د افغانستان اوبه او د ګاونډيانو اندېښنې- دويمه برخه

لومړی څپرکی عمومیات

د اوبو زياتېدونکې اړتيا او اهميت

د اوبو او ورښتونو د کچې کمښت او د اوبو له کبله په نړيواله کچه راټوکېدونکې ستونزې د روانې پېړۍ له پيله د بحث توده موضوع ده. په دې تړاو د نړيوال بانک د پخواني مرستيال، د 1995 کال وړاندوينه مشهوره ده، چې وايي: په 20مه پېړۍ کې ډېرې شخړې او جګړې د تېلو په اړه وې، خو د 21مې پېړۍ ډېرې جګړې به پر اوبو وي.[1]
 
د نړيوال بانک د څېړنو له مخې، اوسمهال د نړۍ 80 هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخ دي او 2.8 مليارده خلک په هغو سيمو کې ژوند کوي، چې په لوړه کچه د اوبو د کمښت له فشار سره مخ دي. داسې تمه کېږي، چې دا کچه به تر 2030 کال پورې 3.9 مليارده تنو (د نړۍ نژدې نيمايي نفوس) ته ورسېږي.[2]
 
د ملګرو ملتونو د وړاندوينې له مخې، د 21مې پېړۍ تر نيمايي پورې به د ځمکې د اوبو د ضايع کېدو او ککړېدو له کبله ښايي د ټولې نړۍ 70 سلنه وګړي (شاوخوا 7 مليارده تنه) د خوږو اوبو له کموالي سره مخ شي. همدا لامل دی، چې ورځ تر بلې د اوبو اړتيا او اهميت زياتېږي او افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې دی، چې د اوبو له کمښت سره مخ دي. د اوبو کمښت په ځانګړې توګه زموږ پر هېواد په لاندې برخو کې اغېزې ښندلې او په هېواد کې يې د اوبو اړتيا او اهميت لا ډېر لوړ کړي دي:
 
الف: د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې په داسې حال کې چې اقليمي بدلونونو او د ورښتونو د کچې کمښت په نړيواله کچه ګڼ شمېر سيمې ځپلې دي، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼې نړيوالې ادارې او پاليسي جوړوونکي په دې اند دي، چې په نړۍ کې به راتلونکې ډېری شخړې پر اوبو وي او هر څومره چې د اوبو کچه کمېږي، همدومره يې له کبله شخړې او کشمکشونه هم زياتېږي. افغانستان هم له يوې خوا د وچکالۍ ځپلو هېوادونو په کتار کې راځي او له بلې خوا عملا له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو پر سر اختلافات لري. همدا لامل دی، چې په افغانستان کې د ايران او پاکستان د لاسوهنو يو لامل ګډې اوبه بلل کېږي او دغه هېوادونه هڅه کوي، چې افغانستان د دغو اوبو د مديريت مجال پيدا نه کړي. په دې تړاو ايران تر جدي شکونو او نيوکو لاندې دی، چې د افغانستان په خاوره کې د بندونو د جوړولو پر پروژو مخفيانه بريدونه کوي او د دغو پروژو د ځنډولو هڅې کوي. کمال خان، بخش‌آباد او سلما هغه بندونه دي، چې د پروژو د تخريب او کار درولو په موخه يې پر ايران د لاسوهنو او مخفيانه بريدونو له کبله نيوکې شته دي.[3] دغه راز د 2018 کال په مې مياشت کې د فراه ولايت پر مرکز د دولت د وسله‌والو مخالفينو له بريد وروسته د افغانستان د دفاع وزير دا جګړه د اوبو جګړه وبلله.[4] په همدې توګه پر پاکستان هم ورته نيوکې او تورونه شته دي او په ځانګړې توګه تر کابل سيند لاندې سيمو کې د جوړېدونکو بندونو (د بېلګې په توګه پر کونړ سيند جوړېدونکی بند) پر پروژو پاکستان پر مخفيانه تخريبي بريدونو او يا په دغسې بريدونو کې پر لاس لرلو تورن دی.[5] اصلا ايران او پاکستان په دې اند دي، چې په افغانستان کې د بندونو له جوړېدو سره د دوی ګټې له ګواښ سره مخ کېږي؛ ځکه په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د اوږدو بې‌ثباتيو له کبله د افغانستان اوبه دغو هېوادونو ته په وړيا ډول ورغلې دي.
 
