په پکتيکا کې د نښتې له امله درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

 
د افغانستان د ملي دفاع وزارت خبر ورکوي، چې په پکتيکا کې د طالب وسله والو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ د درنې نښتې له امله شاوخوا ۶۰ وسله وال طالبان او پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي. د سرچينې له خولې شاوخوا ۳۰۰ طالب وسله والو د يو شمېر بهرنيانو به ملتيا د پکتيکا په ژيړوک ولسوالۍ کې د يوه پوځي بېس د نيولو لپاره پراخ بريد وکړ. په دغه بريد کې لومړی ځانمرګي چاودنې وشوې او بيا نور بريدونه ترسره شول، خو د افغان ځواکونو په ځوابيه بريد کې بريد شاته وتمبول شو او د يو شمېر بهرنيانو په ګډون ۶۰ وسله وال طالبان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول. تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.