بهرنيان لا هم په افغانستان کې ناقانونه زندانونه لري

 
افغان حکومت امريکايي او برتانوي ځواکونو په دې تورن کړي دي، چې لا هم په افغانستان کې ناقانونه زندانونه لري او ولسمشر کرزي د دغې موضوع د څېړنې لپاره د حقيقت موندنې يو کميسون ټاکلی دی. د کميسون يوه غړی عبدالشکور دادرس وايي، چې دوی دا ډول شپږ ناقانونه زندانونه موندلي دي، چې درې يې د هلمند په باسټين کمپ کې او درې يې د کندهار په هوايي ډګر کې دي، چې له دغو څخه درې زندانه د برتانوي ځواکونو له خوا، دوه يې د امريکايي ځواکونو او يو يې د ناټو ځواکونو له خوا ساتل کېږي. د دادرس په وينا دغه زندانونه د ولسمشر کرزي له هغې پرېکړې سره په بشپړ مخالفت کې دي، چې بهرنيان يې د زندانونو له ساتلو څخه منع کړي دي.
پنتاګون او ائتلافي ځواکونو په يوه اعلاميه کې تعجب ښکاره کړی دی او ويلي دي، چې دا هغه زندانونه دي چې له پخوا څخه ټولو ته ښکاره وو او په منظم ډول د سره صليب له خوا څارل کېږي.