هر یو په خپل غم کې ورک دی

لیکوال: عبدالجمیل ممتاز
ولسمشر چې کله کښیني نو په سر کې د بیان آزادي خلکو ته ورمخکې کړي چې هغه ده داسې یوه توره خو يې کړې چې د افغانستان په تاریخ کې به هم داسې ویاړ چا دغه هیواد ته نه وي وربښلی. خو زه بیا دا وایم چې که په دغسې حالت کې د خلکو خوله هم ور وتړل شي، نو تر دې پورته کفر به بیا چېرته وي.
خلک دلته په کور کې د آزاد ګرځیدو جرآت نلري، هر قدم په بسم الله ویلو پورته کوي او په خیرالله ویلو يې بیرته په ځمکه ږدي، کله کله راته داسې وبریښي لکه پخپل هیواد کې چې بیګانه یم، د خپل ناستي واک نلرم، پر خپله ګرځیدا باندې باور نه لرم، د ژوندیتوب ډاډ نه لرم او له هغو حقونو څخه چې باید ویې لرم بې برخې پاتې یم.
په رښتیا هم په دې خاوره کې ژوند کول ډیر ستونزمن تمامیږي، سړی له چا نه چا ته ګیله وکړي؟ دلته خلک تر ټولو ډیر له واکمنو او په ځانکړي ډول له امنیتي ځواکونو نه کړیږي، ولې کړیږي؟ ځکه دوی د قانون په ژبه یوه خبره هم نه کوي، بس دوهمه خبره يې ګوزار دی، د خلکو سپکاوی دی او ...
د دوی نوم او جامې ته خلک درناوی نه لري، بلکې د ډیرې کرکې له امله له لیرې نه هم ځانونه ترې ژغوري،  دوی هم له ځواک نه په غلطې ګټې اخستو سره، عام ولس ته داسې اټکل کوي، لکه هغوی چې د ژوند کولو هیڅ حق نلري. بې ګناه خلک راونیسي ویې وهي، په یو ډول نه یو ډول یې وځوروي او یا یې زندان ته واچوي. اوس لا ترافیک هم د خلکو د وهلو په خوند پوه شوي دي او د جزا دنده چې د بل بابا کار دی، هغوی يې هملته د سرک پر غاړه پر موټروانانو باندې عملي کوي. هر څوک د خپل واک پر څوکۍ باندې پاچا دی او هغه څه کوي چې زړه يې غواړي؛
لومړی به يې له ښوونکي راونیسو، هغه چې د ټولنې د څراغونو د روښانولو دنده پر غاړه لري او ددې لپاره د هیواد بچیان روزي چې د خپلې ایماني او وجداني ورسپارل شوې دندې په تر سره کولو سره یې د هیواد راتلونکی روښانه کړی وي، هغه تر هر څه د مخه د هغوی جیب ته ګوري، په داسې حال کې چې د درسي مودې په لړ کې به يې په تشو خبرو د زده کوونکو وخت ضایع کړی وي، کله په سیاست کې، کله په فکاهیانو کې او کله هم د تیرو جنګونو په کیسو کې. خو د ازموینې پر وخت به بیا ورسره خبره نه کیږي او په یوه بهانه به خوله دې ته راجوړوي چې له زده کوونکو نه یو څه زار و مرګ تر لاسه کړي.
ډاکټر ته په دې هیله ناروغ ورځي چې هغه یې درملنه وکړي، خو خوارکی ناروغ چې هم پيسې ورکوي، بیا هم باید د ډاکټر صاحب تروه ټنډه وزغمي او ژر ژر بل ناروغ ته نوبت ورکړي. ځکه ډاکټر خو ددې لپاره نه دی ناست، چې د ناروغانو درملنه وکړي، هغه په ګټې پسې راوتلی او چې هر څومره ډیر ناروغان له تیغه تیر کړي، هومره یې د شتمنۍ پله درنیږي.
یو سړی د یوه مامور لاسلیک ته درې څلور ورځې انتظار باسي، هغه به په هغه دفتر کې ناست وي او ان پخپله به له هغه سړي سره خبرې هم کوي، خو دا چې هغه يې نه پیژني او د پيسو ورکړې ته یې اړ کړي، نو په لنډه ورته وايي چې هغه نشته، سبا ته راشه!
