په جمهوریت او امارت کې ګیر ولس!  

افغانان د څلورو لسیزو څخه زیاته د جنګ کرغېړنه تجربه ویني، چې په دې غمېزو کې یې یو نسل د جنګ او جګړې د باروتو په تورو لوخړو کې لمنځه لاړ او دویم نسل یې هم عملاً د جنګ تریخ حقیقت تجربه کوي د همدغو جګړو په پایله کې مو دوه نسلونه د پوهې، مدنیت، روغتیا او د نوي ټکنالوژۍ له دور څخه څو پیړۍ شاته پاتې شوو. همدغو جنګ او جګړو مو ماشومان او ځوانان ذهناً او روحاً ناارامه او فکرونه یې د جنګ کرغېړنې څپې منزوي او محشوشه کړل، ځوانانو مو د ژوند اساسي کارونو پر ځای پر نورو او د پردیو په اشاره او لمسون بې هدفه مزل غوره کړ، د سیمو هېوادونو هم د دوی د ځوانۍ څخه د یوه سپر په توګه کار واخیست د ښوونځي، پوهنځي او مدرسې پر ځای یې پر داسې ناوړه لارو روان کړل، چې په پایله کې همدوی خپله لار ورکه کړه او په ناسمه لار بېرته د دښمن په لومو کې ورولوېدل.

شومو دښمنانو دوی ته د انسانیت پر ځای وحشت، د دوستۍ پر ځای دښمني او د خپل هېواد سره د مینې پر ځای یې د خپل هېواد ورنول ور زده کړل. نوي ځوانان چې د ځوانۍ په نشه کې مست ول پخپلو ځانګړو روزنځایونو کې د هېواد پر ضد وروزل او بیا یې د هېواد په ضد استعمال کړل، چې په پایله کې هېواد ته جنګونه، وحشتونه، بربریتونه او مرګونه په برخه شول او څلويښت کاله یې افغانان پخپلو سره په جګړه کړل دوی ورته د یوه لوبڅار په توګه وکتل او د افغانانو د جنګ او وژلو څخه یې خوند واخیست.

له بل لورې ملکي وګړي چې د جګړو په لومړۍ کرښه کې راګیر دي تل د دواړو لوریو لخوا ګواښل کېږي، تهدیدیږي او وژل کېږي. د دوی د کورونو او کلیو څخه پټنځایونه جوړ شوي او د سپر په توګه ورڅخه کار اخلي، چې د کار د ملکي وګړیو ژوند تریخ کړی او د مرګ او ژوبلو په شمیر کې یې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ننه جګړې دومره خونړۍ بڼه غوره کړي، چې خپل وخت کې بېساري بلل شوې ده.

د ملکي وګړو د نه خونیتوب له امله حقوقو بشر، د افغانستان لپاره د مرستندویه ادارې یا یوناما او هم داخلي چارواکو خپلې اندېښنې ښودلي دي.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک وروسته افغانانو تمه درلوده چې په هېواد کې روانه خونړۍ جګړه به د سولې او اوربند په رامنځته کېدو کې موثره ثابته شي او یا به هم لږ تر لږه د اوسنۍ جګړې په ګراف کې د ټیټوالي لامل شي، خو د میاشتو په تېریدو د افغان سولې بهیر همغسې پڅ او بې برخلیکه پرمخ روان دی، بلکې یادې چارې د سولې په پروسه کې نوي درزونه هم راپیدا کړل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د سولې مرکچې پلاوي غړی عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو چې ((د سولې پر وړاندې یوازینی خنډ ولسمشر محمد اشرف غني دی او که غني استعفا وکړي د اوربند او سولې خبرې راتګ حتمي دی)).

خو ځینو سرچینو بیا ویلي چې د ننه په هېواد کې یو شمیر د موقت حکومت نغاره هم ډنګوي او دوی بیا د موقت حکومت غوښتونکي دي.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بیا د هغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې (( د ولسمشر دوره اساسي قانون ټاکلي ده او ولسمشر محمد اشرف غني به د خپلې پنځه کلنې دورې تر بشپړېدو وروسته واک هغه چا ته وسپاري چې د افغانانو د رایو پر اساس وټاکل شي)). 

دغو څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې هم یوه لویه غوغه جوړه کړه ځینې په جمهوریت، ځینې بیا د موقت حکومت او ځینې نورو بیا په امارت کې خپل ځانونه لیدل د هرې یوې ډلې او پلویانو بلې ته په ښکنځلو او بد رد ویلو خوله خلاصه کړې وه.

اوس که د دواړو لوریو لخوا د سولې فضا همدغسې خړه پړه وي او د دواړو لوریو دا ډول څرګندونې د سولې روان بهیر ته نه یوازې دا چې زیان اړوي، بلکې پر دغه ملي پروسه ښايې منفي سیوری هم وغوړوي او یا یې هم په بشپړه توګه زیانمنه کړي. دا ډول ناوړه چاره کولای شي، څو د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې نوي درزونو، خنډونو او نوي بنبسونو د رامنځته کېدو لامل شي.
په هېواد کې د یوې تلپاتې سولې او ثبات په هیله