په پخوانیو وختونو کې به کروندګرو یواځې د ځان او کورنۍ لپاره خوراکي توکي تولیدول، چې د نفوسو په زیاتوالي سره دغه چاره نوره هم پیاوړې شوه یانې هغه تکیه چې به د ښتو او ځنګلونو په بوټو او ونو کیده کمه شوه نو له امله یې وګړو زیاته توجه هغه کرنې ته واړوله چې وګړو په خپلو لاسونو د نباتاتو تخمونه او تکثري اعضاوې راټولولې او تر خپل کنټرول لاندې یې روزلې تر څو وکولای شي زیات او د پام وړ حاصلات په لاس راوړي، خو دا چې نفوس ورځ په ورځ زیاتیدل او د نورو (فتري کارونه، سوداګریز کارونه، صنعت ته مخ اړول، ساحتماني کارونه) چارو د تر سره کولو لپاره د کرنې څخه لرې شول او صنعت د بډاینې او نورو پرمختیایي چارو لپاره په چارو بوخت شول، نو بیا دا مسؤلیت هم د هغه وګړو په غاړه شو، چې د دوی لپاره هم خوراکي او صنعتي اومه توکي برابر کړي، په دې وخت کې د بازار مفهوم منځته راغي او د دې اړتیا د زیاتوالي لپاره دغه چاره نوره هم پیاوړې شوه، چې په اوسني وخت کې هر کروندګر د خپلو کورنیو لګښتونو د پوره کولو لپاره هڅه کوي تر څو هغه کرنیز توکي وکري چې په هیواد او د هیواد څخه د باندې مارکیټ یا بازار ولري، دغه کرنه د کرنیزو توکو تولیدول د بازار یا مارکیټ لپاره په پام کې نيسي، د دې کرنې زیات تعریفونه شته خو Govereh دغه کرنه بیا دا ډول تعریف کړې:
Agribusiness (سوداګریزه کرنه) د کرنیزو توکو هغه برخه چې په بازار کې یې پير او پلور ترسره کېږي بلل کېږي یا په لرې پرتو سیمو کې د مارکیټونو لپاره د ځانګړو نباتاتو کرنه چې په زیات مقدار سره وي سودا ګریزه کرنه بلل کېږي.
د دې څېړونکي په اساس د کرنې سوداګریز کېدو موخه په کور کې د کرنیزو محصولاتو د لګښت د حالت څخه په بازار کې د دې محصولاتو پلورلو حالت ته بدلون ته وايي، د کوچینیو بزګرانو کرنه سوداګریزه کېدنه د ګزاروي کرنې څخه د تجارتي کرنې حالت ته لوړیدو ته وايي، سوداګریز کېدل په ټولیزه توګه نغدي عوایدو او د پيسو په ډېروالي باندې تاکید کوي، خو سوداګریز کېدنه دلته یوازې د پيسو او عوایدو په زیاتوالي نه راڅرخي، بلکې نورې ډېرې خواوې هم لري لکه: د وګړو روزنه، خوراکي اړتیاوې، د صنعت لپاره اومه توکي او نورې خواوې په پام کې نیسي.
سوداګریزه کرنه دې ته نه وايي، چې موږ د غلو دانو او نورو خوراکي بوټو څخه صنعتي او با ارزښته نباتاتو ته واړوو، موږ کولای شو د کرنې سوداګریزه کیدنه منځته راوړو په لنډه توګه ویلای شو سوداګریز کیدنه دا مانا چې د هغه محصولاتو کچه زیاته شي کوم چې په مارکیټ کې پلورل کېږي او د هغه چا د خوراکي توکو کمښت پوره کوي کوم چې په کرنه کې بوخت نه دي او د ژوند د نورو چارو په برخه کې بوخت دي؛ سوداګریزه کرنه د ځانګړي اقتصاد یوه برخه ده، کوم چې بېلابېل کرنیز توکي تولیدوي، پراسس کوي او پراختیا ورکوي خوراکي توکو ته او مالي منابع بډای کېدنه په پام کې لري.
نوټ: کرنیزه سوداګري په کرنه تاکید کوي د یوه لوی او پراخه تجارته په بڼه؛ نه دا چې یواځې او یواځې د خپلې وړې کورنۍ لپاره تولیدات ولرو!
