د افغانستان اوبه او د ګاونډيانو اندېښنې - لومړۍ برخه

لنډيز د افغانستان اوبه په پنځو حوزو وېشل شوې دي، چې څلور هغه يې فرامرزي يا له نورو هېوادونو سره ګډې حوزې دي. افغانستان تراوسه يوازې د هلمند سيند په حوزه کې له ايران سره د 1973 کال د اوبو د وېش تړون لري، چې له بده مرغه د دغه تړون شتون هم له ايران سره د اوبو د وېش شخړه په بشپړ ډول نه ده هواره کړې او له کبله يې دغه هېواد وخت ناوخت پر افغانستان بېلابېل ډوله فشارونه واردوي. له همدې کبله د ايران په ګډون په څلور واړه حوزو کې له شريکو هېوادونو سره د ګډو اوبو اړوند ستونزو د هواري جدي اړتيا ليدل کېږي. افغانستان د اوبو د کابو ټولو ګډو حوزو په پاسنۍ برخه کې پروت دی، چې له کبله يې د لاندې برخې هېوادونه د دغو اوبو په تړاو خپلې اندېښنې لري؛ دا چې له ګاونډيو هېوادونو سره پر ګډو اوبو شته ستونزو څه اغېزې لرلې، د ګاونډيانو اندېښنې څه دي او دا اندېښنې څومره پر ځای دي، هغه پوښتنې دي چې په دې مقاله کې د افغانستان د اوبو د عمومي وضعيت او له نورو هېوادونو سره د ګډو اوبو د وضعيت د روښانه کولو ترڅنګ يې د ځوابولو هڅه شوې ده. د دغو پوښتنو د ځوابولو لپاره له شته اسنادو او باوري څېړنو او دغه راز ځينو مرکو څخه کار اخيستل شوی. په ټوليز ډول، دا څېړنه ښيي چې له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د ستونزو يو مهم لامل شته بې‌باورۍ، کمزورې همغږي او د ګډو اوبو د کچې په اړه د کره او دقيقو موادو او معلوماتو نشتون دی او له همدې کبله په ځينو مواردو کې د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې هم تر ډېره پر ځای نه دي؛ خو بيا هم له ګاونډيانو سره د ګډو اوبو اړوند شخړو شتون د اوبو پر سکتور خورا منفي اغېزې لرلې او په ځانګړې توګه په دې سکتور کې د نړيوالو ډونرانو د پانګونو مخه يې ډب کړې ده.
کيلي: د افغانستان اوبه، د افغانستان د اوبو حوزې، له نورو هېوادونو سره ګډې اوبه، د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې
 
سريزه افغانستان د هغو هېوادونو په کتار دی، چې له نورو هېوادونو سره ګډې اوبه لري او د نړۍ له 263 فرامرزي يا له نورو هېوادونو سره د ګډو سيندونو څلور هغه يې په افغانستان کې دي.[1] افغانستان د سيمې په داسې نقطه کې پروت دی، چې د ګډو اوبو د حوزو کابو ټولې سرچينې هم په هېواد کې دننه دي او وروسته ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي. يوازې د کابل حوزې يوه برخه د پاکستان له چترال څخه سرچينه اخلي. همدا لامل دی، چې له نژدې ټولو ګاونډيانو سره د اوبو د وېش ستونزه هم لري. له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د وېش ستونزو، له نورو هېوادونو سره پر دوه‌اړخيزو اړيکو، په تېره بيا له دوو ګاونډيانو (ايران او پاکستان) سره ژورې اغېزې ښندلې دي.
 
له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د وېش پر موضوع ستونزې داسې مهال دي، چې د بېلابېلو لاملونو له کبله په هېواد کې دننه د اوبو اړتيا او اهميت ورځ تر بلې زياتېږي. له يوې خوا افغانستان د اوبو له پراخو سرچينو سره سره، د سياسي او امنيتي بې‌ثباتيو له کبله له خپلو اوبو څخه پوره ګټه نه ده اخيستې؛ او له بلې خوا په نړيواله کچه د اقليمي بدلونونو له کبله افغانستان هم د وچکالۍ ځپلو هېوادونو په کتار کې دی او دغه وچکالۍ کال په کال زياتېږي. د وروستيو کلونو وچکاليو په ټول هېواد کې د ورښتونو او په پايله کې يې د ځمکې د سطحې د اوبو پر کچه خورا منفي اغېزې کړې دي. دغو وچکاليو د هېواد نژدې نيمايي نفوس په تر 20 ډېرو ولايتونو کې ځپلی او له کبله يې په ډېرو سيمو کې خلک کډوالۍ ته هم اړ شوي دي.[2]
 
