د ژوند چاپیریال او جنګونه

روان بې مفهومه جنګونه نه یواځې زموږ سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه ویجاړوي، بلکې له امله یې په ميلونونو بې ګڼا وګړي اړ کيږي، چې د جنګ له ځای څخه د خپل ځان او کورنۍ د ژغورنې لپاره مهاجر  شي او بل ځای کې هستوګن شي، دغه مهاجر شوي  وګړي خپل کورونه، د کاروبار ځایونه او ځمکې پریږدي چې د وخت په تیریدو سره یې کورونه ورانیږي، کاروبارونه یې خرابیږي، ځمکې په جبو او دښتو بدلیږي، چې دا هم د چاپیریال یو ډول ناوړه بڼه یا شکل دی، چې د وګړو په بې ځایه کېدو سره دې حالت ته اوړي.

 د دې په خوا کې د هېواد هغه ځنګلونه چې د وحشي حیواناتو او مرغانو ډک وي، په جنګونو کې د چاودیدونکو توکو د کارولو له امله تښتي، چې د خوړو د نه شتون، یا په لارو کې د تکالیفو او سختیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د جنګونو وړاندې د افغانستان په ځنګلونو کې ۱۲۰ ډوله وحشي حیوانات او ۵۰۰ نوعه الوتونکي مو جود و، چې د هېواد ځنګلونو او اېکو سیستم ته یې ښکلا ورکړې وه، خو نن ورځ د دوی ډیر زیات ډولونه نشته، چې د دوی مړینه او تېښته د تیرو څلویښت کلونو دوامداره جنګونو له امله دي.

بله دا د چاپیریال ساتنې په برخه کې د یوه هېواد دولتي نظام اړین او مهم دی چې وخت په وخت د ځنګلونو او څړځایونو د احداث او احیاء په برخه کې کار وکړي او پلانونه عملي کړي، ترڅو د هېواد هغه غرونه چې په بله برخه کې ورڅخه ګټه نه اخېستل کېږي، په ځنګلونو بدل کړي، دښتې په څړځایونو بدلې شي.

داچې د جنګونو له امله دولتي نظامونه نړیږي، د نظام د نه شتون په اساس غرونه او دښتې شاړې پاتې کېږي او شته طبعي ورشوګانې او ځنګلونه هم دنه پاملرنې او د لرګیو د قاچاقبرانو په وسېله تخریب او له منځه ځي، چې له امله یې د طبعت ښکلا، د اکسیجن جوړیدل، د کاربن ډای اکساید جذبیدل ټکني کیږي او د غږونو انتشار، د بادونو زیاتوالی د بارانونو نه شتون منځته راځي، چې دغه حالت نه یواځې د یوه ملک په چاپیریال ناوړه تاثیرات لري؛ بلکې د نړۍ د ژوند چاپیریال لپاره هم بدې او له خطره ډکې پایلې لرلای شي.

افغانستان د روانو جنګونو.ناوړه پایلې:
په روانو جنګونو کې تر دوه مېلونه زیاتو افغانانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ او په زرګونو کونډې او یتیمان یې ترشا پریښي چې د نفقې پیدا کولو له امله اوس د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې په سوال بوخت دي.

1 .د یو میلون څخه زیات وګړي د دې جنګونو له امله معلول ( بې لاسو او بې پښو)شول، چې هر کال د هېواد د بدېجې څخه دوی ته په مېلونونو افغانۍ په وړیا ډول ورکول کېږي، که روغ ول، نو د نفقې پیدا کولو په خاطر به یې خپله کارونه کول، دیوه خوانه به د دولت دغه بدیجه د بیارغونې په برخه کې مصرف شوې وای، او د بله پلوه به د دوی اندامونه چې الهي نعمت دی، نه و له منځه تللي.

2 .د جنګونو له امله د هېواد څلورنیم مېلونو څخه زیات وګړي په نورو هېوادونو کې مهاجر دي، او هلته د ژوند شپې او ورځې سبا کوي. ویل کېږي چې ځوانان د هېواد انرژي وي، خو دغه انرژي زموږ په نورو هېوادونو کې د نورو د ګټو او لاسته ر اوړنو لپاره مصرفیږي.