ب: کرنيز سکتور او اقتصادي وضعيت د کرنې سکتور نېغ په نېغه د اوبو له وضعيت سره تړلی دی، چې 95 سلنه اوبه پکې مصرفېږي او اوسمهال دا سکتور د ټول هېواد په کچه د اوبو له کمښت سره مخ دی. په 1970 کال کې په افغانستان کې 3.3 مليون هکتاره ځمکه خړوبېدله؛ خو دا کچه په 2008 کال کې 1.8 مليون هکتاره کرنيزې ځمکې ته راټيټه شوې وه. له دې جملې 10 سلنه يې له عصري لارو چارو په ګټې اخيستنې سره خړوبېږي او د ژورو څاه‌ګانو په څېر په دوديزو تګلارو تکيه کېږي، چې د اوبو د کچې په کموالي کې رول لري. له اوبو څخه د اغېزناکې ګټې اخيستنې په موخه د اوبو د مديريت او پراختيا په سيستمونو او ميکانيزمونو کې د پانګونې نشتون يوه له هغو ننګونو ده، چې په دې برخه کې د ستونزو د زياتېدو لامل شوې ده.[6]
 
د کرنې سکتور د افغانانو د اقتصاد 78 سلنه برخه جوړوي او شاوخوا 84 سلنه اوبه هم د ځمکو د خړوبولو لپاره کارول کېږي، چې په دې برخه کې پر بنسټيزو منابعو، لکه کارېزونو تمرکز، پام‌وړ پايله لرلې ده. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د اوبو لګونې سرچينې له سيندونو 84.6 سلنه، له ابشارونو 7.9 سلنه او له کاريزونو 7.5 سلنه دي. دا وېشنه د دې ښودنه کوي، چې له بده مرغه په افغانستان کې د کارېزونو سيستم ته ډېره پاملرنه نه ده شوې. په داسې حال کې چې کارېزونه نه يوازې دا چې د اوبو د زېرمه کولو بلکې د نورو اغېزناکو موخو لپاره هم کارول کېږي.[7]
 
د افغانستان 77 سلنه نفوس په کليو او بانډو کې ژوند کوي، چې کرنه او مالداري يې د ورځني ژوند د لګښتونو او اقتصاد عمده برخه جوړوي. د افغانستان د ټول نفوس 59 سلنه وګړي په دې برخه کې مشغول دي او له همدې کبله د کرنې سکتور ونډه په ناخالصو داخلي توليداتو کې هم 30 سلنه ده. په دې توګه اوبه د دې سيمې لپاره په اقتصادي وده، سياسي ثبات او غذايي امنيت کې خورا مهم رول لري.[8]
 
د دې ترڅنګ، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه د برېښنا واردولو ته اړ دی او شاوخوا 80 سلنه برېښنا له ايران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي او هر کال مليونونه ډالره پرې لګوي. افغانستان دا مهال د 240 مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لري، چې له اوبو څخه د 23 زره ميګاواټه برېښنا د توليد د وړتيا ايله يو سلنه جوړوي او دا وضعيت د صنعت پر سکتور او اقتصادي وده نېغ په نېغه اغېزه لري.[9] ځکه نو د اوبو د تنظيم لپاره د کافي زېربناوو نشتون د هېواد د اقتصادي او بشري ودې پر وړتيا هم ناوړه اغېزې ښندلې دي. په داسې حال کې چې د اسيا د پرمختيايي بانک د شمېرو له مخې نژدې 40 سلنه افغانان عملا د بېوزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي[10] او د نړيوال بانک شمېرې ښيي، چې د بې‌کارۍ کچه هم خورا لوړه ده.[11]
 
