دیني او بې دینه کلمې؟

د پښتو ادبیاتو یو استاد لیکلي: موږ د هغو عربي کلمو لپاره جلا ادبیات لرو چې دیني/مذهبي وي؛ یعنې د استاد په باور، دیني او بې دینه کلمې سره بېلې دي او د هغو لپاره موږ جلا – جلا ادبیات کاروو. استاد وایي چې دیني یا مذهبي کلمې په خپله/اصلي بڼه لیکو او بې دینه هغه د پښتو ژبې چوکاټ ته برابروو. 
 
دلته اوس یوه پوښتنه لس نورې زېږوي چې سړیه دیني او بې دینه کلمې یې لا څه ډول وي؟ که فرض کړو، د استاد موخه هغه کلمې وي چې په قرآن کریم کې یادې شوي، بیا خو نو خامخا فرعون، ابلیس، معلم، ظالم/مظلوم او ورته نور نومونه/کلمې ځکه په دیني کلمو کې راځي چې پښتو کې په عین بڼه لیکل کیږي او لکه صلح، جماعت، شوری، اسمعیل، رحمن او… کلمې په غیر دیني کتګورۍ کې ځکه حسابیږي چې صلح په سوله، جماعت په جومات، شوری په شورا، اسمعیل په اسماعیل، رحمن په رحمان او.. په… اوښتي دي.
 
نه پوهېږم، د ښاغلي استاد په اند د صلح، جماعت، شوری، اسمعیل، رحمن او ورته نورې کلمې ولې له دین/مذهب څخه وتلي؟ په داسې حال کې چې هره یوه یې ځانته د اسلام د مقدساتو او احکامو مهمه برخه جوړوي.
 
سړی اوس دا ډول منطق ته حیران شي، ایا مذهب یا دین د کلمو کوم قاموس یا ګرامر دی چې د لیکلو په اړه یې د توپیر او تفکیک لپاره رامنځته شوی؟ که نه، د انسان د کړنو اړوند هغه لارښود/قانون دی چې له مخې یې د هغه د عبادت لپاره معبود او څرنګوالی یې، محرمات، امر او نهی او د درناوي لپاره نور مقدسات ټاکل کیږي؟ 
 
راځه دا به هم ومنو چې دیني کلمې دې په خپله اصلي بڼه ولیکل شي او غیر دیني هغه دې د اړوندې ژبې د وینا مطابق واړول شي؛ خو دغه تفکیک څنګه کولای شو چې دا دیني کلمه ده او هغه غیر دیني؟ ایا دین/اسلام یوازې په یو څو کلمو کې راټولېدلای شي یا ایا له الله، محمد او قرآن پرته نور نومونه/کلمې غیردیني دي چې د استاد تجویزي فارموله ورباندې تطبیق کړو؟ 
 
ډېر لېرې نه ځم، د خپل دین د پیل یا اساس په پنځو ارکانو کې به یې ورسره سپینه کړم، د اسلام پنځو بناوو (کلمه، لمونځ، روژه، زکات، حج) کې دویم او دریم رکنونه ولې د استاد د قاعدې خلاف لیکل کیږي؟ باید هغه هم (صلاة او رمضان) لیکل کېدای یا طهارت ته ولې اودس کاروو او غسل ته ولې غسل؟ 
 
زه نه پوهېږم چې د نوموړي ځواب به څه وي، اما که زما ځواب اورئ، دا دی چې باید پنځو واړو ته مو مترادف هغه درلودای، له دې امله به مو ادبي بډاینه پر معیار ولاړه وای؛ خو که فرضاً دغو ټولو ارکانو ته مو هیڅ پښتو مترادف نه درلودای، ایا بیا به مو د استاد د قاعدې مطابق (صلاة) او (رمضان) په خپله بڼه لیکلای؟ یا کله چې صلح/صلحه په سوله لیکو؛ ولې اصلاح او مصلحت په خپله بڼه؟ دغه راز معنی/معنا په مانا او معلومات په مالومات لیکو؛ خو معلم بیا په مالېم نه لیکو… ولې مو د ځانو لپاره پچه پیچومی ګرځولی دی؟ ولې د ځان او د نورو ژبو ویونکو لپاره خپله ژبه سختوو؟
 
راځئ دا ځواب او وضاحت نوموړي یا کوم بل استاد ته پریږدو، ګوندې په یو معقول استدلال مو قانع کړي، ګنې پر یوه لاره دغه ګډوډ مزل به همدغسې ګډوډ پاتې وي او د اویا میلیونه وګړو ژبه به له نورو پرمختللیو ژبو سره له یو منطقي او وړ توافق او مشترک مزل څخه په لوی لاس محرومه وي.
 
رښتیا، د همدې موضوع په تړاو یو بل څه را په یاد شول، هغه دا چې د پښتو ژبې د اصلي تورو/ویونو تحریري ادبیات مو هم دومره پیچلی او نیمګړی جوړښت لري چې د نورو ژبو ویونکي خو څه، ان پخپله پښتانه هم په اسانه نشي ورباندې قانع کېدلای. اخر ولې موږ له دغسې ناسم دودیز تعقیب سره لاس او ګریوان یوو؟ ولې تر ډېره دا ناسم باور پالل شوی چې ګواکې (څنګه ویل کیږي، همغسې لیکل کیږي هم؟)
 
معیار رامنځته کول او بیا د هغه پالل، هغه اصل دی چې نه یوازې په یو بهیر کې د شته اختلاف مخه نیسي، بلکې د اټکل شویو ستونزو او ان پراختیاوو په برخه کې یې هم د اختلاف او توپیر د مخنیوي لپاره واحد منطقي لوری ټاکي.
 
