
سره پړونې سره لمبه شول دې ښار کې
ډير خلک په وير اخته شول دې ښار کې
يو ارمـان مــــو د ژوند هــم پــوره نشــو
ټــول نيمګړي لــولپه شول دې ښار کې
دلته ځينــې په عيش نوش نــه مــــړيږي
خوبيا څوک له لوږې مړه شول دې ښارکــې
وو مـــو اميدونه د ژوند او ښکلې مينـــې
خواوريــې واخيست ايـره شــول دې ښارکـــې
همتـــه بس زه چــې ترينه لاړ شو نـــور
ځکه ډير ګران اوسيـــده شول دې ښار کې
هيواد همت
خوست
۲۲،۹،۲۰۰۸