په کرنیزو او خړوب شویو ځمکو باندې د سیلابونو اغیزې

هغه موسمي سیلابونه چې د لوړوالي فریکونسي يې زیاته وي، د ابادو سیمو سره سره کرنیزې او خړوب شوې ځمکې هم تخریبوي،خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړوي، خاوره تخریبوي، د خاورې حاصلخیزي له منځه وړي، د اوبو لګونې د جوړښتونو او سیستمونو د خرابیدو او ډکیدو سبب کيږي، د کرنيزو محصولاتو د کچې د ټیټوالي لامل کيږي، کروندې په شاړو ځمکو بدلوي، د نباتاتو  وده زیانمنوي، د بزګر مصرف ډيروي، د خاورې د تکسچر او سترکچر د خرابیدو باعث کیږي، ځمکه نا همواره کوي، د کليوالو ترمنځ د فزیکي شخړو د رامنځته کیدو سبب کيږي، د فقر، کډوالۍ او  بېکارۍ لامل کيږي، د اوبو د ضایع کیدو باعث ګرځي او د ژوند چاپيریال په مستقیم او غیر مستقیم ډول ننګوي.

په کليوالي کچه ډیر کله د سیلابونو د راوتلو څخه وروسته سترې شخړې رامنځته کيږي، دا ځکه چې سیلابونه د خپلو زیانونو په مټ د ځمکې شکل ته تغیر ورکوي، پولې، بریدونه (ټکونه) او کانالونه له منځه وړي، دلته اړتیا پیداکیږي، ترڅو خلک خپلې ځمکې له سره مشخصې کړي، نو طبیعي خبره ده چې د ټولنیزو ستونزو، شخړو، بديو، ناخوښيو، کډواليو، مرګونو او نورو بېلابېلو ناخوالو سبب به کیږي.

 سیلابونه په کروندو باندې د خپلو بدو اغېزو باوجود ځینې ښه تاثیرات هم لري خو د بدو اغېزو په نسبت يې فیصدي ډیره ټیټه ده، یاد مثبت تاثیرات د سیلابونو د سرچینو د خاورې، عضوي موادو، ځنګلونو او سیمې په مناسب جوړښت او شتون پورې اړوند دي، دا په دې مانا چې په سیلابونو کې د خاورې د عضوي او ګټورو موادو په شتون سره خاوره حاصلخیزه کیدای شي، همدا ډول ډیرې غیر حاصلخیزه ځمکې د کښت وړ ګرځوي. 

افغانستان کې لا هم خلک د سیلابونو څخه د رامنځته کیدونکو زیانونو څخه خوندي نه دي، دوی په خپل لاس دغه سترې ناخوالې رامنځته کړي، ځنګلونه او کرنیزې ځمکې يې په شاړو، رهایشي او ښاري ځمکو باندې اړولي، همدارنګه دولت هم د اوبو د مدیریت او ځنګلونو د پراختیا په برخه کې هومره بریالی نه دی، څومره چې یې اړتیا لیدل کيږي، تر هغې پورې به ولس له هغو لویو ننګونو څخه خوندي نه شي، ترڅو پورې چې د خپلو ځمکو، خاورو، اوبو، ځنګلونو، څړځايونو او نورو سرچينو قدر ونکړي.

د نړۍ د اکثریت هيوادونو د پرمختګ سرچینه کرنه ګڼل شوې، دوی د کرنې د عصریتوب او پراختیا په مټ د خپلو هېوادونو ټول سکتورونه غښتلي کړي، د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل د عنعنوي کرنې شتون او يادې برخې ته کمه پاملرنه یادولی شو.

ددې لپاره چې د افغانستان اقتصاد  مو په پښو اودرولی وي، ټولنیزو ستونزو ته مو د پای ټکی ایښی وي، سیاسي ثبات مو ترلاسه کړی وي، چاپیریالي ننګونې مو راکمې کړي وي، د خلکو لپاره مو کاري فرصتونه برابر کړي وي، د نورو له اختیاج څخه ژغورل شوي وو، صنعت ته مو وده ورکړي وي، ولس ته مو اسانتیاوې مهیا کړي وي، له نورو سره مو هېواد سیال کړی وي، پر ځان د بسیا کیدو ته مو زمینه برابر کړي وي او هېواد مو پرمختللو هېوادونو په قطار کې راوستی وي، نو دولت باید د طبیعي سرچینو قوي مدیریت، کرنې او مالدارۍ ته لومړیتوب ورکړي او په دغه برخه کې خپلې هڅې ونسپموي.