پر عایداتي سرچينو د حکومت ناپاملرنه او چوپتیا! 

افغانستان چې یو استهلاک (مصرفوونکی) هېواد دی د خپلو اړتیاوو وړ خوراکي او غیر خوراکي توکي له ګاونډیو هېوادونو څخه را ورداوي، د افغانستان جیو ستراتیژیک او جیو پولیټیک موقعیت درلودل، د اقتصادي فرصتونو شتون او د دې ترڅنګ پریمانه او سرشاره طبیعي زیرمې لري، خو د ناسمو سیاستونو، ناسمو مدیریتونو، ټیټ مسلکي ظرفیت، د اقتصادي ګټو پر ځای سیاسي ګټو ته لومړیتوب ورکول، او د نا عادلانه سیالیو له امله په دوو لسیزو کې بنسټیزې پروژې نه یوازې دا چې پلي شوې نه دي، بلکې په لوی لاس یې پانګوال له خپلې پانګې اچونې څخه بېزاره کړي او که پلي هم وي د ګڼو نیمګړتیاوو له امله په نشت حساب دي. د خامو موادو کمښت، لوړه مالیه، د برېښنا لوړ مصارف، سیاسي ګټې له اقتصادي ګټو سره تړل، د صادر شویو توکو کمیت او کیفیت نشتون، افغاني توکو ته بازار نه موندنه، او د بهرنیو توکو پر وړاندې نه مبارزه هغه اساسي او مهم لاملونه دي، چې پر افغاني توکو او بازار یې ناوړه اغېزه کړي. له همدې امله اوس هم ډېری افغانان پر بهرنیو توکو تکیه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د دوه اونیو څخه ډېره موده کېږي چې د صرافانو او د لویو موټرو چلوونکو ستونزه پر ځای پاتې ده او د دوی غوښتنې ته مثبت او یا هم منفي ځواب نه دی ویل شوی او د دوی ستونزه بې برخلیکه پاتې شوې. د ځینو محدیتونو له کبله صرافانو خپل دوکانونه د اعتراض په ډول وتړل او د حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوی شته ستونزې واورې او پر وړاندې یې شته خنډونه او موانع لیرې کړي، ګنې دوی به خپلو اعترضونو ته همداسې دوام ورکړي.

لا د دغو ستونزو د حل غوټه نه وه خلاصه، چې په غبرګون کې یې د لویو موټرو چلوونکو هم خپلو اعتراضیه لاریونونو ته دوام ورکړ او خپل خدمات یې توقف کړل، موټر چلوونکو څخه په لویو لارو کې د ناقانونه پیسو اخیستل، په ګمرکاتو کې په لوړه پیمانه فساد او د ځمکني ترانسپورټ لخوا په یوه او بل نومونو سره د پیسو اخیستل هغه موارد ول، چې له کبله یې موټر چلوونکي اعتراض ته اړ شول، د حکومت له لورې شته ستونزو او ناخوالو ته پر وخت نه ځواب په ولس د غربت کړۍ نوره هم ورتنګه کړه د حکومت د همدې چوپتیا او نه پاملرنې له امله په اسلام کلا ګمرک کې سوداګرو او عام ولس په سلګونو میلیونو ډالر مالي توان ولید. 

په ورته مهال د دې خونړۍ پیښې د څېړلو په موخه حکومت د سوداګرۍ خونې او د ولسي جرګې غړیو یو ګډ پلاوی سیمې ته ولېږه، ترڅو په اسلام کلا ګمرک هغه د ورداتي موټرو او د تیلو ټانګرونو مالي توان وڅېړې چې اونۍ وړاندې سوځېدلي وو.

څېړونکي پلاوي هم په یوه خبرې غونډه کې د اور لګېدو له کبله اوښتې زیانونه د رسنیو سره په ډاګه کړل، چې په یاده اور لګېدنه کې تر ۳۷۰ د تیلو ټانګرونو په ګډون له ۲ زرو ډېر د ورداتي توکو موټر په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

له بل لورې د لارې بندښت هم د خلکو په ورځینو چارو منفي سیوری غوړولی د خلکو کاروبار ورسره زیانمن شوی، د خوراکي توکو په نرخونه کې لوړوالی رامنځته شوی، خوراکي توکو ته د خلکو عرضه زیاته شوې، دا ټول د ژوند هغه لومړني او اساسي موارد دي، چې په نشتون یې ورځینې کارونه د خنډ او ځنډ سره مخ کېږي او د انسان پر ژوند هم ناوړه اغېز پرې باسي.

حللاری: حکومت باید د صرفانو، دوکاندارانو، موټرو چلوونکو او د عام ولس غږ او ستونزې واوري، ستونزو ته یې معقول ځواب ووایې، ترڅو د ولس له ارادو څخه مغرضه او مافیا کړۍ ناوړه ګټه پورته نه کړي. 

د لویو موټر چلوونکو ته د داسې کړنلاره جوړه کړي، څو په لویو لارو کې ورڅخه غیر قانوني پیسې ونه خیستل، خو قانوني پیسې هم د یوه رسید له مخې ورکړل شي، له یوې خوا به فساد لمنځه تللی وي له بل لورې به پیسې د شخصي جیبونو پر ځای ملي بودیجې ته تللي وي.