اوس یې هر څه له توانه وتلي وه، لاسونه یې رپیدل ،د پښو
لاړزا يې هم په بدن خوره شوي وه، ساه ګانو هم نیولی وه،اوس نو یوازې د انتظار شیبو پکې هرې ساه ته روح وربښلو، دا چې ځان ورته ټول وران
ښکاریدو ، نو له هغه کتاره هم لیرې ځانته ګوښه ولاړ وه چې پکې نورو د تشريفاتو
لپاره ډول ډول سیګارونه کړي وه، لاسونه او جولی يې د ښایسته ګلانو له ګډیو ډکې وې تر
څو دا تشریفات د هغې له هیلو هم ورته اوچت
ترسره کړي.
دې ټول عمر انتظار شيبې یوې خواته خو دا څو لحظې انتظار
بلې خوا ته ، دغه ځای پده سم تنور ګرځیدلی وه، ځکه د هغه ګل پاڼې چې دده په لاس کې
وې یوه یوه یې له لاسونو په هوا تله ، دا چې دده په لاسونو کې هم هغه دم نه وه
پاتې چې دې یو څو شيبو لپاره یې دا پاڼې تم کړي ناچاره وه. خوارکي د ګل پاڼو ته په
سوالونو او زاریو پیل وکړ او ورته ویې ویل .
سوال درته کوم چې د يو څو شيبو لپاره را سره پاتې شی، تر
څو دا خو ورته وښیم چې ما ستا دې مینې په ډيره بې وسی کې هم پالنه کړي.
دا چې د ګل پاڼې يې له لاسونو په تلو کې وې، دومره یې
ورته وویل چې که مونږ پاتې هم شو خو هغه ستا په خوا نه راځي، هسې مونږ له خپل
کاروانه شاته مه پريږده، یوازې ته کافي يې چې پاتې يې.
ولې ده بیا هم په ډيره ناچاره او خواره ژبه خپل سوالونه او زاری تکرارولې چې خیر دی زما دې بې
وسی له پاره یوازې د څو شيبو لپاره پاتې شی.
د ګل پاڼو وویل چې ستا اوس هغه وخت رارسیدلی چې نور باید
خپله لوبه وبایلې، او نور ستا له وسه هیڅ ندي پوره، نو ددې په وجه مونږ نه غواړو
چې ستاسو سره پدې بایلونکي لوبه کې ځانونه شریک کړو.
ناڅاپه شور شولو، د ګلونو باران شولو، هغه ړنګه بنګه
خوله یې له خندا ډکه د هر پاڼې په سر قدمونه ایښودل او د نیول شویو تشریفاتو ډیره
خوښه ښکاریده چې له کتاره راووته . ناڅاپه یې په ده سترګې ولګیدې، او ورته تم
شوله.
ده له زګیرویو ډک سلام ورکړو، نور د شلیدلي امیل په شان
ړنک بنګ په ځمکه خور شوو.
دي چې کله دا حالت ولیدلو د افسوس کلمه یې له خولې ووته
او وویې ویل، ما ډير ظلم کړی او لویه ګناه مې کړي.زه دې یوې لویې سزا لایقه یم.
بیا یې ناڅاپه
وویل نا، له دې لویه سزا زما لپاره بله
نشته.
هیواد همت
وروستي