د افغانستان د اوبو حوزې
افغانستان د اوبو پنځه سترې حوزې او 36 فرعي حوزې (مرستندوی سيندونه) لري. پينځه سترې حوزې يې آمو سیند، هریرود-مرغاب سیند، هلمند سیند، کابل سیند او د کابل په شمال کې بهېدونکي سیندونه دي، چې د شمال حوزه هم بلل کېږي.[1]
د آمو سيند حوزه:
آمو حوزه د ارال بحيرې د سترې حوزې څانګه ده. پنج-آمو سيند د پامير له غرونو سرچينه اخلي او شاوخوا 227800 کيلومتره مربع سيمه تر پوښښ لاندې لري. دا سيند دوې اساسي شاخې لري. شمالي هغه يې د پامير سيند دی، چې د پامير غرونو له لوړې څوکې (زورکول) څخه سرچينه اخلي او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ مشترک دی. سوېلي شاخه يې واخان سيند دی، چې له چقمقتين جهيل څخه سرچينه اخلي. دا دواړه سيندونه د قلعه پنج په لوېديځ کې سره يو ځای کېږي او د پنج په نوم سيند جوړوي او تر علي خانوم پورې غځېږي. له کوکچې سيند سره له يو ځای کېدو وروسته آمو سيند جوړوي؛ شمال ختيځ لوري ته بهېږي او له خمآب څخه له تېرېدو وروسته په ازبکستان کې ارال بحيرې ته تويېږي.[2]آمو حوزه د مساحت، کلنيو اوبو اوسط مقدار، په دې حوزه کې مېشت نفوس او په کرنيز سکتور کې يې د ونډې له پلوه د افغانستان له پنځو سترو اوبيزو حوزو شمېرل کېږي. دغې حوزې په افغانستان کې د اوبو د ټولو حوزو 14 سلنه سيمه اشغال کړې ده. همدا راز د افغانستان 14 سلنه نفوس تر دې حوزې لاندې راځي او په هېواد کې د ټولې کرنيزې ځمکې 23 سلنه يې له دې حوزې خړوبېږي. د دغې حوزې د اوبو کلنۍ کچه 22 مليارد متر مکعب تخمين شوې ده.[3]
د تخمينونو له مخې، د پنج-آمو سيند حوزې په دښتو کې د ورښتونو کلنۍ کچه 336 ملي متره ده، چې د افغانستان د اوبو د نورو حوزو له کچې زياته ده. په افغانستان کې د آمو حوزې د اوبو اخيستلو سيمه 90693 کيلومتره مربع ده، چې د ټولې حوزې 27 سلنه اوبه ترې ترلاسه کېږي او له تاجکستان وروسته دويم هېواد دی چې دغې حوزې ته ډېرې اوبه ورکوي.[4]
دغه راز، دا سيند په سيمه کې تر ټولو اوږد سيند هم دی، چې ټول اوږدوالی يې 2540 کيلومترو ته رسېږي. 1250 کيلومتره يې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان په پوله کې بهېږي او په ارال بحيره کې پای ته رسېږي.[5] په اوسط ډول يې هر کال 5.1 مليارد متر مکعب اوبه ازبکستان ته بهېږي، 49.6 مليارد متر مکعب اوبه يې تاجکستان ته او 1.5 مليارد متر مکعب اوبه يې هم ترکمنستان ته بهېږي. کافرنهان، وخش او نور سيندونه يې مهم مرستيالان بلل کېږي؛ خو د افغانستان په خاوره کې دننه يې پنج، کندز او کوکچه مهم مرستيالان سيندونه دي.[6]
د کابل سيند حوزه:
