د ن م م د لا سياسي پوهاوي په پار:  د بنديانو د تبادلې او خلاصون پېچلې قضيه

د امريکا پيسې دومره مفتې (وړيا) نه دي چې په دومره اسانه يې موږ ټول اړخونه او رياست يې سره هضمې کړو
 
د پيسو، وسلو او تجهيزاتو ورکړه له پاسه د سږو سرطان lung cancer او له لاندې مخه د معدې وکولمو سرطانونه abdomen, stomach & cervical cancer زېږوي. له دې علاوه ذهني و رواني ستونزې زېږوي او خوبونه تښتوي
 
نوټ : دلته په غرب او نوره پرمختللې نړۍ کې ډاکټران سرطاني غُدو ته دوه ډوله د colonoscopy and endoscopy د تشخيص ازموينې کاروي چې له لاندې نه د يو پايپ په وسيله کولمې او له پاسه نه د يوې کمرې په وسيله ارګانونه معاينه کړي چې څه ستونزه خو به يې نه وي پيدا کړي؟ نو له جهادي پيره تر دې طالبي و داعشي پيره مو د امريکا بېحسابه وبېکتابه وړيا (مفت) ډالرې ووهلې، نو نن ټينګ شئ چې له يوې پتيرې څو مړۍ پخيږي؟ يو جهادي مشر يې پر دوی سُنت کړ او دوی به دا ځل پر چا سُنتوي؟
 
ريچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) :
((د ډيورنډ تاريخي تېروتنه بايد جبران او د افغانستان حق دې ورکړل شي)).
 
تېرو تاريخي ووحيي لاسوندونو ته په کتو:
رب العالمين بني اسرائيلو ته د موسی عليه السلام په غوښتنه من وسلوی مقرر کړي وو، خو چې سرغړونه يې وکړه، نو پايله يې ذليله بېزوګان شول ((فجعلهم قردة خاسئين)) او له درې ورځو وروسته ختم شول.
 
نصاراو هم د حضرت عيسی عليه السلام له ليارې له الله تعالی د مآئدې (سمکة / سمک) ((اللهم ربنا انزل علينا مآئدة من السماء ....)) غوښتنه وکړه، خو چې شرط ورته وړاندې شو، نو قرآن له دې آ خوا ته څه نه وای چې غوښتنه يې بيا وکړه او که نه، خو مفسرين ومحدثين په دې سره يو دي چې عواقبو ته يې کتلي، نو له خپلې غوښتنې تېر شوي او بيا يادونه يې نه ده کړې.
 
او د پېغمبر عليه السلام له خاطره چې [وما ارسلناک الا رحمة للعالمين] نه خسف او نه مسخه شته. پېغمبر عليه السلام به کله په کور کې څه لرل او کله نه، نو د مفتي ثاقب په حواله چې متقي همدا اوس له څارګرې ادارې سره په دوه شرطو نوې معامله کړې چې :

  • يو به يې د وروڼو شناختي کارډونه ورته خلاصوي،
  • او بل به د عبدالقادر هغه ۶۲۰ ميليونه کنګل شوې کلدارې ورته له بينکه خلاصوي.
 
د صدر ابراهيم او ملا ذاکر معامله خو هم بريالۍ نه شوه چې اوس به څه کيږي؟ خو داسې برېښي چې ملا ذاکر له دندې ليرې او د ملا محمد عمر زوی د هغه ځايناستی شوی دی.
 
د ملا محمد عمر ورور دې څومره معاش اخلي چې کله دوحه او کله په پاکستان کې وي؟ دا د قطر په دوحه کې دوی وړيا د خدای په جات اوسئ؟ دفتر مو چېرته دی؟ ايا دومره واک به طالبان هم ولري څومره چې تاسې او دوی افغان حکومت پړ بولي؟ افغان حکومت خو لا بيا هم سيده او کله ناسيره لاسرسی لري، خو د طالبانو لاسرسی لا بالواسطه دی. خليلزاد سيده له باجوه سره غږيږي او باجوه بيا دوی ته امر کوي.
 