د هېواد خراب اقتصادي وضعيت او د دغه وضعيت په ښه کولو کې د اوبو خورا مهم رول هغه قضيه ده، چې په وروستيو کلونو کې يې د اوبو د مديريت او له ګاونډيو هېوادونو سره د وېش د مسئلې اهميت لوړ کړی دی. افغانستان دا مهال يوازې د برېښنا پر واردولو هر کال مليونونه ډالره ګاونډيو هېوادونو ته ورکوي او کابو 81 سلنه د اړتيا وړ برېښنا له ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي.[3] د افغانستان د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې، يوازې له 2007 کال څخه تر 2015 کال پورې نژدې يو مليارد ډالره په وارداتي برېښنا لګول شوي دي. په داسې حال کې چې په هېواد کې دننه د اوبو د سم مديريت په صورت کې د اوبو له بندونو څخه د 23 زره مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا شته ده.[4]
 
په افغانستان کې د اوبو د مديريت شديدې اړتيا ته په کتلو سره، د ملي يووالي حکومت له راتګ وروسته او په تېره د ولسمشر اشرف غني له‌خوا دغې قضيې ته د تېر په پرتله يو څه زياته پاملرنه وشوه. د اوبو د کچې د ټيټوالي ترڅنګ، همدا لامل هم دی، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو شخړو او ناندريو او د اوبو د منصفانه وېش قضيې زور واخيست.
 
اوسمهال د اوبو پر قضيه تر ټولو ډېرې ناندرۍ د ايران او افغانستان ترمنځ روانې دي. د ايران ولسمشر د 2017 کال د جولای په 3مه، په ايران کې له ګرد او غبار سره د مبارزې/چاپېريال ساتنې په يوه نړيوال کنفرانس کې، چې د 24 هېوادونو د استازو په ګډون جوړ شوی و، په صراحت سره وويل، چې په افغانستان کې د اوبو د زياتو بندونو د جوړولو پر وړاندې بې‌تفاوته نه شي پاتې کېدای. د ده په وينا، «په افغانستان کې کجکي، کمال خان، سلما او نور بندونه د ايران پر خراسان، سيستان او بلوچستان ولايتونو منفي اغېزې ښندي او د دغو منفي اغېزو په اړه چوپ نه شو پاتې کېدای».[5] له دغو څرګندونو څو ورځې وړاندې په هرات کې د سلما بند لس تنه کاريګر د ناڅرګندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي وو، چې طالبانو هم پکې لاس لرل رد کړي وو.[6]  د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم د 2018 کال په مې مياشت کې وويل: «که د هلمند د اوبو په تړاو خبرې پايله ونه لري، هېواد به يې په دې اړه متقابل اقدام او سختګيري وکړي».[7] له دغو څرګندونو څخه موده وروسته يو ځل بيا نوموړي ورته خبره وکړه او ګواښ يې وکړ، چې د هلمند سيند د اوبو د حق ترلاسه کولو لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.[8]  کوم څه چې د افغان حکومت توند غبرګون يې هم له ځان سره درلود. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ايران د دغه دريځ په غبرګون کې وويل، چې دا د افغانستان ملي مسئله ده او څوک حق نه لري، چې په دې تړاو څرګندونې وکړي. دغه راز ولسمشر غني د ايراني چارواکو له دغو څرګندونو وروسته په يوه کنفرانس کې ټينګار وکړ، چې ګاونډيان بايد په افغانستان کې د اوبو له مديريت څخه اندېښنه ونه لري، ځکه د اوبو د مديريت د نشتون په صورت کې د اوبو منصفانه وېش هم ناشونی دی.[9]
 
داسې انګېرنې شته دي، چې له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو پر سر شخړې به په راتلونکو کلونو کې لا ډېر زور واخلي، ځکه له يوې خوا په افغانستان او سيمه کې وچکالي په زياتېدو ده، د اوبو کچه کمه شوې او د کمېدو په لور روانه ده؛ او له بلې خوا د اوبو د کچې د ټيټوالي له کبله هم په افغانستان کې د اوبو مديريت ته پاملرنه زياته شوې او هم په ګاونډيو هېوادونو کې د افغانستان کمېدونکو اوبو پام ځان ته اړولی دی. همدا لامل دی، چې د اوبو د مديريت په تړاو د ملي يووالي حکومت د اوسنيو پلانونو او پرمختګونو پر وړاندې د ګاونډيانو غبرګون هم په زياتېدو دی. د دې ترڅنګ، په لويه کچه هم د اوبو پر سر اختلافات په سيمه‌ييزه او نړيواله کچه مخ په زياتېدو دي.
 
