اوس نه هغه صبر حوصله لرمه
نه هغه خوند د ژوند نه مزه لرمه
چي دی پريښومه يوازی نيمه لارکي
ګرانې له تا نه ډيره ګيله لرمه
مينه صفاخوند کوی او ژوندبيګناه
دا مرام او دغه عقيده لرمه
چي لاس ستادميني واخلي اي رقيبه
چل به کوم داسي اراده لرمه
راشه که دزړه ويني مې غواړی ګرانې
نوره زه همت به درته څه لرمه
۲۰۰۸،۱،۱
وروستي