ايا دا د شرم خبره نه ده چې د کابل امريکايي پوهنتون استاذان چا وتښتول او خبرې پرې له چا سره وشوې او چا خلاص کړل او چا وسپارل؟ چېرته يې ساتلي وو؟ او چا وسپارل؟ تاسې ورب العالمين دې چې طالب / حقاني ډله د بل چا له مرستې و ډاډ څوک دومره ساتلی شي؟
 
امريکا مجبوره شوه او انس حقاني يې راونيو او د بګرام په اډه کې يې تر هغې واچولو چې دواړه اساذان يې پرې راخلاص کړل. امريکا پوهېده چې وژلی يې نه شي او که يې ووژني، نو دابه د حقاني کورنۍ د ميراتۍ په مانا وي. اوباما خو په سړيتوب وانسانيت له رياست سره خبرې کولې، خو ټرمپ سوداګر او پانګه وال سړی دی په زغرده يې رياست راايسار کړ او د رياست له کولمو يې راويستل او راخلاص يې کړل.
 
همدا اوس امريکا په رښتينې نه غواړي چې طالب او حقاني شبکه له مينځه يوسي. هلته رياست هم خپه کيږي، سبا ته بيا وړيا ايله جار له کومه کوي؟ ترکيه داعش وړيا ورزولو او د جهاد النکاح په نوم يې تنکي ځوانان او ځوانې نجونې وروهڅولې او سوريه يې پرې تباه وبرباد کړه. ناټو خو دا کار نه کوي، بلکواټر او نور هېوادونه يې په لوړه بيه روزي او رياست يې د مذهب په نوم په ارزانه بيه روزي او ډلې ډلې نړيوال مارکېټ ته وړاندې کوي. تاسې خو هم خبر ياست چې د بلکواټر مشر ايريک پرنس په دې تازه وو کې هم ګيله کړې وه چې د طالبانو نوې پروژه د امريکا وپاکستان ترمينځ سيده معامله ده چې رياست يې ورته په وړيا (ارزانه) روزي او په راتلونکې کې به د بلکواټر په نوې بڼه راڅرګند شي.
 
نو ډېرې داسې خبرې شته دی چې د ښاغلي ليکوال پرې لا سر خلاص شوی نه دی او که سر يې پرې نه خلاصيږي. طالب د بل بنده دی. د تېر رژيم مشرتابه ډاکټر نجيب الله به دا خبره کوله:
ورکه دې هغه مينځه شي چې د بل کالي (جامې) پرېمينځي.
 
طالب چې سياسي تومنه نه لري دومره اسانه ګڼلې وه چې د تېر په څېر به د رياست د معاملو په شان لکه د تور بازار يا د صرافۍ د بازار شانته په د کرنسۍ د تبادلې په بڼه سره ژر تر ژره تبادله کړي، خو اوس به يې عقل سر ته راشي چې حکومت دومره اسانه پروسه نه ده. دلته انسان يوځلې ښه فلټر کيږي او د يوې شفافي پروسې له لارې به مرحله په مرحله مخته ځي. ايا ښه به دا نه وي چې د يو نيم زر کسانو د خلاصون سره چې دا پروسه به پينځه زرو ته همداسې لا رسيږي طالبان بايد خبرو ته غاړه کښېږدي. بشري جنايي مجرمين بايد د قانون په رڼا کې خلاص شي نه د تبادلې په معامله کې.
 