کابل سيند د افغانستان يوازېنی هغه سيند دی، چې د اوبو د يوې سترې حوزې (د سند يا اېندوس سيند) شاخه ده او د هند تر اقيانوس پورې رسېږي. دا سيند د افغانستان په شمال ختيځ کې له لوېديځ څخه ختيځ لوري ته بهېږي او په پای کې د پاکستان له سند سيند سره يوځای کېږي. ټول اوږدوالی يې 700 کيلومتره دی، چې 560 کيلومتره يې په افغانستان کې بهېږي او پاتې د پاکستان په خاوره کې بهېږي. دا حوزه په افغانستان کې له 76908 کيلومتره مربع ځمکې يا د ټول مساحت له 12 سلنه برخې څخه اوبه اخلي او د مساحت له پلوه، له هلمند او آمو سيندونو وروسته د هېواد دريمه ستره اوبيزه حوزه بلل کېږي.په دې حوزه کې شاوخوا 11.6 مليونه تنه (د افغانستان 37 سلنه نفوس) ژوند کوي او له همدې کبله د تر ټولو ډېر نفوس لرونکې حوزه ده؛ ځکه د شمال په حوزه کې چې دويمه پرنفوسه حوزه ده، په هر کيلومتر مربع کې د نفوس تراکم 39 تنه دی؛ خو په دې حوزه کې بيا دا کچه 93 تنو ته رسېږي او دا چاره د کابل ښار او دغې حوزې د اوو نورو ولايتونو د شاملېدو له کبله ده.[7]
کابل سيند د پغمان د اوونۍ درې له لوېديزې برخې سرچينه اخلي او د کابل ښار په منځ کې تېرېږي. په بګرامي سيمه کې له لوګر سيند سره، په نغلو کې له پنجشېر سيند سره، د قرغيو په سوېل کې له الينګار سيند سره او په کامه کې له کونړ سيند سره يو ځای کېږي. د دغې حوزې د اوبو کلنۍ کچه 20.76 مليارد متر مکعب تخمين شوې او د هېواد 20 سلنه کرنيزه خاوره ترې خړوبېږي.[8]
کابل سيند له خپلو نورو شاخو سره، لکه لوګر، پنجشېر، غوربند، لغمان-علينګار او کونړ سيندونه، په افغانستان کې د شته اوبو د سرچينو شاوخوا 26 سلنه تشکيلوي او دا چې مليونونه افغانان له دغو سرچينو څخه د څښلو، روغتيا ساتنې، کرنې، د برېښنا توليد او صنعت لپاره ګټه اخلي، پاموړ اهميت لري. د دې حوزې مهمې سيمې، کابل ښار، جلالآباد، چاريکار، پل علم، مهترلام او اسعدآباد دي.
په دې حوزه کې د ورښت کلنۍ اوسط کچه، چې په 1957-1977 کلونو کې تحليل شوې وه، 330 ميلي متره وه؛ خو دا حوزه په ژمي کې د يخې هوا او ډېر ورښت لرونکې وي او په اوړي کې بيا ډېره ګرمه وي او د ورښتونو کچه پکې کمه وي. په اوړي کې د دغې حوزې اوبه د واورو له وېلې کېدو څخه لاسته راځي.[9]
د هلمند سيند حوزه:
