مور مې راته ګرانه ده، خپل سر ترې قربانوم؛ خو مخامخ ورته نۀ وایم چې مورې! ای مورې ته راته ګرانه یې/ تۀ مې زړۀ یې.
پۀ سر یې چې درد شي، وایم ای کاش! دا درد مې مور پرېږي او زۀ دې پرې اخته شم؛ خو دا جورت نۀ کوم چې خوا ته یې ورشم ډاډ ورکړم او د څو دقیقو لپاره یې سر کېمنډم/ چاپي یې کړم.
څوک مې دومره خوښ دي چې د تېلفون، کمپیوټر او ان د فېسبوک پاسورډ مې د هغۀ/ هغې د نوم توري دي؛ خو د مخامخ ویلو هڅه نۀ کوم، چې ورته ووایم زۀ لۀ تاسره بې انتحا مینه لرم؛ هغه هم پۀ دې خاطر چې خلک به څۀ وایي، دا به لاسپوسي نۀ وي... او داسې نور؟
زړۀ مې کېږي چې خور ته مې بنګړي، مېخکي او جامې لۀ ښار راوړم؛ خو چې څو قدمه واخلم بیا لۀ ځان سره وایم دا ښځینه کارونه دي، زما یې پې څۀ.
خوښ یم چې ورور مې راسره پۀ مجلس کې یوځای و اوسي، وخاندو او یو بل ته د زړۀ درد ووایو؛ خو پۀ دې خاطر خپلې خوښنې غوښتنې خاورې کوم چې ورور او ملګری توپیر لري.
غواړم چې خپل د ورور/ مور/ پلار/ خپلوانو د مړینې غم هېر کړم او رنګینې جامې واغوندم؛ خو پۀ دې خاطر بې رنګه او شلېدلې جامې اغوندم چې خلک به بیا وایي چې پلانکي/ پلانکۍ خپل عزیز دومره زر هېر کړو او خوشحاله خاندي، توبه توبه!
زړۀ مې کېږي چې خپلې کورنۍ ته د خپلې مینې پۀ هلکه ووایم؛ خو پۀ دې هېرېږي چې دا کړنه د پښتني دود خلاف خبره ده.
زړۀ مې ډېر غواړي چې کورنۍ غړو ته داسې څۀ ووایم چې ګټور او د خوښۍ لامل شي؛ خو پۀ دې خاطر پر زړۀ لویه تیږه ږدم چې کوچنی یم او دوی به وایي چې دا لوېشتینک وګوره او دا خبرې واوره.
- د زړۀ پۀ رنځ رنځور یم؛ خو تا نۀ خبروم.
- ته رایاد/ رایاده یې؛ خو نوم دې پۀ جار نۀ اخلم.
- زما د شاعرۍ ټول ساده او پېچلي رمزونه یوازې ستا پۀ خاطر دي؛ خو خلکو ته سل نورې پلمې لټوم.
- ستر شاعر، ادیب، روانپوه او مسلکي ویاند یم؛ خو بیا هم ناهیله یم.
- تقریبأ پۀ مړي حساب یم؛ خو تل وایم چې بېخي ښۀ یم د اندېښنې خبره نۀ ده.
- کۀ څۀ هم پۀ څلور ويشت ساعتونو کې د څو محدودو ثانیو لپاره د زړۀ لۀ تل خاندم؛ خو نور پاتې ساعتونو خندا مې ځان سره یوازې ناروا ده.
- سترګې مې تا ته دي؛ خو غږ پۀ بل کوم.
- یاران راته تل د بې وعدې او نا ژمن ملګري پۀ نوم غږ کوي، کۀ څۀ هم زۀ غمونو تر مرۍ راګیر کړی یم؛ خو بیا هم د سپیناوي لپاره هېڅ نۀ وایم او چورتي کېږم.
- ښۀ د خندا مجلس دی؛ خو بیا هم خندلی نۀ شم.
- پۀ جنت مئین یم؛ خو جنتي خلک وژنم.
- رنګین رنګونه مې بې سارې خوښ دي؛ خو تل پیکه ګرځم.
- د وخت پۀ ارزښت سل پانې لیکنه کولی شم؛ خو خپل وختونه مې عبث تېروم.
- د بنګړیو شور مې خوښ دی؛ خو د ډزو غږ ته لومړیتوب ورکوم.
- سترګې مې سرې دي؛ خو دلیل یې ماته هم مالوم نۀ دی.
- دا مې څوم کال دی چې پۀ تا مئین یم؛ خو بیا مې هم (خو) خبره خرابه کړې ده.
خو، خو، خو او بیا هم خو؛ دا د خو کلمه چې لۀ دوې حرفونو جوړه شوې ده؛ موږ ورسره ډېر ظلم او تېری کړی دی، چېرته چې یې اړتیا وي نۀ کارؤ؛ خو چېرې چې زموږ د ژوند رنګونه سره ګډ وډوي، پۀ غوښتنو مو سرې لمبې بلوي، هیلې مو ړنګوي، شل کاله مو تر شا پرېږي؛ پۀ داسې وخت کې یې کارؤ او پخپل لاس خپله مرۍ زندۍ کؤ.
سیاف زاخېلوال
وروستي