تاسې خو ځانته مسلمانان واياست او نورو ته غيرمسلم، خو دا راته وواياست چې کوم اسلامي ارزښتونه، مدني - بشري واساسي قوانين د دې اجازه ورکوي چې يو مُجرم دې په دې ډول تبادله شي چې هغه افغان هويت هم ونه لري؟ نو دا ايمان واسلام او دا شرعي نظام مو همدا حکم کوي چې نور بېګانه په دې ډول شفاهي معامله کې خلاص کړئ؟
 
که د افغان حکومت تر شا امريکا ده، نو د طالب تر شا څوک دی؟ چا د پنجاب له غوجلو قطر ته ورسولو؟ او څوک يې لګښتونه هلته او دلته ورکوي؟ مسلمان خو دروغ نه وايی. روژه هم ده، نو له کومو سوړو هر اړخيز تغذيه کېږئ؟ د چا په مال روژه ماتوئ؟
 
موږ مجاهدين هم د نورو په اوږو سپاره وو، خو چې راکښته شو، نو اوس هر څوک خپل وزن او ظرفيت په ټولنه کې ګوري چې څومره وزن او ظرفيت لري؟ ايا دا د غيرمسلمو پيسې چې د دې هېواد لپاره ورکول کيږي له جهاده راواخله تر اوسه په کومو او بلا ډېرو پلمو او نومونو مو وخوړلې او د هېواد په درد دوا نه شوې. په موږ جهاديانو کې چې د دې د نظم وانسجام متره نه وه، نو بېسواده او وړوند طالب به يې څنګه اداره کړي؟ د ولس خلک يو، څوک به د جومات امامت هم دوی ته لا څه ان چې د کلي رمه پرې هم ونه څروي. همدا اوس ترکيه د شپنو غوښتنه کړې، خو سواد به لري. زموږ خو له زده کړې او سواد سره د هندو او د کليمې ده. سمه ده چې طالبان وحکومت په يوه بڼه نه يوه بڼه له يو بل سره تماس لري، خو د پرېکړې حق به خامخا د بل چا په توافق سرته رسيږي چې څوک دواړه اړخونه هلته او دلته تمويلوي.
 
لسان العرب
إمرأة بمئة رجل
قيل لإمرة من العرب أی الرجال زوّجک؟
شاهداک
 
نو مشر لالا دې خدای لري په ټولو اړخونو لا څه ان چې زموږ د جهالت يا په بله مانا زموږ د ديني وسياسي ناپوهۍ له امله زموږ پر مسلمان ګاونډي هم پېمانه لګښت کوي او د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره هر چا ته پخپل کور او چا ته يې د بل په لاس د دوی سياسي، نظامي، استخباراتي او اقتصادي نفقه ورکوي. نو ((الولد للفراش وللعاهر الحجر)) په رڼا کې چې څوک پر چا لګښتونه کوي، نو هغوی به يې د سرنوشت او د نکاح وطلاقو او مهر واک هم لري چې چا ته په مهر کې څه اچوي او يا نه؟ څوک طلاقوي او څوک په نکاح کوي؟ نو طالب خو يوځلې طلاق شوی، نو دا بيا ځلي نکاح يې چې له تهران، مسکو او بېجنګ سره شوې او اوس يې بيا نوي طلاق سره اخېستي که څنګه؟ روسان او دا نور ورته هلته په تمه ناست دي او دوی بېغمه په قطر کې پسکې ولي، نو دا ډول سرګومه معامله څنګه توجيه کوئ؟
 
حال دا چې قرآني حکم خو داسې دی چې:
الطلاق مرتان فامساک بمعروف او تسريح باحسان
اګر چې زموږ علما خپل نظر لري، خو که ښځه وخاوند سره د لاسا وي، نو دا ښه ده چې بيرته سره د لاسا شي، نه دا چې له بل چا سره نکاح وکړي او هغه يې له غسل خوړلو پرته د حيلې په توګه پرېږدي. اګر چې طالب خو له دې پروسې هم تېر شوی او نکاح يې له يو څه چې بلکې، له نورو ډېرو سره هم شوې ده. عجيبه ريبار لري؛ هر چېرته يې له هر چا سره په مؤقتې نکاح ورکولی شي، خو اصلي واک يې له دوی سره وي. طالب خو يوځای نه، بلکې څو ځايه يې په نکاح کړی او نن يې بيرته نوې نکاح له ټرمپ سره وکړه چې لا نورو پرېښی ((طلاق)) کړي نه دي، نو ليکوال دې دېته وګوري چې دا څه ډول نکاح ده چې د يو له نکاح نه لا خلاص او له بل سره يې بيا وختي نکاح کړې او يو د بل خواږه ((غسل)) يې سره وڅکل. پيراغا دا يو کال زموږ په شينوارو کې په ازمايښتي عملياتو کې تېر کړل چې خپلې انډيوالۍ ته څه توجيح ورکوي؟
 