ج: د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی دا مهال يوه ستره ننګونه پاکو اوبو ته نه لاسرسی دی. په افغانستان کې تر ځمکې لاندې اوبو سرچينې په لوړه کچه تر فشار لاندې دي او تر نيمايي زياتې اوبه د پمپونو په مرسته را ايستل کېږي، چې له دغو سرچينو تر ټولو ډېره استفاده په کابل ښار کې ده. په وروستيو کلونو کې د کډوالو زياتېدونکی شمېر او د نفوس چټکه پراختيا د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او په پراخه کچه د اوبو د څاه‌ګانو د وچېدو لامل شوې ده. د يوې ازموينې له مخې په 40 کلونو (1965-2005) کې د دې سيمې اوبه 6 تر 7 متره پورې ښکته تللې وې. د اوبو د کچې د ټيټوالي ترڅنګ د اوبو د کيفيت په تړاو هم جدي اندېښنې شته دي او په دغه ښار کې تر ځمکې لاندې اوبه په پراخه کچه ککړې شوې دي. تر 86 سلنه زيات خلک يوازې يو ساده د ککړو اوبو څاه لري، چې په معياري ډول نه پاکېږي او له کبله يې يو شمېر مرکبات لکه نايترت، سلفېټ او ځينې باکټرياوې لږ ژورو اوبو ته رسېږي.[12]
 
د ځينو نړيوالو ادارو د راپورونو له مخې، د پلازمېنې په ګډون د ټول هېواد په کچه د څښاک پاکې اوبه له يوې خوا په پراخه کچه کمې شوې دي او له بلې خوا په معياري توګه نه کارېږي او د څښاک د پاکو اوبو ستونزې د روغتيا پر سکتور هم خورا منفي سيوری غوړولی دی.[13] ځينې څېړني ښيي، چې که د پلازمېنې اوبو ته پام ونه شي، يوه لسيزه وروسته به په کابل کې د څښاک پاکې اوبه نه موندل کېږي.
 
د اوبو کچه او وروستۍ وچکالۍ په افغانستان کې د ورښتونو کلنۍ کچه متفاوته ده، چې تر ټولو ډېره يې په شمال ختيزو سيمو کې او کمه يې په سوېلي سيمو کې، په وچو او دښتو لرونکو برخو کې ده. په سوېل کې د ورښت کچه هر کال له 100 تر 300 ملي‌مترو پورې رسېږي او په لوېديزو سيمو کې له 200 تر 400 ملي‌مترو پورې تخمينېږي. اوسط کلنۍ کچه يې 77 ميلي‌متره په زرنج کې او 1170 ملي‌متره په سالنګ کې تخمين شوې ده او د ټول افغانستان په کچه بيا هر کال د ورښت کچه 285 ملي‌متره اټکل شوې ده.[14] په اوسط ډول هر کال په افغانستان کې د 165000 مليون متر مکعب ورښت په پايله کې 57000 مليون متر مکعب د ځمکې پر مخ بهېدونکې اوبه توليدېږي، چې في نفر کچه يې په کال کې 2280 تر 2775 متر مکعب پورې تخمين شوې ده.[15]
 
په نورمالو کلونو کې د افغانستان ټولې کلنۍ اوبه 75 ميليارد متر مکعبه اټکل شوې دي، چې 57 مليارد متر مکعب يې د ځمکې د سطحې او 18 مليارده متر مکعب يې د ځمکې لاندې سرچينو اوبه دي. داسې تخمينونه شته دي، چې د افغانستان له ګډو اوبو څخه 40 مليارد متر مکعب يې ګاونډيو هېوادونو ته ځي او افغانستان په ټوليز ډول له خپلو ټولو سطحي او تر ځمکې لاندې اوبو څخه يوازې شاوخوا 25 سلنه (20 مليارد متر مکعب) يې خپله مصرفوي او پاتې 75 سلنه يې ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي (جدول-2).[16] که څه هم، د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، افغانستان له خپلو ټولو 75 مليارد متر مکعب اوبو څخه يوازې 30 سلنه يې خپله کاروي او پاتې 70 سلنه ګاونډيو هېوادونو ته ځي.[17]
 
