راشه پۀ تندي مې لاس کېږده، د تبې حرارت مې وګوره، د وروستي ځل لپاره مې د زړۀ درزا حس کړه؛ کېدای شي چې درک مې کړې او بېرته ستون/ ستنه نۀ شې.
زنګ را ووهه؛ څو ثانیې غږ مۀ وکاږه، زما د څو ځلي هلو، هلو ویلو وروسته راته ووایه چې لېونیه/ لېونۍ څنګه یې، ډېر درپسې خپۀ شوی/ شوې یم، تا رېښتیا ویل چې بې لۀ تا زما ژوند شونی دی؛ خو د کړاونو سره.
پۀ مسنجر زنګ را ووهه، پۀ ایمو کې زړۀ والا ایموجي راته پرېږده، پۀ واټسپ کې غږیز پیغام راولېږه، پۀ فیسبوک کې دې پوست ماسره ټګ (tag) کړه، پۀ تیلفون کې دې یواځې زما شمېره د خوښې (favorite) پۀ لېست کې کړه او زما د زړۀ یوټیوب چینل د تل لپاره سبسکرایب کړه، ځکه چې پۀ هر ماحول او هر حالت کې یواځې تا غواړم او تاسره ستا سیوری هم زغملی نۀ شم.
کۀ غږ دې بې سوره وي، مرۍ دې ناسته هم وي؛ زما د لېوني/ لېونۍ ذوق لپاره څو لنډۍ پۀ جار زمزمه کړه.
پوهېږم چې ځیره یي رنګ (زما خو ځیره یي رنګ خوښ دی، تاسو چې کوم رنګ خوښ وي، همغه تصور کړئ) دې نۀ خوښیږي؛ خو زما پۀ خاطر د لاس ساعت، جامې، لاس بند او پړونی دې ځیره یې رنګ وټاکه او لکه د هندي فلمونو رومانتیکې صحنې پۀ څېر لۀ خوا مې تېره شه چې د زړۀ قیدي مرغۀ مې پۀ الوت راشي.
ما ته څو دقیقې پۀ ډکه خولۀ خندا وکړه، خدای ( ج) دې پۀ دې خاطر کېدای جنتي کړي.
دوه سوه او دېرش (۲۳۰) انځورونه سلفي راسره واخله، پۀ کمپیوتر، هارد ډیسک، څو میموري ګانو... او بل تیلفون کې دې کاپي پېست کړه، دا ځکه چې هر وخت خپل الکترونیکي وسایل چالانوې، یواځې زموږ دا انځورونه دې پکې ډېر وي او کۀ د پښتني دود لۀ شره خلاصون دې موندلی وي؛ نو بده خو نۀ ده او ښه خو بېخي ښه ده چې د فروفایل انځور دې زما او ستا انځور وټاکې.
وروستي