یو څوک د یوې دندې پوره وړتیا لري، خو چې واسطه ونلري نشي مقرریدلی، همدا وجه ده چې خلک د دندې پرځای لومړی په واسطو پسې ورک دي او همدغسې نور...........
هر یو په خپل غم کې ورک دی، څوک په دې غم کې دی چې بس خپله يې وخوري او ځان موړ کړي، څوک په دې هڅه کې دی چې وږی پاتې نه شي او مازې دومره وګټلی شي چې قوت لایموت یې شي. بیخي د ژوند لوری بدل شوی دی، هغه څوک چې په خوندونو کې دي، له هغوی نه په مستۍ کې هیواد او ملي ذهنیت هیر دی او له هغه چانه چې یوه مړۍ ډوډۍ یې تر یو خروار تیږي لاندې ده، هیواد خو څه چې ان خپل ځان ترې هیر دی.
جګړو او ناخوالو دومره بده اغیزه پرې ایستلې، چې د سلنې په کچه د ډیرو خلکو لید لوری او مفکوره منفي اړخ لګوي، معنا داچې هرې څیرې ته له منفي پلوه کتل کیږي او یو د بل په حق کې منفي پریکړو ته لیواله دي. د اړیکو په هر ډول بهیر کې بدګماني مله ده، مخکې تر دې چې یو څوک د چا سره اړیکه نیسي، نو لومړی یې د کمزورۍ د ټکي موندلو په هڅه کې کیږي، څو په راتلونکي کې، که د مخالفت له وجې وغواړي چې اړیکه وشلوي نو ده به ورته مخکې له مخکې نه تیاری نیولی وي. یوه عجیبه لوبه روانه ده، هر څه د بې باورۍ پر بنسټ پر مخ ځي، د جمهوري ریاست له ادارې نیولې ان د یوې ولسوالۍ تر یوې کوچنۍ شعبې پورې، زیاتره مامورین یې په داسې یو خدمت بوخت دي، چې موخه یې یوازې او یوازې د یو څو مردارو پیسو ترلاسه کول دي. هیواد ترې هیر دی، د هیواد پالنې انګیزه خو له سره پکې لیدل کیږي نه، نن یوه دولتي څوکۍ خپله کړي، سبا ته یې بیا له کرايي کور نه کډه بار کړي وي او د یوې ښایسته بنګلې په دروازه ورننوځي، د رنګارنګ موټرو اخستل او په هغو کې ګرځیدل خو ورته بیخي ساده خبره ده.
د سمون هیڅ کوم اټکل نشي ورته کیدی، کله چې احساس مړ شي او ضمیر د حرامو په بدل کې خرڅ شي، نو د کوم ډول سمون تمه به له دا ډول خلکو نه وشي؟ حال دا چې د ټینګې ارادې، صداقت او له اسلام او هیواد سره د مینې کډه پخوا لا له دې خاورې بار شوې ده. افسوس چې دا هیواد خو د نورو په لاس کې وای، اوس به يې دومره ښایست ورکړی ؤ چې شاید په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کیدای. خدای خبر ولې دا خلک په مرګ خوښ دي؟ ولې له بدرنګۍ نه خوند اخلي؟ ولې د بل پرځیدو او غورځیدو ته په کمین کې ناست دي؟ ولې د بل له تاوانه ګټه پورته کوي؟ ولې؟
د نورې نړۍ خلک تل په دې فکر کې دي چې څنګه داسې یو نوی کار وکړي، څو عامو خلکو او هیواد ته یې د ګټې رسیدو په پایله کې د دوی د شهرت لامل وګرځي، خو دلته داسې نه ده، دلته د عامو خلکو د زیان او ژوبلې څه چې د هغوی د وژلو پروا هم لا څوک نه ساتي. د ژوند کولو فرهنګ له سره نشته، له چا نه د یوې ښې خبرې تمه نشي کیدای، هغه څوک چې واک ورسره دی او د ټولنې د نظم ساتنې صلاحیت او دنده پر غاړه لري، هغوی پخپله د بې نظمۍ، درغلۍ، ظلم او نورو ناخوالو لاملین دي او د هغو هیلو او ارمانونو مخه یې ډب کړې چې له کلونو راهیسې خلک ورته د رسیدو په تمه دي.