د وروستيو کلونو وچکاليو د افغانستان د اوبو کچه هم پام‌وړ کمه کړې ده. د افغان چارواکو په وينا، د افغانستان د پنځو حوزو اوبه په ټوليز ډول 14 سلنه کمې شوې دي او د ټولو 57 مليارد متر مکعب سطحي اوبو کچه، اوس 49 مليارد متر مکعب ته راښکته شوې ده.[18] د وروستيو کلونو د وچکاليو له کبله، په ډېرو سيمو کې د ورښتونو کچه شاوخوا 60 سلنه راکمه شوې ده او له کبله يې زيات شمېر خلک کډواليو ته هم اړ شوي دي.[19] په افغانستان کې د اوبو کمښت بېلابېل لاملونه لري. د نفوس زياتوالی، د اوبو د سرچينو ناسم او بې‌ځايه مصرف او کمزوری مديريت، تر ځمکې لاندې اوبو کمېدل او ککړوالی او اقليمي بدلونونه يې مهم لاملونه دي. دا فشار تر ټولو ډېر د کابل سيند په حوزه کې احساسېږي، چې کابل ښار ته اوبه ورکوي او په ټوليز ډول د افغانستان 35 سلنه يا 8 مليونه نفوس د دې حوزې اوبه کاروي. د دغې کچې 4.5 مليونه يې يوازې په کابل ښار کې ژوند کوي او داسې اټکلونه شته دي، چې دا شمېر به تر 2050 کال پورې 8 مليونه ته ورسېږي. په دې توګه کابل ښار د نفوس له پلوه د نړۍ پنځم پراخېدونکی ښار او د اوبو له پلوه تر ټولو ډېر فشار لرونکی ښار دی.[20]
 
د ځينو څېړنو له مخې، يوازې د پلازمېنې اوبه په تېرو لسو کالو کې 15 متره ښکته تللې دي، چې په ځينو سيمو کې يې بيا دا کچه ان تر 40 مترونو پورې هم رسېږي. د کابل ښار په لوېديځ کې په يوه مشخص مورد کې، يو 30 متره ژور څاه، کابو اته کاله وړاندې اوبه لرلې او وروسته وچ شوی؛ خو اوس په 2018 کال کې بيا په همغه ځای کې 70 متره ژور څاه يو ځل بيا وچ شوی، چې له اته کاله وړاندې سره 40 متره توپير لري.[21]
 
د اوبو د کچې ټيټوالی او ترې راټوکېدونکې ستونزې داسې مهال دي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د معلوماتو (2014) له مخې، په بېرونيو سرچينو پورې د افغانستان د اوبو د تړاو نسبت 28.7 سلنه دی، چې دا نسبت د بېلګې په توګه په پاکستان کې 77.7 سلنه دی او افغانستان له هغو هېوادونو دی، چې په پراخه کچه د اوبو سرچينې لري.[22] د دې ترڅنګ، افغانستان د سطحي اوبو د زېرمه کولو ښه پوتنشيل لري؛ خو له بده مرغه د اوږدو جګړو او بې‌ثباتيو له کبله دا مهال د اوبو د ذخيره کولو ډېره کمه وړتيا لري او په دې برخه کې د اوبو د زېرمه کولو لومړنۍ تګلارې بيارغونې ته اړتيا لري او ترڅنګ يې له پرمختللې ټکنالوژۍ په ګټې اخيستنې سره د سترو زېرمو د رامنځته کولو او سترو او پرمختللو ذخيروي بندونو د پراختيا جدي اړتيا ليدل کېږي. له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اوبو د زېرمه کولو د وړتيا پرتلنه په لاندې جدول کې وګورئ.
 
