افغان کډوال ايران کې د ژوند کومو ناخوالو سره مخ دي؟

روهي (پنځه نۍ/۵ د چنګاښ)، د کډوالۍ اړوند نړيواله ټولنه ايران کې د مېشت کډوالو په اړه اندېښنه څرګند کړې ده. خصوصاً د افغان کډوالو په هکله، چې ايران کې مېشت دي.

د یادې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي دي، "۹۷ سلنه کډوال په ايران کې په غير قانوني ډول ښارونو کې ژوند کوي، او دهغوى د ژوند نيمګړتياوې ايران دولت لخوا په څرګند ډول مالومېږي. او د بلې خوا د کرونا وايرس له کبله دوى خپل کارو بار د لاسه ورکړی دی. دوى د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستې ته اړتيا لري."

ايوو فريسن: په لومړي ګام کې د افغان کډوالو د ژوند ستونزې او نيمګړتياوې په ښکاره ډول ښکاري، چې د کووېډ 19 اغېزې هم پدې کې شاملې دي.

افغان کډوالو د مونږ نه د مرستې غوښتنه هم کړې ده چې دوى ته اړمن څيزونه برابر کړو.
خو د ايران د کډوالو د ټولنې مشر، داکټر مهدي محمودي  وايې چې؛ د ايران خاوره کې څه نا څه 730 زره کډوال په غير قانوني توګه ژوند کوي، او غير قانوني کډوال بايد د پوليسو لخوا ونيول شې او بيا د خپلو ملکونو ته واستول شي.

لکه څرنګه چې د افغان کډوالو ويستل د ايران لخوا ذکر شوي؛ خو بيا افغان کډوال خپلې خاورې ته نه، بلکه د مرګ خونې ته وړل کېږي، لکه د افغان کډوالو ډوبول د ايراني پوليسو لخوا.

لدې سره، سره نړيواله ټولنه وايې چې دوى به د افغان کډوالو ستونزې په نظر کې لري او اړينې مرستې  به ورسره وشي.