د سوداګریزې کرنې تاریخچه
که موږ د دې کرنې تاریخي سیر ته ځير شو پخوا به هم کرنیز توکي پلورل کېدل، د زیږښت څخه ۵۰۰۰ کاله پخوا مصریانو غلې دانې او نور کرنیز توکي لرې پرتو سیمو ته د پلور لپاره لیږل، یونانیان هم د کرنیزو توکو د پلورلو سره بلد ول خو د سوداګریزې کرنې (Agribusiness) اصطلاح لومړي ځل لپاره په په 1957 ز کال کې د Goldberg and Davis. له خوا منځته راغله، چې کرنیزه سودا ګري په خپل مفهوم کې (کرنیزکیمیاوي توکي، نباتي نسل اخېستنه، د کرنیزو توکو تولید (کرنه او د کرنې قراردادونه)، د نوو تجربو او وسایلو خپرول، کرنیزه ماشینري، پروسس کول او د تخمونو تهیه کول بازار او خرڅلاو ته) څرګندوي، د (Govereh, 1999) په اساس، د کرنيز توليد هغه برخه چې په بازار کې یې پلور ترسره شي سوداګريزه کرنه بلل کيږي، چې دغه کرنه د ۱۹۸۰ ز کال څخه تر ۱۹۹۰ ز کال پورې شهرت پیدا کړ.
د سوداګریزې کرنې ځانګړتیاوې
د کرنې هغه پړاو دی، چې دودیزه کرنه په سوداګریزه کرنه بدلوي او د عصري ټکنالوژۍ د کارولو لپاره شرایط چمتو کوي، په دې ډول کرنه کې ډېر بدلونونه منځته راځي چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کېږي:
1. کروندګر د نوي ټکنالوژۍ په کارولو پوهیږي.
2. د کرنې په برخه کې باید دولتي او نادولتي موسسې شتون ولري.
3. په کرنې کې مناسبه ټکنالوژۍ ته اړتیاوي.
4. په کرونده کې برسیره پردې چې غلې دانې کرل کېږي، مېوې، سابه او طبي بوټي (زعفران، زیتون او نور) وکرل شي.
5. د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره په زیاتو بېلابېلو پروژو ټینګار کېږي لکه: د کبانو، چرګانو، غواګانو، شاتو مچیو فارمونه
6. کروندګر هڅول کېږي ترڅو په کوپراتفونو کې برخه واخلي.
7. دا ډول کرنه هغه وخت اغیزمنه وي، چې په هیواد کې دننه او بانديني مارکېټونه شتون ولري.
8. د دا ډول کرنې د پراختیا او پلي کېدلو لپاره اړینه وي، چې سړکونو، بریښنا، روغتیا، ښوونه او روزنه، امنیت ته پام وشي او للمي ځمکې د اوبو لاندې شي، څړځایونه پراخه او شته ورغول شي.
9. د مارکیټ، ترویج، کوپراتیف خدمتونه منځته راشي
10. په دا ډول کرنه کې عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه پورته کېږي لکه: د کرنې د نوو او ګټورو لارو چارو څخه ګټه پورته شي، نوي او عصري ماشینونه وکارول شي او له اصلاح شوو ورایټیو ګټه پورته شي.
11. د دا ډول کړنې د پیاوړتیا لپاره مهمه ده، چې د کرنې بانکونه جوړ شي، ترڅو کروندګرو ته قرضيې ورکړي.
12. په سوداګریزه کرنه کې باید د ۵۰ سلنه څخه زیات تولیدات د مارکیټ لپاره وي.
13. د کرنې لپاره د هیواد د للمي او ابي ټولو ځمکو څخه اعظمي ګټه پورته شي، ترڅو وکولای شي د هیواد دننه وګړو د خوراک او صنعت لپاره اړین توکي تهیه کړي او د نورو د احتیاج یې وژغوري.
د ټولنې په پراختیا کې د سوداګریزې کرنې رول
1. وګړو لپاره خوراکي لومړني توکي برابروي.
2. کلیوالي اقتصاد ته پراختیا ورکوي.
3. په ټولنه کې بېکاري له منځه وړي.
4. امنیت راولي سوکاله او ارامه ژوند زیږوي.
5. مخدره توکي کنټرولوي.
6. د کلیوالو وګړو د بوختیا سبب کېږي، چې له امله یې جنګ، جدل او ناامني له منځه ځي.
7. فقر له منځه ځي.
8. د کلیوالو وګړو د نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پيسې پیدا کېږي.
