د نکریزو صنعت (Industry of Henna)

د هېواد په ټولو مارکیټونو کې نکریزې شته او زیات اخېستونکي لري، دا ځکه چې د نکریزو کارول، د ډیره پخوا څخه په هېواد کې کرل کېږي او خلک یې کاروي، د نکریزو څخه نه یواځې دا چې په ودونو او ښادیو کې کار اخېستل کېږي، بلکې په عامه ژوند کې یې هم خلک زیات کاروي، نکریزې په لاسونو، پښو او ويښتانو ږدي، د نکریزو مېلې کوي نو له همدې امله د هېواد په بازارونو کې نکریزې شته، څوک یې کاروبار ترسره کوي، څوک یې د ځاني استعمال لپاره د بازاره رانیسي او څوک یې بیا په ودونو او ښادیو کې د دې په خاطر چې خلکو ته یې په ډالیو کې ورکړي اخلي.
 
نو دا چې په اوسني وخت کې نکریزې یو لوی کاروبار جوړ شوی، تاسې وګورې د نړۍ په هر ځای کې نکریزې په بازارونو کې پیدا کېږي، او خلک یې د بېلابېلو مقاصدو په موخه کاروي او ګټه ورڅخه اخلي.
 
نکریزې نه یواځې دا چې د افغانستان په ځينې ولایاتو لکه: ننګرهار او لغمان کې په محدوده بڼه کارول کېږي، بلکه په نوره نړۍ په ځانګړي توګه په  مراکش ، هندوستان ، مدیترانیه، مینځنی ختیځ ، سویلي چین ، افریقا او سویل ختیځ آسیا په شمول 60 هیوادونو کې کرل کېږي او د صنعت یوه برخه یې تشکیل کړې، د نکریزو د کرلو او حاصل ټولولو وروسته نکریزې د خاصو او ځانګړو ماشینونو په وسېله ټکول کېږي، چې بیا یې دغه پوډر د تیلو او اوبو سره تر یوځای کېدو وروسته د ماشینونو په وسیله په فابریکه کې اغږل کېږي او په مخصوصو پیکونو کې بندیږي.
 
اغږل شوې نکریزې
مخکې مو هم یادونه وکړه، چې نکریزې مخکې له دې چې مارکیټ ته د پلور په موخه یوړل شي، د ځانګړو فابریکو او ماشینونو په وسیله پراسس کېږي، البته په په وچ ډول د پوډرو او خمیرې په بڼه پیکونو کې بسته کېږي، چې دا پیکونه د کارولو او استعمال اسانتیا هم له ځانه سره لري، دا پېکونه د داسې ټيوب په بڼه وي چې په څوکه کې نری شوي وې؛ ترڅه په لاسونو او پښو د نقشونو د جوړولو لپاره اسانتیا رامنځته کړي او ځنې یې بیا په چینايي لوښو او پلاستکونو کې د خمیرې په بڼه پیک شوي وي، خو د خرابیدو وخت یې په لیبل لیکل شوی وي، چې د ټاکلې مودې وروسته یې کارول زیانمن کېدای شي.
 
د نکریزو پوډر
د فابریکو او ماشین الاتو په وسېله د نکریزو تیار شوي پوډر او یا هم فابریکو ته لواړې نکریزې وړل کېږي، چې هلته یې له ټکولو وروسته مارکیټ، مشتریانو، او په بېلابېلو ملکونو کې د خلکو اقتصادي وضیعت او کلتور ته په پام کې نېولو سره پیک کېږي او بیا دغه پیکونه تر اخېستلو وروسته خلک د اوبو او تیلو سره لمدوي او کاروي یې.
 
د نکریزو تیل
د نکریزو تیل د زیاتو ګټو په موخه په عادي ژوند او طبابت کې کارول کېږي، چې دا هم ځانګړي صنعت ته اړتیا لري، چې په وسېله یې د نکریزو څخه تیل په لاس راوړي او بیا یې په بېلابېلو وړو او لویو پیکونو کې بسته کوي او مارکیټ ته یې د خرڅلاو لپاره وړي.
 
د نکریزو رنګونه
په همدې توګه که موږ د نکریزو په اړه خپلو خبرو او څېړنو ته دوام ورکړو د نکریزو کارولو ځایونه ډیر زیات دي او بېلابېل  شکلونه او بڼې لري، چې د نړۍ د صنعت یوه پراخه برخه یې تشکیل کړې ده، نه دا چې نکریزو څخه د نکریزو هغه ډولونه او بڼې لاسته راځي چې د لاسونو او ویښتانو د رنګولو او غوړولو لپاره کارول کېږي، بلکه د رنګونو په لاسته راوړلو کې هم ورڅخه ګټه پورته کېږي، د نکریزو څخه د ځينې کیمیاوي توکو سره په ترکیبي بڼه د ویښتانو د رنګولو بېلابېل رنګونه لاسته راځي، چې نن سبا دغه رنګونه په ټوله نړۍ کې د کارولو وړ دي، نه یواځې دا چې له دې رنګونو هغه خلک ګټه پورته کوي، چې ویښتان یې سپین شوي وي، بلکه، ځوانان او انجونې هم له دې رنګونو ګټه اخلي، دغه رنګونه ځوانان او پېغلې په دې خاطر چې خپلو ویښتانو ته ښایسته او ښکلي رنګونه ورکړي ورڅخه ګټه پورته کوي، خو یوه خبره اړینه بولم چې په نړۍ کې څومره د سنګار توکو هټۍ او سټورونه شته، د دې رنګونو بېلابېل ډولونه او نمونۍ به په کې وي او له دې لارې د نړۍ په سودا ګرۍ کې هره ورځ په مېلونونو ډالر ښکته او پورته کېږي.
 
د نکریزو شامپو
د نکریزو صنعت ته که موږ متوجه شو، یو لوی او پراخه صنعت دی، داځکه چې د نکریزو بوټي څخه زیات تولیدات لاسته راځي، په نړۍ کې داسې یو ملک نشته چې نکریزې په یوه شکل نه یو شکل ونه کاروي، د پورته تولیداتو ترڅنګه د نکریزو دپاڼو څخه شامپو، چې د ځان او ویښتانو د وینځلو لپاره کارول کېږي هم جوړیږي، دغه شامپوګانې د یوه پلوه Herbal وي او د بله اړخه دا چې طبعي دي او د نکریزو په طبعت کې ډیر داسې مواد او توکي شته چې دویښتانو د ښکلا او روغتیا لپاره اړین  دي، چې په شتون ځانګړی ارزښت پیدا کړی.
 
یاداښت
دا چې د نکریزو د کاروبار او صنعت برخه ډیره پراخه ده او دا مهال هېواد ته د نورو ملکونو په ځانګړي توګه د چین او پاکستان څخه ډیرې زیاتې نکریزې راځي، او د هیواد زیاته څخه زیاتې پېسې د باندې وځي، چې دې خبرو ته په پام که په هېواد کې د نکریزو صنعت ته پراختیا ورکړل شي او ترڅنګ یې کروند ګر هم تشویق شي، ترڅو د نورو بوټو د یوښه بدیل په توګه نکریزې وکري او ګټه ورڅخه واخلي، د یوه اړخه به مو د کروندګرو او په لویه کې به مو ملي اقتصاد ته د پام وړ کار شوی وي.
د لیکوال په اړه: 
 مسلک شناس محمداغا ډاډمن
ننګرهار د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ استاد