د پاکستان اقتصادي وضعیت د پاڼ او پړانګ ترمنځ

پاکستان چې د افغانستان د تر ټولو بد او مضر ګاونډی دی، چې تل یې په افغانستان کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاسوهنه کړې، تل یې افغانستان ته په بده سترګه او ښه نیت نه دي کتلي، خو مقابل لوری افغانستان بیا تل پاکستان ته د وروروالۍ خطاب او د ښه ګاونډیتوب هیله او غوښتنه کړی او د یوه اسلامي ګاونډي په توګه یې ورته کتلي دي.

کابل  اسلام اباد ته تل د وروروالۍ او ښې ملګرتیا لاس ورغځولی، خو پاکستان نه یوازې دا چې ملګرتیا یې دوامداره ساتلي، بلکې نوموړي هېواد په افغانستان کې دننه تل قومي، سمتي، ژبني تعصب ته لمن وهلي او اوبه یې خړې کړې خپل ناوړه مورام او اهداف یې په افغانستان کې په وار وار سر ته رسولی دی.

افغانستان تل پاکستان ته د ښه نیت پر اساس د سوداګرۍ، پیر او پلور، ترانزیټ همدا راز په بېلابېلو برخو کې بېلابېل تړنونه، کنفرانسونه او غونډې دایري کړي دي، خو پاکستان په دې ټولو کړنو کې تل دوه ګونی چلند غوره کړی دی، بالاخره یې دې دوه مخیتوب، منخوسې او دروغجنې څېرې هم د نړیوالو پام ځانته راجلب کړ، چې په دې وروستیو کې یې د نړیوالو ګڼ شمیر غبرګونونه هم راوپارولي دي، اوس چې پاکستان په نړیوال مارکيټ کې له پامه لویدلی هېواد ګڼل کېږي او همدا راز د ترهګرو په تمویل او تجهیز باندې هم په وار وار تورن شوی دی.

په دې وروستیو کې د پاکستان اقتصاد په خورا ناوړه او ځوړ شرایطو کې قرار لري، چې ښه بېلګه یې د نړیوال بانک یا IMF ادارې د سود پیسو د نه ورکړې له امله قرضه دوه برابره کېدل دي.

آی ایم ایف International Monetary Fund اداره له دوهمې نړیوالې جګړې را وروسته په ۱۹۴۵ کال کې د بېوزلو هېوادونو سره د مرستې په موخه رامنځته شوه، چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن کې دی.

پاکستان چې هسې هم په مازې بهانه د پاڼ پر ژۍ ولاړ ؤ، اوس د کرونا وبایې ناروغۍ د ټولو نړۍ ترڅنګ پاکستان د مالي کسر سره مخامخ کړی او اوس یې اقتصاد تر ټولو سخت ځپلی دی. 

پاکستان ونشوای کړای چې په خپل وخت او زمان د نړیوال بانګ یا IMF څخه قرضه شوې پیسې بېرته په خپل وخت ورکړي، چې د دې سره پاکستان په خورا تر ټولو سختو شرایطو او حالاتو کې موقعیت لري. له بلې خوا د نورو هېوادونه په پرتله په پاکستان کې د بېکارۍ ګراف په دې وروستیو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.