هلمند سيند د افغانستان ستر او اوږد سيند دی، چې اوږدوالی يې 1150 کيلومترو ته رسېږي او د افغانستان په سوېل لوېديځ کې بهېږي.[10] د افغانستان د اوبو د ټولو حوزو 41 سلنه سيمه په دې حوزه کې راځي، د هېواد 31 سلنه کرنيزه ځمکه او 28 سلنه نفوس تر پوښښ لاندې لري او د افغانستان د اوبو د ټولو سرچينو 10 سلنه برخه جوړوي. د اوبو اخيستلو ټوله ساحه يې 262341 کيلومتره مربع ته رسېږي او په تخميني ډول هر کال 9.30 مليارد متر مکعب اوبه پکې بهېږي، چې په پراخه کچه د اوبو لګونې او برېښنا د توليد وړتيا لري.[11]د هلمند سيند د کابل په لوېديځ کې د بابا غرونو د سوېلي برخې له شېلو څخه په 4400 متره لوړوالي سرچينه اخلي[12] او له ختيځ څخه د لوېديځ په لور بهېږي. د ميدان وردګو ولايت له لوېديزې پولې څخه له تېرېدو وروسته د باميانو او اروزګان سوېلي برخو ته ننوځي. د دغه سيند يوه شېله له اوونۍ درې څخه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې راوتلې ده. د کجکي بند له تېرېدو وروسته نور هم پراخېږي او د برېښنا د توليد لپاره د اوبو د بندونو د جوړېدو مناسبې سيمې لري. په کمال خان سيمه کې د شمال لور ته مسير بدلوي او افغانستان-ايران پولې ته رسېږي. د پولې په اوږدو کې په دوو برخو وېشل کېږي. د سيستان شاخه يې کيڼ لوري ته ځي او ايران ته ننوځي او د نادعلي شاخه يې ښي لوري ته اوړي او له ايران سره لوېديزه پوله جوړوي.[13]
ارغنداب سيند يې تر ټولو مهم مرستيال سيند دی. نور مرستيال سيندونه يې هم ترنک، ادرسکن، ارغستان، فراه رود، خاشرود، سيستان-هلمند، سردې او غزني سيندونه دي، چې په ټول سوېل لوېديځ کې شاوخوا 140 زره کيلومتره سيمې خړوبوي.[14] د هلمند سيند په افغانستان او ايران کې پراخې ځمکې خړوبوي، چې په افغانستان کې يې 97 سلنه اوبه په کرنيز سکتور کې او په ايران کې يې 80 سلنه په کرنيز سکتور کې لګول کېږي.[15]
د هريرود-مرغاب سيند حوزه:
د هريرود-مرغاب حوزې دوه اساسي سيندونه هريرود او مرغاب سيندونه دي. دا سيند د بابا غرونو له لوېديزو څنډو سرچينه اخلي او له افغانستانه له وتلو وروسته ايران او بيا ترکمنستان ته بهېږي. دا سيند ختيځ لوري ته بهېږي او له هرات وروسته لومړی شمال لوېديځ او بيا شمال لوري ته تاوېږي؛ له اسلامقلعې څخه تر دهنه ذوالفقار پورې د افغانستان او ايران ترمنځ د پولې شمالي برخه جوړوي او وروسته بيا تر سورخس پورې د ايران او ترکمنستان ترمنځ د پولې سوېل ختيزه برخه جوړوي او په پای کې د ترکمنستان په قرقوم دښتنه کې پای ته رسېږي. په هرات کې سلما بند او دغه راز د ايران-ترکمنستان د دوستۍ بندونه پر همدغه سيند جوړ شوي دي.[16]مرغاب سيند که څه هم د تيربند ترکستان غرونو له لوېديزو څنډو او د سپين غره له شمالي څنډو سرچينه اخلي او تر ډېره شمال لوري ته بهېږي؛ خو له هريرود سيند سره یو ځای دواړه سيندونه د ترکمنستان د قرقروم دښتې قاسس سيمه کې ماري او تېجېن د اوبو لګونې کانالونو ته توييېږي.
