د ځمکې کره چې درې برخې يې اوبه او یوه برخه یې وچه ده، انسانانو د دوی د توافق ځانګړنې ته په کتو سره همدغه وچه برخه د ژوند کولو لپاره غوره کړې، د ځمکې پر دومره کوچني استوګنځي کې ژوند کول او له خطرونو څخه ځان ژغورنه پوهې، مهارتونو، ځېرکتیا، کوښښونو، څېړنو او د همدغه کوچني استوګنځي ساتنې ته اړتیا لري، ترڅو ژوند ته پایښت لرونکی ځنځیروي ارزښت ورکړل شي، خو له بده مرغه چې انسانانو په خپلو لاسونو د استوګنې دغه چاپیریال د ناورینونو سره مخ کړی ده.
چاپیریالي ککړتیاوې په ځانګړي ډول د هوا ککړتیا د ځمکې کرې د ګرمیدنې ستر لامل دی، دا چې څه ډول د هوا ککړتیا ځمکه ګرموي په میکانیزم يې غږیږو:
د ځمکې پر مخ د انساني فعالیتونو (صنعتي، د نباتي پوښښ له منځ وړل، د سون توکو ډیر استعمال، ښاري کثافات، د ځمکې کیندنه، د طبیعي زیرمو له منځه وړل او نور) طبیعي افتونه(اور غورځونکي غرونه، اورلګیدنه، زلزلې، د ځمکې ښویدنه، بادونه، طوفانونه او نور) فضا ته بېلابېل ککړوونکي توکي ور علاوه کوي، همدغه ککړونکي په فضا کې د خپرو شويو زراتو کتلوي طبقه جوړوي.
د لمر وړانګې کومې چې نوري انرژي توليدوي، ځمکې ته په راښکته کیدو سره د دوی د انعکاس ځانګړنې ته په کتو په ساتل شوي چاپیریال کې د دوی لپاره کومه مانع نه وي موجوده، په عادي ډول بېرته منعکسې کیږي او تر لوړو طبقو پورې ځان رسوي، خو د خپرو شويو زراتو د کتلوي طبقې په شتون کې کله چې ځمکې ته د لمر وړانګې راښکته کیږي لومړی پر همدغه طبقې د لویدو په وخت کې یې څه نا څه سرعت کمیږي،خو بیا هم د دوی تېز سرعت وړانګې له یادې طبقې څخه تيروي، کله چې ځمکې ته رسیږي، پر ځمکه له لګيدو وروسته يې په سرعت کې کموالی راځي، کله چې بېرته منعکسې کیږي د ککړونکو زراتو له امله جوړې شوې طبقه د دوی کم سرعت څخه په ګټنې پورتنیو طبقو ته عبور اجازه نه ورکوي او بېرته ځمکې ته منعکسې کیږي، د ځمکې او جوړې شوې طبقې ترمنځ تبادله کیږي او همدلته بندې پاتې کيږي، شنې خونې د لمر وړانګو د بند پاتې کیدو او ځمکې کرې د ګرمیدو د میکانیزم ښه مثال دی.
د چاپیریالي ککړتیاوو څخه د ځمکې کرې ګرمیدنه یوه نړیواله ټولشموله ستونزه ده، چې له ناورینونو او زیانونو څخه به يې هیڅ ژوندی جسم خوندي پاتې نه شي، نه یوازې دا چې ژوندي موجودات به وننګوي بلکې د ځمکې کرې پرمخ د ژوندانه ټولې سرچینې به له سترې ګډوډۍ او بې ثباتۍ سره مخ کړي، دا چې څه ډول چاپیریال ننګوي په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
د ځمکې کرې هغه لویه برخه چې اوبه دي له پاتې کمې وچې برخې څخه راچاپیره او یاده برخه یې په منځ کې را ایساره کړې چې هر وخت طبیعي ناورینونو ځپلې، خو د دغو ناورینونو د پیښدو اصلي ډیری لاملونه په طبعیت کې انساني لاسوهنې دي، چې ستر مثال یې په چاپیریال کې بې ځایه مداخله، ناسم استعمال، د ایکوسیستمونو له منځ تلل، د کمزوري مدیریت شتون او نور یادولی شو.
د ځمکې کرې په ګرمیدو سره په وچه برخه کې د شته یخچالونو د ویلي کیدو او د موسمي واورو د زر ویلي کیدو له امله وخشتناکه سیلابونه په خپل مسیر کې له سرچینې څخه تر سیندونو او سمندرونو پورې د ښارونو، کورونو، لارو، کرنیزو ځمکو، صنعتي او اقتصادي فابریکو، عام المنفعه بنسټونو تخریب، ناروغیو د پیښیدو، د اوزن طبقې د تخریب، د ځاني او مالي زیانونو اوښتل، د ایکوسیستمونو له منځه تلل او د ډول ډول بې نظمیو رامنځته کیدل لومړني زیانونه، لوي او کوچني سیندونه چې کله سمندرونو ته رسیږي په سمندرونو کې د اوبو سطحه ورسره لوړیږي، چې د اوبو د سطحې همدغه لوړیدنه سمندرونو ته د نږدې هېوادونو لپاره لویې ننګونې دي، دلته بیا د لویو ښارونو تر څنګ هېوادونه تر اوبو لاندې کیږي، له همدې امله ممکن د لویو سیمې جغرافیې د بدلون ترڅنګ په لویه کچه د نفوس د له منځه تلو، کډوالۍ، فقر، د ژوند لومړنیو خدمتونو ته د نه لاسرسي او په ټوله کې ژوند ته د پای ټکی ګږدي.
د ځمکې کرې ګرمیدنه له کوچنیو ناروینونو پیل او پر لویو د نه کنترول وړ ناورینونو پای ته رسیږي. د ځمکې کرې ګرمیدنه نړیواله چاپیریالي موضوع ده، چې په کنترول کې هر وګړی مسولیت لري، دا چې څه ډول د ځمکې کره له ګرمیدنې وساتو په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
د ځمکې کرې د ګرمیدو په میکانیزم کې مو په هغو عواملو خبرې وکړې کوم چې د ځمکې کره ګرموي، د همغو عواملو د مخنیوي په موخه تر ټولو وړاندې لازمه ده چې د ځمکې د صحرایي کیدو مخه ونیول شي، ځنګلونو او څړځایونو ته پراختیا ورکړل شي، د کورونو او ښارونو کثافات باید په خوندي ځای کې ښخ کړل شي، چاپیریالي قوانین باید مراعت شي، د لرګیو د سون پر ځای باید له بادي او نوري انرژۍ څخه ګټه پورته شي، د خاورې د تخریب مخه باید ونیول شي، کانونه باید په فني ډول وسپړل شي، طبیعي پیښې باید پر خپل وخت مهار شي، د ککړتیاوو مخه باید ونیول شي او په ټوله کې چاپیریال ساتنې ته باید په نړیواله کچه پاملرنه وشي.
وروستي