سوزاک د تناسلي غړو ناروغي ده؛ څوګ، کله او ولې پرې اخته کيږي؟ 

سوزاک چې په انګلېسي کې ورته Gonorrhoea وايي د تناسلي غړو ناروغي ده. دغه ناروغي د  جنسي غړو sexually transmitted infection يا STI ناروغي ده، په دې معنی چې سوزاک د جنسي اړيکو له لارې له ناروغ کس څخه روغ کس ته انقاليږي. د تناسلي غړو د نورو ناروغيو ترڅنګ، سوزاک يوه عامه جسني ناروغي ده چې نجونې او هلکان يا سړي او ميرمنې دواړه پرې ککړيږي. 

سوزاک د gonorrhoea په نوم د يوې بکتريا په واسطه رامنځ ته کيږي او په همدې اساس يې نوم هم د gonorrhoea بکتريا په نوم دی. gonorrhoea بکتريا د نارينه د ذکر او د ښځو د مهبل څخه د بهر کېدونکو مايعاتو کې شتون لري. نو به همدې اساس د جنسي اړيکو پر وخت لېږديږي.

دغه بکتريا په ميرمنو کې رحم (womb)، د تشو متيازو لار (urethra) او مقعد (anus) کې فعاليت کوي. ځيني وخت شونې ده چې gonorrhoea سترګې او مرۍ هم تر بريد لاندې ونېسي. هغه ميرمنې چې gonorrhoea بکتريا ولري نو شونې ده چې د حمل پر وخت نه پيدا شوی ماشوم هم پرې اخته شي. که چېرې حمل لرونکې ميرمنې څخه gonorrhoea بکتريا ماشوم ته ورسيږي نو ماشوم به د تل لپاره ړوند وي. 

دغه بکتريا د انسان له وجود بهر ژوند نه شي کولی او په همداسې اساس يې د لېږد يوازينۍ لار يې جسني اړيکې دي. 

د نارينه او ښځو د تشو متيازو له ټيوبونو د ژيړ يا شين رنګ لرونکې مايع بهيدل او د رڼو متيازو پر وخت د درد او سوځېدلو احساس د gonorrhoea نښې دي. هر کله چې دغه نښې ولېدل شي بايد معاينه وشي او ډاکټر ته لاړ شئ. د gonorrhoea لومړنۍ درملنه په اسانۍ سره کيږي خو که چېرې وخت پرې تېر شي نو درملنه يې سختيږي او بيا په ميرمنو کې د دايمي شنډوالي لامل کيږي. 

په هغه ډول جنسي اړيکې چې د اسلام مبارک دين کې منع او حرامې دي، د gonorrhoea بکتريا د منځ ته راتګ عمده لامل دی؛ لکه د مقعد او خولې له لارې جنسي اړيکې.