3 .نه یواځې دا چې جنګونه د هېواد تاسیسات، ودانۍ، سرکونه ویجاړوي، بلکې هغه لګښتونه چې په جنګونو کېږي ملیاردونو ډالرو ته رسیږي، کوم چې دا څو لسیزې په هېواد کې جریان لري.

4 .د روانو جنګونو له امله د هېواد طبعي ورشوګانې له منځه تللي او نږدې ۶۰ سلنه ځنګلونه مو ویجاړ او تخریب شوي.

5 .د جنګونو له امله زموږ اداري، اقتصادي او تعلیمي نظامونه خرابه شوي، چې په داتیرو شلو کلونو کې د خارجیانو او د هېواد د ځنې بااحساسه مسؤلو اشخاصو د هڅو او کړنو له امله یې هغه څلویشت کلن پخوانی ځای بېرته نه دې لاسته راوړی.

6 .په روانو جنګونو کې د مخدره توکو کرکیله زیاته شوې او د روږدو وګړو شمیر یې له درې مېلونو څخه اوښتی. په ډیر تاسف سره به ووایم چې دا مهال موږ د تمدن او کمپیوټر په عصر کې ژوند کوو او په دې عصر کې انسانانو ډیر انکشافاتو او ابتکاراتو ته لاس رسی پیدا کړی دی او د ژوند ډیرې برخې یې موډرنې او عصري ټکنالوژۍ نېولې دي، هر څه کمپیوټري شويدي، تخنیکي امکانات یې دومره پیاوړي شوي چې کولای شي پرته له انسان د کمپیوټري وسایلو او د GpS په وسیله په فابریکو، ادارو او کروندو کې کار تر سره کړي، دوی په زیاتره کمپنیو کې د ربوټونو په وسیله کار کوي، دا ټول د دوی هغه هڅې دي چې نن یې نړۍ دې حد ته رسولې په دې مانا دوی  د نړۍ دمنابعو څخه د خپل ژوند لپاره په اعظمي ټوګه کار اخېستی، ژوند ته یې ښکلا ورکړې، ژوند یې د تکالفو ژغورلی.

موږ ته هم په کار ده، چې پورته ټولو مسایلو ته په پام چې له امله یې موږ په ویره، فقر، جنګ، بدبختیو کې د خټو په کورونو کې اوسیږو، فکر وکړو، نور خپل هېواد د جنګ څخه راوباسو، خپل نړیوال حیثیت بېرته اعاده کړو، په کار ده چې لاندې موضوعات په پام کې ونېسو!

1 .په هېواد کې د ملي پخلاینې او سولې لپاره پراخې هلې ځلې وشي.
2 .په هېواد کې پاک، کارپوه، تعلیم یافته او ځواکمن حکومت رامنځته شي.
3 .ګاونډیو هیوادونو سره په سوله کې ژوند کولو ته زمینه برابره شي.
4 .په هېواد کې سیاسي ستونزو ته مناسبې حل لارې ولټول شي.
5 .په هېواد کې د قانون حاکمیت ته جدي توجه وشي.
6 .په هېواد کې اجتماعي عدالت تامین شي.

په هېواد کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار وشي. د بیا رغونې په برخه کې، دښتې په کرنیزو ځمکو بدلې شي، په کور کې د کور د منابعو څخه په ګټه اخېستنې بریښنا جوړه شي.

که موږ په پورته مسایلو کې د بریا لاره خپله کړو نو د یوه اړخه به شته بدبختۍ له منځه یوړل شي او د بله اړخه به په نړیواله ټولنه کې خپل پخوانی حیثیت په لاس راوړو او په ټوله کې به مو نړیوال د ژوند چاپیریال ته کار کړی وي.
 
د لېکوال په اړه: 
                      مسلک شناس محمداغا ډاډمن
          د ننګرهار کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټیټوټ استاد