ښاغلی ليکوال دې په تړاو د ابن تيمية رحمه الله فتوی وګوري چې هلته د طلاق ثلاثه وو څه حکم دی؟ هغه يې يو طلاق شمېري نه درې، نو اوس د طالبانو نکاح په حنفي مسلک توجيه کړو او که د هغه مبارک قول ته ترجيه ورکړو؟ نن خو علماء ټول د هغه فتوی ته ترجيح ورکوي، نو مطمئن د طالب وامريکا نوې نکاح د رياستي ريبار له لورې څنګه توجيه کوي؟ دی خو په جهادي غويمنډ کې وړوکی رالوی شوی چې په دې پېچلې مذهبې وسياسي وحقوقي، اقصادي، جيوپوليټيکل او استخباراتي مسايلو يې سر خلاصيږي او که نه؟ دا د ”الحاق وادغام“ د او د ”خوندي سيمو“ په اصطلاح او د نورو د درندو سودي پورونو او نورو لا ژورو پېچلو مسايلو يې سر خلاصيږي او يا نه؟ داسې برېښي چې سړی لا هماغه د طفوليت په درانه خوب وخيال کې ډوب دی او په ډېرو مسايلو لا سم نه پوهيږي.
 
کرنيل امام زياتوي:
هغه ډول چې مونږ غوښتل د مجاهدينو حکومت هغسې جوړ نه شو. مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د ”پنځمې صوبې“ په شکل وي مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جعرافيه به کله هم زمونږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه شي، خو دا هرڅه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شوو. 
 
مونږ ډېر کوشش وکړ چې د جمعيت اسلامي او حزب اسلامي په مشرۍ افغانستان يو سياسي حکومت جوړ کړي خو ددوی ترمنځ اختلاف، جنګونو او شخړو مونږ په يو بل فکر مجبور کړو او دا مو د ځان له پاره يوه ښه لاره وبلله چې د طالبانو ملاتړ وکړو او ”يوه سيمه د ځان له پاره خوندي پيدا کړو“.
 
زموږ خام چرګوړی ليکوال په دې لا هم پوه نه دی چې زموږ هغوی زموږ مساله له کشمير سره تړي او ان تر دې چې محمد آصف خو دومره مخته ولاړ چې د ټرمپ د ميليارده ډالرو په ځواب کې يې وويل ((موږ جعلي جهاد کړی دی)) او ليکوال لا د خپلې سرتنبه ګۍ پورې نښتی او اپلتې وايی.
 
Bruce Riedel Adviser to President Obama in 2009
“In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support”.
 
د ښاغليو ټرمپ او بروسيډل خبرې:
ټرمپ : پاکستان موږ ته له کلونو راهيسې له دروغو پرته بل څه نه دي راکړي.
بروس ريډل : د سي آی ای دغه دېرش کلن کارپوه پخواني مامور وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله. دا هغه څوک دی چې د اوباما په غوښتنه يې د پاکستانه کړه وړه له نژدې نه ښه په ځير سره وڅارل او ټول حقايق يې هغه ته وسپارل چې پاکستان له موږ سره دوه ګونې لوبه کوی.
 
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle. 
پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.
 
BBC Two, Secret Pakistan
Double Pakistan
http://www.bbc.co.uk/programmes/b016ltpv
Afghanistan: Pakistan accused of backing Taliban
 
په داسې حال کې چې ښاغلي ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکولې، يو بل امريکايي وګړی د داسې پېښې شاهد وو چې د طالبانو او پاکستان ترمينځ د اړيکو څرګندونه يې کوله. پيتر روب د نيويارک ټايمز خبريال د کابل په سويل کې د طالبانو له يو قوماندان سره د مرکې لپاره وخت اخېستی وو. او هلته د تلو پر مهال طالبانو يرغمل کړ.
 
