د تیږو جیګه باره باندې ناست و، بې الفاظو سندره یې په ستوني کې زمزمه کوله، ځوړندې پښې یې دنګولې چې یوه څپلکه یې له پښې ووته، ژر یې لاندې وکتل، څپلکه یې په لاره کې ولیده. ور نسکور شو، یو څنګ او بل څنګ ته یې سترګې واړولې، خو هملته نزدې یې د کښته کېدو لاره ونه لیدله، لا هملته ناست و، چې دوه ماشومان راښکاره شول، د هغوی لپاره یې خپل ځای ټینګ کړ او له پاسه د خپلې څپلکې څارلو لپاره څک پاتې شو.
ماشومان ورنزدې شول، لمړی یې د هغوی پښو ته وکتل، د دواړو یو شان تورو بوټونو خوند ورکړ، خورا ورته ځیر شو، خو دې خواته د خپلې څپلکې غم اخیستی و، غوښتل یې چې هغوی ته د څپلکې ووايي، خو بېرته پښېمانه شو، ځان یې غلی ونیو.
ماشومان دواړه په یو قامت ول، داسې برېښېدل لکه ورونه؛ جامې او بکسې یې هم سره یو شان وې.
هلکانو په رارسیدو سره په لاره کې سپېره څپلکه ولیده، یوه یې ژر غږ وکړ:
- څپلکه.
دواړو پاس وکتل، په هلک یې سترګې ولګېدې، خو باک یې پرې رانه ووړ، یوه ښۍ پښې ته زور ورکړ، څپلکه یې په لغته ووهله، ورپسې هغه بل ووهله او په منډه شول.
هلک خپله څپلکه هېره کړه، د هغوی په شنو بکسو کې یې سترګې خښې کړې، بد خوند یې ورکړ، چې د هغوی هر ګام سره یوې او بلې خوا ته ښورېدلې. تر هغو یې ورته د هوس موسکا په شونډو کې بدرګه کړه، تر څو ترې پناه شول.
څپلکې ته یې پام شو، مخ یې راواړاو، منډه یې کړه، د پولې په اخر کې لارې ته ورکښته شو، څپلکه یې پر پښو کړه او بېرته راوخوت.
یو ځل بیا یې د هغو ماشومانو پر خوا سترګې واړولې، ویې خندل، ژر یې خپل دسمال له غاړې راخلاص کړ، یوې او بلې خوا ته یې وکتل، خو د خپلې خوښې څه یې ونه موندل، ټيټ یې وکتل، دواړه څپلکې یې له پښو وویستې، په دسمال کې یې واچولې، وروسته یې دسمال شا ته واچاو او څوکې یې مخې ته د سینې پر سر غوټه کړې.
بېرته لارې ته کښته شو، ځان سره یې وویل:
- اوس یې ګوره.
منډه یې کړه، غټ غټ ګامونه یې واخیستل، دسمال یې همغسې لکه د ماشومانو د بکسو په شان شاته ورپسې وښورېد، له خوښۍ یې شونډې سره بېلې شوې، نه یې غوښتل چې ودریږي، خو یو ناڅاپه یو ډبل غږ راودراوه:
- خیالو څه شوې، هله پسونه لاړل!
په بیړه پاس راوخوت، پسونه یې په رشقه کې ولیدل، یبلې پښې یې ورمنډه کړه، له لېرې یې پرې غږ وکړ:
- ایخې، برګه راواوړه، ایخې توره،.....!
پسونه یې له رشقې راووېستل، د ویالې غاړې ته یې کړل، دا وخت یې بیا ډبل غږ تر غوږه شو:
- امدغلته یې پرېده!
خیالو پسونه پرېښودل، راغی سړي ته نزدې کېناست. هغه د خپلې خیرنې لنګۍ شمله له پوزې تاو کړې وه، د شوتلې پنډ یې ور ټول کړ.
خیالو خپله ګوته لنده کړه، د پښې تله یې ورباندې وسولوله، د اغزي په وېستلو بوخت شو، زړه نازړه یې وویل:
- ابا مکتب دې وېلی؟
- نه
- خو وېلی به دې و!
سړي مخ بلې خوا ته واړاوه، نصوار یې تو کړل، وروسته یې پر توره سپېره ږیره لاس ورتېر کړ، ویې ویل:
- اغوی چې وېلی څه خیر یې کړی.
هلک ژر شا ته وکتل، په منډه پاڅېد، پسونه یې بیا له رشقې راتاو کړل، له همغه ځایه یې غږ وکړ:
- ابا دا برګ خرڅ که، ډېر شیطان دی.
راغی بېرته پر خپل ځای کېناست، سترګې یې د پلار په څهره کې وټومبلې، خپله سپېره خولۍ یې پر سر وسولوله، ویې ویل:
- ابا ټیکټر هم مکتب کې جوړیږي؟
پلار یې د شوتلې پنډ بې ځایه کړ، خو د هغه پوښتنه یې په وړه خندا کې بې ځوابه پرېښوده.
هلک بلې خبرې ته خوله جوړه کړه:
- ابا مام مکتب کې واچوه!
پلار یې وربرګ شو:
- دا زمکه به څنګه شي.
- اول به لکه د شیرین اکا غوندې یو ټیکټر درته جوړ کم.
- ادې ته دې جوړ که.
هلک غلی شو، لږ وروسته یې بیا وویل:
- خی یوه د مکتب بکسه راته واخله!
سړي د شوتلې پنډ شا ته واچاو، په ستمېدلي غږ یې په ډېر عادي ډول ځواب ورکړ:
- بکسه په کونه منډې، پسونه مخکې که، چې ځو.
هلک نوره خوله چوله نه کړه، د دسمال غوټې یې ژر ژر خلاصې کړې، پسونه یې راوشړل او له پلار نه مخکې شو.
۱۳۹۳- ۵ - ۸
وروستي