په افغانستان کې د اوبو  د ویشلو عنعنوي قوانین او حقوق

په افغانستان کې داوبو د ویشلو ډ‌یری رنګارنګ باوري او رواجي قوانین او اصول موجودیت لري چې د اوبو بېلابېل حجمونه د وخت او اندازې په نظر کې نیولو سره تقسیموي، په زیاترو سیمو کې د اوبو لګولو لپاره له پخوانیو میراثي او رواجي  میتودونو څخه استفاده کیږي، مختلفې کورنۍ په ټوله کې له انفرادي میتودونو څخه کار اخلي او تر ډیر ه پورې په یو بل کار نلري مانا دا چې دوی یو واحد او ټولیز د همکارۍ او همغږۍ میکانیزم نلري، د اوبو هره ویاله یو میراب لري او نوموړی ښاغلی د مربوطه ساحې د اوبو لګولو ټول کارونه تعقیبوي او مربوطه کلي او خلکو ته هدایت ورکوي تر څو هغوی پوه شي څنګه او په کوم وخت کې دوی د خپل حق په اساس له څومره اوبو څخه استفاده وکړي، ځینې وختونه په هغو سیمو کې چې د فصلونو او کرنیزو سیمو خړوب يې له موقتي سیندونو او چټکو سیلابونو څخه کیږي د سیمیزو خلکو په ځانګړي ډول د بزګرانو او د ځمکو د مالکانو تر منځ لفظي او حتی فزیکي شخړې رامنځته کیږي، ځکه د ویالې په پورته برخه  کې د میشتو قبیلو او د ویالې د لاندې میشتو قبیلو تر منځ ممکن شوی تفاهم او اویا هم یو د بل په حقوقو تیری رامنځته شي، په هر صورت خلک له پخوانیو رواجي او دودیزو لارو چارو استفاده کوي او خپل نباتات خړوبوي چې لدې میتودونو څخه ځینې يې په لاندې ډول دي.

د هر کور لپاره د کرنیزو سیمو د ابیاري مشخصول.

د میراب ټاکل، چې په اصل کې یوه داسې محلي ټاکنه ده چې د وخت په تیریدو او ارزیابي ورکولو سره پکې تغیر راځي.

د اوبو مناسب اوړون، په داسې ډول چې لاندې ټولنو ته په بهتر ډول د بند یا خوړ د آمر لخوا مربوطه مشخصو ویالو له ور ایله کیږي.

همدارنګه د اوبو ویشلو نوري پیچلې طریقې هم موجودې دي په کومو کې چې د حاصلخیزۍ په نظر کې نیولو سره اوبه ورخوشې کیږي.

په کلیو او بانډو کې نور هم ډیر فعالیتونه او مصروفیتونه شته چې د میراب لخوا اعلانیږي او د کلیوالو لخوا د مشخصو اصولو په نظر کې نیولو سره ترسره کیږي، لکه د ویالو پاکول چې اکثره وخت د سیلابونو له راتګ نه وروسته کله چې ویالې له خړو، خاورو، ډبرو او نورو موادو  څخه  ډکې کړي صورت نیسي، میراب د بزګرانو د فصلونو مطابق په دوی باندې د اوبو وخت ویشي او همدارنګه د خوړونو او بندرونو د ودانیو د بیارغوونې او بیړنیو حالاتو لپاره هم د بزګرانو تر منځ مهال ویش ټاکي.

د اوبو لګونې د پخوانيو سیستمونو شتون او په یاده برخه کې د پرمختګونو کموالی، د اوبو عادلانه ویش بې باوره کړی، لا هم په هېواد کې د ځمکو د خړوبونې په پار د اوبو د منصفانه ویش ستونزه او له امله یې رامنځته کیدونکې شخړې موجودې دي، چې د خلکو په ټولنيز ژوند يې د پام وړ بدې اغېزې شیندلي.

د هېواد د کرنې دغه لویه برخه (اوبه لګونه) پیاوړتیا، رغونې، عصریتوب او ملاتړ ته اړتیا لري، په دې برخه کې د سميیزو قوانینو ، بزګرانو او د اوبو د مسولینو غښتلتیا  او دوامداره ملاتړ هغه څه دي، چې له امله يې په یاده برخه کې ګڼې ستونزې هوارې کیدای شي او د کرنې پرمخیون ورسره تضمین کیدای شي.