په افغانستان کې دننه له څو ورځني سفر وروسته نوموړی پاکستان ته ورواستول شو. پيتر روب د حقاني ډلې غړو يرغمل کړی وو. ښاغلی روب د څو مياشتو لپاره بېلا بېلو ځايونو ته لېږدول کېده او يوځل د حقاني زوی پخپله په ګاډي کې هغه لېږداوه چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره مخامخ شو.
 
Badruddin Haqqani stepped down the vehicle and he actually waved to the Pakistani solders… 
بدرالدين حقاني له ګاډی ووته او پاکستاني سرتېرو ته يې لاس وخوځاوه او بيرته په ګاډي کې کېناست. هغه ما ته وويل د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمينځ اوربند دی. او طالبان يوازې له موټر نه بايد کوز شي او سرتېرو ته ځان وښيي او بس.
 
پيتر روب بالاخره په ميرانشاه کې د طالبانو په يو پټنځای کې بندي کړی شو.
 
I was held in Miranshah and took by making blasts…
په هغه ځای کې چې زه ساتل کېدم په هماغه سيمه کې طالبانو ته د بمونو جوړولو روزنه ورکول کېده او لوی چاودنې کېدې. نژدې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته ته هم وه، خو هغوی يو ځل هم دغه ځای ته رانغلل چې وګوري چې څه تيريږي؟
 
ښاغلی روب او د هغه ژباړونکی يوه شپه چې د هغوی ساتونکي وده شوی وو په تېښتې بريالي شول. ځانونه يې د ميرانشاه په مرکز کې پوځي اډې ته ورسول او له هغه ځايه خوندي سيمې ته ولېږدول شول. وروسته د آی ايس آی چارواکي د پلټنو لپاره راغلل. ده ته معلومه شوه چې يرغمل نيونکي نه دي نيول شوي او د آی ايس آی چارواکو هڅه کوله چې ومومي چې دی څنګه په تېښتې بريالی شوی؟
 
The Haqqani actually took the guy and hang over to the ISI.
د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. او د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.
 
You have deprived Haqqani from the money.
امريکايي ديپلوماتانو د پيتر روب تجربه هم د پاکستان پر وړاندې د تورونو په لړ کې ورزياته کړه. پاکستان ټينګار کاوه چې د اورپکو پر ضد جګړه کوي او اورپکو پر پاکستان تور لګاوه چې د امريکايانو د خوشاله کولو لپاره له خپل حد او بريد نه اووښتی او په ښارونو يې بريدونه پيل کړل.
 
Putin Plays Erdogan Like a Fiddle
In the increasingly close relationship between the Russian and Turkish presidents, there’s one clear alpha.
 
زموږ شناند ليکوال دې دېته هم وګوري چې د پنتاګون دېرش کلن مامور د دې منښته کوي چې مشرف د بُش اداره د فيډل په شان وکاروله، خو له بل لورې بيا بيا پوتين داسې سټه ده چې د ترکيې ولسمشر د فيډل په شان کاروي، نو طالب خپل ځان د اسلام اباد وانقرې په اړيکو کې په کوم ځای کې ګوري؟ انقره بيا د جنرال دستم تر شا کلکه ولاړه ده او مشر لالا يې هم لحاظ ساتي. دا ځکه چې په شمال کې يې د طالبانو سټه ورته ايستلې وه. ليکوال دې دېته هم وګوري چې زموږ شا تڼۍ له چا سره ده؟
 
