سړيو کې؛ له وخت وړاندې انزال (premature ejaculation) د درملنې وړ دی؟ 

له وخت وړاندې انزال ته رسېدل يا د نارينه له تناسلي آلې څخه په خپلسري ډول د مني وتل چې په انګلېسي کې ورته premature ejaculation وايي، يو عامه ستونزه او يا ناروغي ده. له وخت وړاندې انزال يا premature ejaculation داسې تعريفيږي، "د جنسي اړيکو يا يا کوروالي پر مهال د نارينه او د هغې د ميرمنې د توقع وړاندې د نارينه د مني وتلو ته وايي."

ځيني نړيوالې موندې او څېړنې ښيي چې د انزال ejaculation منځني وخت يوه دقيقه دی. يانې په د ښځينه په تناسلي آلې کې له دخول وروسته د يوې دقيقې دننه د نارينه د مني وتل، يو عادي او منځنی حالت دی، خو په فزيکي او رواني وضعيت، خوراک، عمر، وخت، ځای او روغتيايي وضعيت اړوند د انزال وخت توپيري دی. له  پنځو بيا تر اوو دقيقو هم هغه منځني وخت دی، چې ډېری څېړنو څخه موندل شوی دیږ 

نارينو کې له وخت وړاندې انزال (premature ejaculation) دوه عمده لاملونه لري، چې يو يې فزيکي او بل  يې رواني او روحي دی. که چېرې لامل فزيکي وي نو بيا د تناسلي سېسټم ګډوډي او يا هم کومه بله ناروغي شتون لري، چې نارينه د خپلې خوښې له وخت وړاندې انزال ته رسيږي. خو چېرې ستونزه رواني او ورحي وي، نو بيا لاملونه هم مختلف وي چې ښايي په لاندې طريقو يې درملنه وشي. 

- جنسي اړيکې دې په وقفوي  ډول تر سره شي. يانې هغه وخت چې انزال ته نېږدې کيږي نو له خپلې ميرمن ځان لېرې کړئ او فکر مو له جنسي اړيکو بلې خوا کړئ؛ 

- که چېرې شونې وي نو د جنسي اړيکو پر وخت پېړ کندم (condom) واغوندئ، ترڅو د تناسلي آلې حساسيت کم شي؛ 

- له خپلې ميرمنې سره د ستونزې شريک کول. هېڅکله بايد دا هڅه ونه شي چې له ميرمنې د ژر انزال ستونزه پټه وساتل شي او بهانې ورته وشي؛ 

- پر ځان باور ولرئ او له روحي فشار ځان خلاص کړئ. 

ځيني درمل هم شتون لري، چې د ژر انزال مخه په لنډمهاله او يا اوږد مهاله ډول نېسي. د بېلګې په ډول Dapoxetine هغه درمل دي چې له جنسي اړيکې دوه يا درې ساعته وړاندې خوړل کيږي. د Dapoxetine او يا بل هر ډول درملو په اړه جدي سپارښتنه دا ده، چې بايد د متخصص ډاکټر د لارښوونې مطابق وخوړل شي. که چېرې په خپلسر ترې استفاده وشي، نو جانبي عوارض يې ډېر خطرناک دي.