ولې پښتانه د ترهګرۍ ښکار ګرځېدلي؟! 

ولې پښتانه د ترهګرۍ ښکار ګرځېدلي؟! 
لیکنه: بخت الله بیان

له ادم څخه نیولي ان تر نن پورې انسان او په ځانګړي ډول پښتون قوم د بېلابېلو ستونزو، ننګونو، توطیو، ناخوالو او چلشونو سره مخ شوی دی.

خو تر ټولو بریالی هغه قوم دی چې د ټولو شته ستونزو او ناخوالو پر وړاندې یو موټی شوي او مبارزه یې پیل کړي او خپلې ستونزې یې د غوره مدیریت او ملي یوالي پر اساس مهار کړي او د ستونزو دغه کاروان یې په سلامتۍ سره تر منزله رسولی. کله هم چې لوی امپراتور احمدشاه بابا ته په کندهار کې د شیر سرخ بابا زیارت پر غونډۍ مشرانو د نوموړي په پګړۍ کې د غنمو وږی ور وټمبه او د مشرۍ او اعزار لونګۍ یې ور په سر کړه، نو په پوره زړورتیا، مینه او صداقت سره یې خپلو محرومو پښتانو ته د خدمت په موخه لستوڼي ور بډوهل، احمد شاه بابا پر توره لاس کېښود او اسپاهانه تر ډیلي پورې یې د وخت چانګیزان، مغولیان او مرهټیان مات کړل، هغه وو چې د پښتانو نا امېده هيلې وغوړېدې او د دوی مړژوندې هیلې یو نوی څرک پیدا کړ.

له هغې څخه را وروسته په خپل زمان او پیر کې ايپي فقیر، غازي امان الله خان او بیا باچا خان د عدم تشدد پر وړاندې مبارزه پیل کړه، خو د باچا خان مبارزه د تورې پر ځای پر قلم متمرکزه وه، ځکه چې هر زمان په خپل وخت کې بېلابېلې مبارزې ته اړتیا لري، کله هم تورې، کله جنګ او کله هم سولې او قلم ته.

دا منو چې پښتون ویاړلی، توریالی، ننګیالی، مېړانی او وفادار قوم دی دغه ویاړلي القاب یې ان زرګونه کاله د مخه ګټلي او په ځان کې ساتلي دي. پښتون تل په مېړانه او شجاعت سره د خپلې خاورې، هېواد او ناموس څخه د تاریخ په اوږدو کې په کلکه او د سر په قربانۍ ساتنه او دفاع کړي ده.

لنډه دا چې پښتون قوم ډېر لرغونی او د کمال او هنر څخه ډک قوم دی، چې د نړۍ په مختلفو هېوادونو یې حاکمیت کړی دی د پښتون د پاچاهۍ سلسله په ټول هندوستان کې مشهوره ده چې ښه بېلګه یې د احمدشاه بابا د امپراتورۍ دوره ده. خو له بده مرغه پښتون قوم یو شمیر نیمګړتیاوې چې د پورتنیو ټولو اوصافو مبارزو، ښو القابو او لاسته راوړنو باندې یې سیوری غوړولی هغه د بې اتفاقۍ ناوړه پدیده ده، ځکه چې د پښتنو همدا لویه بدمرغې ده، چې دوی د ځان نه پرته بل څوک نه مني هر یو یې ځان زمری بولي، خو نور ورته ګیدړان ښکاري. همدا ناوړه پدیده چې د هر پښتون په رګ رګ کې ځای لري دغه دروند او معزز قوم یې پاشلی او تار تار کړی او د بې اتفاقۍ دغې ناوړه پدیدې پکې خپلې ریښې غځولي دي.

دغه ډول کړنې او پیښې څه تصادف نه دي رامنځته شوې، بلکې په لوی لاس نړیوال د دې لپاره زمینه سازي کوي، ترڅو یاد غیور قوم په بېلابېلو بهانو او رنګه رنګ نومونو رنګ کړي، چې تر ټولو ښه بېلګه یې د ډیورنډ کرغیړنه کرښه ده او دغه لوی قوم پښتون یې نور هم تار تار کړی. د دوی هڅه او اند دا دی چې پښتون لوی ټبر د ځان غلام جوړ کړي ترڅو خپله واکمني پرې وچلوي او د ځان تابع یې وګرځوي.

سره له دې چې پښتون نه ترهګری دی او نه هم د ترهګرۍ ملاتړی دی، بلکې پښتون قوم په سیمه او نړۍ کې امن پرسته قوم دی. خو بیا هم تخریبېږي، تحقرېږي او ډول ډول سازشونه یې پر وړاندې جوړېږي، خو پښتون لا هم د عفلت پر خوب ویده دی نور پښتانو او په ځانګړي ډول افغانانو ته په کار چې پر یوه ملي مشر سره راټول شي هغه لاسونه او مخونه چې د هېواد په بربادۍ او نفاق اچونې کې هلې ځلې کوي د دوی مخونه بې نقابه کړي نور باید دغه قوم سره نږدې شي او په یوه مزې سره وپیېل شي، ځکه د اوسنیو ستونزو او ناخوالو څخه د نجات او وتلو يوازینۍ لار همدا ده.