طالب ته اوس تازه دانه اچول شوې د وخت په تېرېدو سره به داسې فلټر شي چې د سکن يا د ايم آی آی CT Scan or MRI معاينې په وخت کې يې هر څه له ورايه ښکاري او نتېجه يې اړوند ډاکټر ته استول کيږي او هغه يې بيا اړه پرېکړه کوي چې کومه دوا ورته ورکړي چې هغه جراثيم (مکېروب يا بکتريا) له مينځه يوسي. طالبګل دې دومره په ځان نه نازيږي له صدام حسين او معمر قذافي نازولي نه دي. تېر کې ورسره څه وشول او دوی لا بيا په رياست باور کوي او د رياست په ډاډ امارت غواړي، نو واک به يې څومره وي؟
 
زموږ ليکوال چې ځان شناند شناند کوي تراوسه لا د نورو چرګوړی دی. دلته په دې هېواد کې له نوموړي نور ډېر پاخه چرګوړي هم شته او تېر شوي دي، خو نن ګورو چې د مشر لالا په ډالرو شخوند وهي او خپله خېټه مړوي، نو مېذوب ملا برادر او شيخ هبت الله خو د هغوی نسوار هم نه دي. نه يې ترې سياسي او نه يې ترې اسلامي پوهه زياته ده، خو له بده مرغه چې د رياست له لورې داسې بېلارې شوي ول چې د هېچا يې نه منله، نو نن چې طالب بيا لږ قدرې د بل په هڅونه تېروتلی او مست شوی دی بيا ترې ځان ورک شوی دی او خپلو حملو ته يې زور ورته کړی دی، خو ژر دی چې يو وخت به ترې همدومره ژر په اسانۍ په يو ټويټ سره باد ووځي او د پوکڼۍ په شان به وچوي او هېڅ به پکې پاتې نه وي او دا حالات راتلونکي دي.
 
زموږ ليکوال دې دېته هم وګوري چې که دوی نورو ته امتياز ورکوي ولې دا امتياز پخپله له ولسمشر غني نه پخپلمينځي خبرو کې نه اخلي؟ ايا هماغه تېرځل د الوتکې د تښتونې په قضيه کې چې کشميريان يې ورباندې خلاص کړل، نو دا ځل ورباندې بيا هماغسې په پټو سترګو معامله کوي که څنګه؟
 
Hijack standoff ends peacefully The breakthrough came after India today agreed to release three Kashmiri militants in exchange for the release of the hostages.
 
"As a result of negotiations with the Taliban government and the hijackers, there has been an agreement for the release of all the hostages in exchange for three militants," Indian national security adviser Brajesh Mishra announced earlier in the day.
 
The deal came as the Taliban signalled that its patience with the week-long impasse had reached breaking point. The Afghan authorities had threatened to order the plane off the Kandahar airstrip unless India and the hijackers clinched a deal.
 
The three men India released are Maulana Masood Azhar (1), a Pakistani cleric whom India accuses of being a chief fund-raiser for militants fighting to separate Kashmir from India; Mushtaq Ahmed Zargar (2), chief commander of the rebel group Ul-Umar Mujahideen; and Ahmad Omar Sayed Sheikh (3), who was held in a New Delhi prison.
 
Asked about the fate of the hijackers, Mr Mishra said: "Taliban will deal with them in whatever manner it considers."
 
ښاغلی ليکوال دې دا په ګوته کړي چې په 15 هغه کسانو کې څوک څوک دي؟ او رياست يې څنګه په اسانه له افغان حکومته په دا ډول وړندې او پټو سترګو معامله کې په پټو سترګو خلاصول غواړي؟ څوک يې بايد تضمين وکړي؟ رياست وامريکا او که طالبان؟
 
که افغان حکومت واک نه لري، نو د طالب واک چېرته دی؟ زموږ ليکوال او طالبان بايد هوښيار شي چې غول نور خلک کوي او بيا يې په دوی پاکوي، نو لږ سوچ ښه شی دی.
 
د بنديانو د تبادلې او خلاصون پېچلې قضيه
https://rohi.af/news/85388
 
د لېکوال په اړه:
سيد حسين پاچا، سياسي شنونکی