امريکايي څارونکي: پراخ فساد په افغانستان کې د پرمختګ مخه نيسي

 
په افغانستان کې د امريکې لوړ پوړي څارونکي په خپل درې مياشتني رپوټ کې وايي، چې د رشوت او پراخې غلا له امله په افغانستان کې د پرمختګ مخه ډب شوې ده. په ۲۶۰ مخيز رپوټ کې راغلي چې پراخ فساد په افغانستان کې د ماليې ټولولو، شفافيت او پرمختګ مخه نيسي. د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امريکې مشر څارونکی (جان سپوکو) په رپوټ کې وايي، چې د افغانستان لپاره ترسره شوې ځاني او مالي مرستې ډېرې زياتې دي، خو که همدا اوس د فساد مخه ونه نيول شي نو دا ټولې ترسره شوې مرستې به عبث او ناکامې شي. د ده په وينا پراخ فساد د دې لامل دی چې د ماليې ټولونې ټول سکټور زيانمن شي او دا زيان د دې مخه نيسي چې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي.افغانستان د ۲۰۱۴ کال لپاره ۲.۵ ميليارد ډالره ماليه هدف ټاکلی، خو د رپوټ له مخې افغانستان د فساد له امله د دغې ماليې ۲۰٪ له لاسه ورکوي او ټاکلي هدف ته به ونه رسېږي او په دې توګه به افغانستان د خپلې ۷.۵ ميليارد ډالرو بوديجې دريمه برخه هم پوره نه کړي.