. د کرونا ويروس په اړه د تلفاتو شمېر او د ويروس وړاندې تګ هغه څه دي، چې پر مغزو بد اغېز کوي او د عصبي سېسټم د ګډوډۍ سبب کيږي. نو هغه کسان چې د کرونا ويروس د ناروغۍ پر اساس يې اندېښې او تشويش اخېستی، غوره ده چې د ياد ويروس په اړه د سمو او ناسمو مالوماتو له تقعيب ځانونه لېرې وساتي. 

۲- ژوره ساه واخلئ: 
ژوره ساه اخېستنه روغتيايي ګټې لري، د وجود ستړيا له منځه وړي او تاسې ته دا ډاډ در کوي چې په دغه مرګوني ويروس ککړ نه ياست. نو هر کله چې پوه شئ چې په کرونا ويروس ککړ نه ياست او وجود مو سالم دی، نو ذهني فشارونه او اندېښنې مو له منځه ورسره ځي. 

۳- ځان بوخت وساتئ: 
هڅه وکړئ چې په فزيکي ډول خپل ځان او همدا ډول مو خپل فکر او ذهن په نورو چارو کې بوخت وساتئ. لکه څومره چې د کرونا ويروس څخه د مخنيوي په پار د ناروغ کس څخه واټن ساتل اړين دي، نو د کرونا ويروس پر اساس د ذهني  فشار څخه د خلاصون په پار؛ د ذهن لېرې او بوخت ساتل اړين دي.