په هريرود-مرغاب حوزه کې هر کال شاوخوا 3.06 مليارد متر مکعب اوبه بهېږي او د اوبو اخيستلو ساحه يې 77604 کيلومتر مربع ته رسېږي. دا سيند د افغانستان د اوبو د ټولو حوزو 12 سلنه، د هېواد د ټول نفوس 8 سلنه او د ټولې کرنيزې ځمکې 11 سلنه برخه تر پوښښ لاندې لري.[17]
د شمال حوزه:
دا د افغانستان د اوبو يوازېنۍ حوزه ده، چې اوبه يې له کوم بل هېواد سره شريکې نه دي او د هېواد د اوبو په ټولو حوزو کې هم تر ټولو کمه ونډه لري. د شمال حوزې سيندونه د هېواد د مرکزي غرنيو سيمو له لوړو غرونو سرچينه اخلي او په کلني ډول 1.88 مليارد متر مکعب اوبه لري. د اوبو اخيستلو ټوله ساحه يې 70901 کيلومتر مربع ده او د هېواد له ټول نفوس څخه 13 سلنه، د اوبو د ټولو حوزو 11 سلنه او د ټولې کرنيزې ځمکې 15 سلنه تر پوښښ لاندې لري.په دې حوزه کې بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب او سمنګان ولايتونه راځي. مرستيالان يې بلخاب، خلم، سرپل او شيرينتګاب سيندونه دي.[18]
جدول-3: د افغانستان د اوبو سترې حوزې او مرستيالان يې
شمېره |
د اوبو د حوزې نوم |
مساحت (سلنه) |
د اوبو کلنۍ کچه (مليارد متر مکعب) |
سيندونه |
1 |
آمو |
14 |
22 |
آمو/پامير، واخان، پنج، کندوز او کوکچه |
2 |
کابل |
12 |
20.76 |
پغمان، لوګر، پنجشېر، غوربند، الينګار، کونړ، ګومل، شمال |
3 |
هلمند |
41 |
9.30 |
هلمند، ارغنداب، ترنک، سردې او غزني، ارغستان، ادرسکن، فراه رود، خاشرود |
4 |
هريرود-مرغاب |
12 |
3.06 |
هريرود، مرغاب، کوشک او کاشان رود |
5 |
شمال |
12 |
1.88 |
بلخاب، سرپل، شيرين تګاب او خلم |
تصوير-1: د افغانستان د اوبو حوزې
[1] Journal of Water Studies, Afghanistan Transboundary Waters: Perspectives on International Law and Development, Page 127.
[2] ارال بحيره 1.7 مليون کيلومتر مربع ده، چې د افغانستان په ګډون په شپږو هېوادونو کې 100 مليونه تنه نفوس تر پوښښ لاندې لري؛ خو نژدې 64 سلنه يې يوازې په افغانستان او ترکمنستان کې ژوند کوي. داسې انګېرل کېږي، چې تر 2025 کال پورې به د دې حوزې نفوس 120 مليون تنو ته لوړ شي.
[3] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Page 3, 4.
[4] A Review of Current and Possible Future Relations in Amu River Basin, Published by Duran Research & Analysis, Oct 2017, Page 14-16.
[5] Ibid p 16.
[6] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Page 4
[7] A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Published by Duran Research & Analysis, Oct 2017, Page 15-16.
[8] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Page 6-8.
[9] Duran Research & Analysis, A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Oct 2017, Page 16
[10] Helmand River, Britannica, see: https://www.britannica.com/place/Helmand-River
[11] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Helmand River Basin, Page 9.
[12] Rivers Network, Environmental Challenges in Trans-Boundary Waters, Case Study: Hamoon Hirmand Wetland (Iran and Afghanistan), 9 July 2012, see:
http://www.riversnetwork.org/rbo/index.php/river-blogs/near-east/item/1498-environmental-challenges-in-trans-boundary-waters-case-study-hamoon-hirmand-wetland-iran-and-afghanistan
[13] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Helmand River Basin, Page 9.
[14] Helmand River Geography, see online: http://www.iranicaonline.org/articles/helmand-river-i
[15] FDI Future Directions International, The Politics of Water Security between Afghanistan and Iran, 1 March 2012, see the link bellow:
http://www.futuredirections.org.au/publication/the-politics-of-water-security-between-afghanistan-and-iran/
[16] Tehran Times, Iran-Afghanistan Agree on Transboundary Waters, June 27 2018, see online:
https://www.tehrantimes.com/news/424839/Iran-Afghanistan-agree-on-transboundary-waters-says-ambassador
[17] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Harirod-Murghab River Basin, Page 11-13.
[18] Ibid p 13-15.
_________________
د لیکوال په اړه: عبدالرشید نایل د کابل پوهنتون استاد او څېړونکی