د دودیزې کرنې بدلون سوداګریزې کرنې ته!
افغانستان یو کرنيز هېواد دی چې ناامني، د نفوسو چټکه وده، وچ او نیمه وچ اقليم (کم او نا انډوله اورښت)، په کرنه کې کم ګټورتوب، په وچه کې ايسار او بحر ته نه لاسرسی او غربت یې مشهور صفتونه دي؛ خو په تېرو څو کلونو کې یې د کرنې په برخه کې يو څه پرمختګ هم کړی دی. د نورو ډېرو پرمختيايي هېوادونو په څېر افغانستان هم د کرنې په برخه کې د خپل اعظمي ظرفيت حد ته نه دی رسېدلی، د تېرو درې، څلور لسيزو جنګونو له امله په دې برخه کې له نورو پرمختيايي هېوادو هم وروسته پاتې دی.
د افغانستان د کر وړ ځمکې کولی شي، چې اتيا مليونه نفوسو ته غذا او نور توکي برابر کړي، خو اوس، د دېرش مليونه نفوسو لپاره مونږ مجبور يو کرنيز توکي وارد کړو. ځکه نو، اړينه ده، چې د کرنې سکتور ته د پائيداره سوداګريز کېدو په بنسټ چټک پرمختګ ورکړو، تر څو غربت له منځه ولاړ شي او په ټوله کې مو هېواد پرمختګ وکړي.
دولت او نورې پراختيايي ادارې بايد د بدلون په پروسه کې، د مختلفو ستراتیژیو د طرح کولو تر څنګ پر دې ډېر تاکيد وکړي چې کوچني بزګران او سوداګريزه کرهنه د بازار په سيستم کې سره مدغم شوي او کوچني بزګران د بازار د سېستم څخه پوره پوره ګټه اخلي. د بازارموندنې د چلند په پوهېدلو، د بازار د چینلونو کارول او د بازار د هرې ډلې د ونډې اخستنې یقيني کولو ته د تبادلې سیستم په ټولو سطحو کې اړتيا ده تر څو د مناسبې تکنالوژۍ، پالیسۍ او ستراتیژیو ډيزاين او پلي کول اسانه شي. چې دا کار به په پای کې مونږ پر دې يقيني کړي چې سوداګريز کېدو ته د بدلون پروسه په ښه ډول پر مخ ځي. د سوداګريز کېدو په بهير کې د دولت، غېر انتفاعي پراختيايي مؤسسو او نورو ادارو ونډې څه دي؟ څنګه بايد دولت سوداګريز کېدو ته د اوښتنې په بهير کې ونډه واخلي او څه بايد ترسره کړي؟ دلته د کوچنيو بزګرانو په سوداګريز کېدو د هغه عواملو په تشخيصولو تاَکيد شوی، چې د کورنيو عوايد او حالت، د اجناسو تقاضا او عرضه، د محصول او توليد عواملو قيمتونه او د راکړې ورکړې مصارف او هغه خطرات چې بزګران ورسره په توليد او بازار موندنه کې مخ وي تاثير لري. له همدې امله متحولين د دوی د خاصيتونو لکه: د کورنۍ خصوصيات، د تکنالوژۍ خصوصيات او تطبيق، چاپيريالي او نورو فکتورونو په بنسټ په اتو ډولونو طبقه بندي شوي دي. د دې لپاره چې د کوچنيو بزګران په ژوند کې بهبود رامنځته شي، کوچني بزګران او د صنعت سکتور بايد څه ترسره کړي؟ د دې پوښتنې ځواب: دې حالت ته رسېدل په لومړۍ مرحله کې په ټولیز ډول د صنعت د سکتور په مرسته د کرنې سکتور په تجارتي کولو شونی دی؛ خو په ځانګړي ډول د کوچنيو بزګرانو په تجارتي کولو او دا ځواب پخوانيو څېړنو او واقعيتونو ته په کتو ترلاسه کولی شو، دا چې د هېواد کرنه په ګزاروي کرنه مشهوره ده، د بدلون لپاره مو عمده دنده، ښو او ګټورو مارکيټونو ته د بزګرانو لاسرسی تشکيلوي، چې دا کار د اوسني غير مؤثره سيستم په تجارتي سيستم باندې بدلولو په وسېله ترلاسه کېدای شي.
د لېکوال په اړه:
مسلک شناس محمداغا ډاډمن
ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ استاد
وروستي