فکر وکړئ، د ځینو دا کار هغه اسانه ماتې یا ناکام دی چې د یو څه نه موندلو یا نه بریالي کېدو په پایله کې بالاخره غاړه ورته ږدي یا که په ښکاره ووایم، له پخوا راهیسې داسې یو دودیز ناسم تعقیب د پښتو ژبې د پرمختګ او پراختیا مخه ډب کړې چې د پاللو له امله یې موږ اوس هم لسګونه او ان سلګونه داسې کلمې لرو چې په عین لفظي بڼه بېلابېل مفاهیم عرضه کوي؛ خو تر اوسه هیچا هم د دغو مفاهیمو د تفاوت له مخې د یوې کلمې د لفظي اصلاح لپاره خدایکه سم جرأت او ظرفیت لرلای وي یا که ادعا وکړم چې په دې برخه کې ژبپوهانو او استادانو په اسانه د ماتې منلو پایله کې د مترادفو تورو رامنځته کولو یا یې د تورو ډولونو زیاتولو ته مخه کړې، نو ډاډه یم چې مبالغه به مې نه وي کړې.
 
اوږدو او تفصیلي بېلګو پسې نه ګرځم، که مخاطبان پر دغو څو مثالونو راسره قانع شي ښه به وي: تور/توره، لور، سور او… یا ځل، ول، خوله، سره… یا کړئ، کړۍ، کړې، کړی، کړي او نور لسګونه/سلګونه کلمې شته چې د تحریري بڼې په رامنځته کولو کې یې د نااهلۍ له امله نه جبرانېدونکې بېغوري شوې ده. په نورو ژبو کې هم دا ستونزه شته، خو د هغو ویونکو په تحریر کې دا مسأله هواره کړې او لوستونکي ته دا موقع نه ورکوي چې د متن په لوستلو کې له خنډ او سکتګۍ سره مخ شي، ان د نورو ژبو ویونکو ته یې هم لاره هواره کړې ده.
 
مثلاً په انګریزي کې: role, rule, roll چې درې واړه په عین ډول تلفظ کیږي، خو په معنا کې یو تر بله خورا متفاوت دي. دغه راز week, weak, wick او will, well او… کلمې چې په شفاهي توګه یې توپیر نشي کېدای، خو لیکنیز توګ/معیار یې له ورایه ښکاره دی. همدارنګه په عربي، پارسي او ان اردو کې هم دغه اصل رعایت شوی دی.
 
د دې ترڅنګ د ځ، ږ، څ تعریف هم نه یوازې لانجمن او پیچلی کوونکی دی، بلکې یو ډول مترادف حیثیت لري چې د نورو ژبو وګړو لپاره خو پرېږده، ان خپله پښتانه هم د دغو تورو په کارولو کې له جدي ستونزو سره مخ دي. لکه: یوازې/یواځې، جان/ځان، جوان/ځوان او…، ږلۍ/ګلۍ، ږیره/ګیره او…، ساربان/څاروان او… 
 
موږ له همغه پیله د وینا تابع پاتې شوي یوو او چې څنګه غږېدلي یوو، همغسې مو لیکلو ته ترجیح ورکړې ده چې شاید د لهجو ژور اختلاف هم له همدغه امله تر اوسه ژوندی پاتې وي؛ همدا اوس هم د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې استادان د دغې ژبې د سموالي، کره والي او پرمختګ په اړه په یوه خوله او یو اند نه دي، دوی هر یو ځانته یوه لیکنیزه لهجه/قاعده لري چې د حل لپاره یې نه بحثونو ته سره کښېني او نه د نورو معقولو او منطقي دلایلو ته غوږ نیسي، اخر سړی حیران شي چې دوی هر یو ولې ځان ځانته د خپلو تحریري اصولو د پلي کولو هڅې کوي؟ 
 
یوه خبره باید په زغرده وکړم چې نه زموږ دین زموږ د کلي له جومات نه بهر وغځېد او نه زموږ ژبه زموږ له کلي څخه بل ځای ته پراخه شوه؛ موږ چې په خپله ژبه ځانونه نه شو پوهولای، د بلې ژبې ویونکي به څنګه ورباندې په اسانه پوه کړو؟ معنا دا چې موږ لا هم په ځان کې بوخت یوو او په خپله محدوده کې مو یوازې د ځانونو پوهولو له کبله نسلونه-نسلونه تر شا پریښي دي. زموږ په شان روسته پاتې نور ولسونه اوس په دې هڅه کې دي چې څنګه وکولای شي له نورو ژبو او فرهنګونو سره د اشتراک او جذب اسانه نقطې ومومي، تر څو د ژبې پراخېدا لپاره یې یو امکان او د پام وړ فرصت مساعد شي، خو له بده بدمرغیه چې لا هم په موږ کې دا تومنه پیدا نه شوه، موږ اوس هم هغه څه کوو چې د یو ټولمنلي معیار د رامنځته کولو پرځای د ځینو سلیقوي برخوردونو له امله ان پخپلو کې یو بل ته قناعت لا نه شو ورکولای. زه نه وایم چې خپله ژبه دې هېره شي او پرديو الفاظو ته دې ترجیح ورکړ شي، خو د ژبو په بازار کې تقاضا/اړتیا او همدارنګه د هغې څرنګوالي ته توجه هم د پراختیا او پرمختیا لومړی او مهم شرط دی چې منل یې منطقي دي.