ازموینه او سترس ( رواني ګډ وډي)

دا جوته خبره ده چې ازموینه پۀ عادي او تحصیلي ژوند کې ډېره اړینه ده؛  که چېرې ازموینه نۀ وای موږ به څنګ پوهېدلي وای، چې موږ پۀ خپل هدف کې بریالي یو او کۀ نه.
موخنه خبره مې دا کوله چې پۀ پوهنتونونو/ مکتبونو کې دوه ډله زدکړیالان/ زده کوونکي وي. یو هغه ډله دي چې د پوهنتون/ مکتب درسونه هره ورځ زده کوي او مخکې لۀ ازموینو ورته چمتو وي او یواځې او یواځې د امتحان پر ورځ خپل درسونه بیا ځلي مطالعه کوي چې دا ډله خلک نۀ یواځې دا چې بریالی امتحان ورکوي؛ ان لۀ رواني ګډ وډیو هم بې غمه وي. بله ډله هغه زدکړیالان/ زده کوونکي چې د امتحان پۀ ورځو و شپو کې درس وایي او پۀ ځان فکري او فزیکي ظلم کوي، دوی بیا نو د لومړۍ ډلې پۀ توپیره، ډېر زورېږي، د وخت کمښت لۀ امله پۀ ځان ډېر تېری کوي او د خپل لۀ ذهني او فزیکي توان نه ډېره مطالعه کوي.

خو؛  بیا هم د اندېښې کولو خبره نشته، که وغواړئ چې بریالی او بې رواني او فزیکي ګډ وډیو ازموینې ولرئ؛  دا څو خبرې پلي کړی.

- د مطالعې لپاره مهالوېش جوړ کړئ؛ یانې ځانګړي وختونو ورته وټاکئ.

- خپل خوراک و څښکاک ته پوره - پوره پاملرنه کوئ؛  کۀ چېرې تاسې د ازموینو لۀ وېرې خپل خوراک پۀ وخت نۀ کوئ؛ د ناروغېدو ډېره شونتیا شته چې پۀ هغه وخت کې به نۀ د دین شئ او نۀ د سادین.

- ټوله ورځ هم مطالعه مۀ کوئ؛  د ورځې پۀ لړ کې نیم/ یو سات پۀ چکر هم وځئ، کوم ځای، کومه لوبه او څیز مو چې خوښيږي وخت وکړئ او هېڅ بده نۀ ده چې پۀ شین چمن کې قدم ووهئ او ګلانو ترڅنګ وخت تېر کړئ؛  ځکه چې انسان ښکلی او پر ښکلا بې پرې مئین دی او دا کړنې به ستاسې روان و مغز ته لا ځواک وبښي.

 - پۀ یو وار/ یو وخت کې د دې کوښښ مۀ کوئ، چې موخن کتاب تر پایه مطالعه او زده کړئ؛ دا هېڅ امکان نۀ لري چې د یو کس مغز دې بې لۀ تفریح او ارامتیا پۀ یو وار یو سل مخیز کتاب زده کړي. د وخت او خپل ذهني اخیستنې پۀ توان د کتاب پاڼې ووشئ او یو ځانګړي وخت کې چې څومره مطالعه کولای شئ، هومره یې مطالعه و  زده کړئ. 

- د ازموینو پۀ ورځو و شپو کې هغه نادودې، هغه فلمونه، هغه سندرې، هغه انځورونه... او هغه ترې بدې و ترېخې خاطرې ذهن ته مۀ راولئ/ مۀ یې ګورئ چې تاسې روانانآ غمجنوئ او دفاعي سیستم ته مو لکه مکروب راټولېږي؛  ځکه چې یوه بده خبره/ یو بد څیز ستاسې پر ذهن فشار راولي او غمجنوي مو؛  بیا نو نۀ شئ کولای چې یو څۀ پۀ سمه توکه زده کړئ.

- د ازموینو پۀ ورځو شپو کې د نورو وختونو پر خلاف انرژي لروونکي خوراک زیات کړئ، مثلاً: د سهر چای لپاره شات و شیدې، د غرمنۍ لپاره تازه سبزي او شپې لپاره هم داسې خوراک وکړئ چې یواځې د ګېډې مړولو لپاره نۀ وي بالکې ستاسې وجود کې پر انرژۍ بدل شي، لۀ لنډه یې ووایم د ازموینو پۀ ورځو و شپو کې د خوراک لپاره خرڅه وکړئ.

- او تر تولو اړینه بیا دا بولم چې د مطالعې لپاره ارام او ښۀ چاپ

ېریال غوره کړئ؛ دا ځای وي، چې ستاسې د روان ورسره جوړه وي.