جدول-1: د اوبو د زېرمه کولو د وړتيا پرتلنه
هېواد/سيمه
د اوبو د زېرمه کولو وړتيا (متر مکعب) في نفر
د امريکا متحده ايالات
6000
چين
2200
نړۍ
963
ايران
379
اسيا
353
پاکستان
150
افغانستان
140
ماخذ: UNDP (2011)
جدول-2: د افغانستان د ټولو اوبو تخميني انډول (مليارد متر مکعب)
د اوبو سرچينه
د اوبو د سرچينې وړتيا
د افغانستان له‌خوا يې کارونه
د اوبو ناکارول شوې سرچينې
د ځمکې د سطحې اوبه
57
17
40
تر ځمکې لاندې اوبه
18
3
15
ټولې
75
20
55
ماخذ: د افغانستان د اوبو اطلس (2004)
  [1] Global Water Forum, Water wars, maybe, but who is the enemy?, 10 April 2013, see online:
http://www.globalwaterforum.org/2013/04/10/water-wars-maybe-but-who-is-the-enemy/
Also: UNESCO, There is no evidence of coming ‘water wars’: http://www.unesco.org/new/en/natural-sciences/resources/periodical/a-world-of-science/vol-11-n-1/in-focus-water-cooperation/water-wars/
[2] Erik Rasmussen, Prepare for the Next Conflict: Water Wars, 12 Jun 2011, see online:
https://www.huffingtonpost.com/erik-rasmussen/water-wars_b_844101.html
[3] Thomas, Vincent and others. Developing transboundary water resources: What perspectives for cooperation between Afghanistan, Iran and Pakistan?. Published by AREU. 2016. P 46.
And:
Environment News Service. Iran Accused of Trying to Halt Afghanistan's Salma Dam. 16 Feb 2010, see online:
http://www.ens-newswire.com/ens/feb2010/2010-02-16-01.html
[4] Pajhwok, War in Farah is on water management, says Bahrami, 20 May 2018, see the link bellow:
https://www.pajhwok.com/en/2018/05/20/war-farah-water-management-says-bahrami
[5] Price, Gareth et al. Attitudes to Water in South Asia. Chatham House. June 2014. P 42.
[6] Duran Research & Analysis. (2015). Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview. Water Sector and Water Resource Development, Page 1-3.
[7] Danish, Mir Sayed Shah and others, Journal of Water Studies, Volume 1, Issue 1, 2017, “Water Resources and Hydropower Energy for a Long-Run Sustainability”, Page 130-131.
[8] A Review of Current and Possible Future Relations in Amu River Basin, Published by Duran Research & Analysis, Oct 2017, Page 1.
[9] Ibid Page 21.
[10] Asian Development Bank, Poverty in Afghanistan, 2018, see the link bellow:
https://www.adb.org/countries/afghanistan/poverty
[11] The World Bank In Afghanistan:
http://www.worldbank.org/en/country/afghanistan/overview
[12] A Review of Current and Possible Future Relations in Kabul River Basin, Published by Duran Research & Analysis, Oct 2017, Page 16-17.
[13] UNHCR, Afghan Returnees and the Safe Drinking Water Problem, see: http://www.unhcr.org/430b06782.pdf
[14] Journal of Afghanistan Water Studies, Volume 1, Issue 1, 2017, Water Resources and Hydropower Energy for a Long-Run Sustainability, Page 124.
[15] Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, 2015, Page  1.
[16] Karim Popal. Water resources management in Afghanistan. Payam-aftab. 30 Nov 2011, see online: http://bit.ly/WrminAF
[17] Ministry of Energy and Power, quoted in Afghanistan’s Water Resources in Need of sound Management, Nabila Horakhsh, Daily 8AM, 20 Aug 2014, see online:
https://8am.af/x8am/1393/05/29/environment-afghanistan-water/
[18] The water of five river basins of Afghanistan has dropped 14% in Dari, 25 March 2018, see the link bellow:
http://www.1tvnews.af/fa/news/afghanistan/33841-2018-03-25-11-11-05
[19] Tehran Times, Iran-Afghanistan Agree on Transboundary Waters, June 27 2018, see online:
https://www.tehrantimes.com/news/424839/Iran-Afghanistan-agree-on-transboundary-waters-says-ambassador
[20] Reliefweb, Blue Gold: The quest for household water in Kabul city, 30 Aug 2018, see online:
https://reliefweb.int/report/afghanistan/blue-gold-quest-household-water-kabul-city
[21] د کابل له یوه ښاري سره د ليکوال مرکه. د سپټمبر لومړۍ 2018.
[22] Duran Research & Analysis. (2015) Afghanistan’s Trans-Boundary Waters: An Overview, Page 1.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 
د لیکوال په اړه: عبدالرشید نایل د کابل پوهنتون استاد او څېړونکی