د مسکو په سويل کې يوه پوځي الوتکې غورځېدلې او 12 تنه وژل شوي

بېګا شپه دمسکو سويل ته د تولا په سيمه کې د روسيې يوه پوځي انتونوف ډوله الوتکه راوغورځېده ، چې له امله يې د يوه خبر له مخې 11 تنه او د ريا نووستي د ګزارش له مخې 12 تنه ووژل شول. په دغه پوځي الوتکه کې چې انتونوف 12 نوميږي ، 12 تنه سپاره وو او د غورځېدو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی. ديادونې وړ ده چې په روسيه کې سختې واورې او يخنۍ د ډېرو هوايي ډګرونو کار په ټپه درولی.