
تنها ستا د راتللو هيڅ ارمان نلرم
څه وکړمه اختره چه جانان نلرم
داسي اختر مي نه پکار دی نه يي غواړم
چه بي له غمه پکي بل مهمان نلرم
د وير په ټغر ناست يم ندی غواړم ځکه
ټول د خاورو لاندي شول ياران نلرم
اوس مي دکوم يو يتيم اوښکي کړم اروچي
هر يو ناري وهي چي باباجان نلرم
خلک چړچي کوی ميلي کوی اختره
زه تش لاس د يوي ډوډي امکان نلرم
نه ظالم يم خو دا چي په ما ظلم کوی
ډير يمه بي وسه نوريي توان نلرم
بس يو زه يمه او بل مي نيمګړي ارمان
(همتَ) نور هيڅ پدي جهان نلرم
۲۰۰۷،۱۲،۱۶