دا چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره د ګډو اوبو په تړاو څه اندېښنې لري؟ د دوی دغه اندېښنې د شته قوانينو او توافقاتو له مخې څومره پر ځای دي؟ او له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د شخړو اغېزې څه دي؟ هغه پوښتنې دي، چې په دې مقاله کې هڅه کوو د افغانستان د اوبو د اوسني او احتمالي راتلونکي وضعيت د روښانه کولو ترڅنګ يې ځواب کړو.
 
د دغې څېړنيزې هڅې لپاره مو د افغانستان د اوبو او په تېره بيا له ګاونډيو هېوادونو سره د شريکو اوبو اړوند له حکومتي او غير حکومتي معتبرو اسنادو او لومړي لاس موادو استفاده کړې ده. د ځينو کورنيو او نړيوالو ادارو معتبر ژورنالونه او څېړنې او له ګاونډيو هېوادونو سره د اوبو د وېش په تړاو شته مواد مو هم مطالعه کړي دي. د دې ترڅنګ مو د يو شمېر مرکو له لارې په لاسته راغلو موادو هم تکيه کړې ده. که څه هم په ټوليز ډول له کره او باوري اسنادو او موادو کار اخيستل شوی؛ خو بيا هم د ځينو پېښو د کره‌والي لپاره مو د ځينو خبري وېب‌پاڼو مطالب هم کارولي دي. د دغې څېړنيزې هڅې موخه، په ټوله کې د افغانستان د اوبو او په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د شريکو اوبو په تړاو د پاليسيو څېړنه ده، ترڅو يې په پايله کې روښانه شي چې په دې برخه کې د پاليسيو کرښه څه ډول وټاکل شي.
 
مقاله په څلورو برخو وېشل شوې ده. له سريزې وروسته په لومړۍ برخه کې د افغانستان د اوبو پر اوسني او راتلونکي احتمالي وضعيت او په هېواد کې دننه د اوبو پر زياتېدونکې اړتيا او اهميت رڼا اچول شوې او د افغانستان د اوبو پنځه‌ګونې حوزې تشرېح شوې دي. په دويمه برخه کې بيا له ايران سره د ګډو اوبو په تړاو شته ستونزې او د دغه هېواد اندېښنې څېړل شوې دي. په دريمه برخه کې هم له پاکستان سره پر ګډو اوبو او په اړه يې شته ستونزو بحث شوی. په څلورمه برخه کې د افغانستان له شمالي ګاونډيانو سره د ګډو اوبو پر قضيه رڼا اچول شوې او په وروستۍ برخه کې بيا پايلې او وړانديزونو ته ځای ورکړل شوی دی.
 
  [1] UN WATER, Trans-boundary Waters, see it online:
http://www.unwater.org/water-facts/transboundary-waters/ 
[2] UNOCHA, Drought grips large parts of Afghanistan, 06 Jun, 2018, see Online:
https://www.unocha.org/story/drought-grips-large-parts-afghanistan
[3] Amin, Mohsin. An Institutional Analysis of the Power Sector in Afghanistan – Barriers to Achiving Universal Access to Electricity. Oregon State University (US). March 13, 2017.
[4] CSRS, Afghanistan in the Last One and a Half-Decade (Research and Analytical Report). 2017. P 272-276.
[5] Iranian President Hassan Rouhani’s Speech in Persian, 3 July, 2017, see online:
http://www.president.ir/fa/99653
[6] Radio Free Europe, Insurgents Kill 10 Security Forces In Attack At Salma Dam In Afghanistan, June 25, 2017, see online:
https://www.rferl.org/a/afghanistan-herat-province-salma-dam-taliban-attack/28577779.html
[7] Did Press, Controversy Between Kabul-Tehran over Water/ Zarif Threatens with Mutual action, May 7, 2018:
https://didpress.com/en/?p=6978
[8] For further information see the link below, 27 Aug, 2018: http://www.bbc.com/persian/iran-45322752
[9] See online: https://pa.azadiradio.com/a/28351283.html
 
ـــــــــــــــــــ
د لیکوال په اړه: عبدالرشید نایل د کابل پوهنتون استاد او څېړونکی