نه نجيب چا وزغمه او نه غني څوک زغمي، آخر دا د چا په نغوته؟
ان تر دې چې رباني هم چا له خپل لورې په جوړ شوي لنډ مهالي ((مؤقت )) حکومت کې په ارام پرې نه ښووه او جنګ پرې وتپل شو. له نوموړي د بغاوت واختلاف او سپک نظرۍ ((نه درناوۍ)) بوي راپورته کيږي
نوټ : لږ آخر ځان پېژندنه ښه شی دی. افغانستان به تر څو د بېګانه وو د غوښتنو او فرمايشي نسخو لابراتوار وي؟ له موږ خو بيا د خلکو د هېرا منډي هم ښه ده چې لږ تر لږه خو موږ د هغې په تشکيلي جوړښت کې د ادلوبدلون څه نه دي اورېدلي. موږ خو له شاهي نظامه تر دې دمه ډېر نظامونه او سيستمونه ننداره کړل. حفيظ منصور ښکاره بې ادبه او نظام ته سپک نظره دی. موږ د ښاغلي ډاکټر عبدالله ډېر درناوی کوو، خو ترې د هېواد د لوړو ملی - اسلامي ګټو او خپل تاريخ برم وعظمت په چوکاټ کې د پوره يووالي غوښتنه کوو چې د مکارو او سيمه ييزو او نړيوالو استخباراتي لوبو او ناوليو سياستونو بلهاري نه شي.
جهادي و کډوالتوب ترخه يادونه:
د ښاغلي حفيظ منصور به يا ياد وي او يا نه، خو زموږ له دريو فراريانو چې دوه يې نن زموږ په مينځ کې نشته او په حقه لار تللي دي، خو يا لا ژوندی دی او اوس هم لا هماغه د خپل سرتنبه ګۍ تنانينا وايی او خپله سرنده غږوي چې هغه د قاضي حسين احمد او جنرال حميدګل په لاس او د څارګرې ادارې په لارښوونه ورته هغه په وېش کې رسېدلی او جوړ شوي حکومت ته چا ولې پرې نه ښووه چې ارواښاد رباني ورته مرغانچه نه ورکوله او ده پرې د راکټونو باران شروع کړی وو. ايا د هغه لنډ مهالي (مؤقت) حکومت تېره ترخه تجربه مو له ياده وتلې که څنګه؟
زموږ د ټولوژنې او نسلوژنې په تړاو خو د خلکو لوبغاړيو هم فتواوې ورکړې، خو لا تراوسه داسې يو مسلمان شعوري وناشعوري بنسټپال ملا وعالم پيدا نه شو چې له خپل حکومت او څارګرې ادارې او جماعت اسلامي او د حميدګل له ځايناستي وپوښتي چې نظامي (حميدګل) او شعوري بنسټپال قاضي حسين احمد چې يو ورته په ارګ کې او ورته په سروبي کې پروت وو، ولې پر هغه وېشل شوي وېش سره د لاسا نه شو او له چهار اسياب سروبي ته او له سروبې لغمان او له لغمانه ورپسې ننګرهار او له ننګرهاره شمشمتو اوله شمشتو ورپسې واخېستل شو او د امام خميني غېږې ته يې وروغورځولو او هلته بيا د ((مجاهدين خلق)) په تبادله کې پلورل کېده چې بيا له هغه ځايه ورپسې را په هوا او بيرته د څارګرې ادارې په غېږ او منګولو کې پرېوت. ايا دا د لنډ مهالي (مؤقت) حکومتونو ترې د ښاغلي حفيظ منصور له ياده وتلي که څنګه او که چېرته د چا په غېږ کې د همدې ورځې لپاره پروت وو او نن يې ميدان ته راويست.
کاشکې چې چا خو ارواښاد مسعود ورباني هم زغملی وای، خو هغه يې هم ونه زغمل او د همدوی له لورې ورته دسيسې (پلمې) جوړې او ووژل شول. ايا دا مو له ياده وتلي دي چې نن لا بيا د بېګانه وو دا هيلې ومنو؟ ايا که په نجيب کې چا رښتونی ضمانت او ډاډ ورکړی وي، خو نن به يې هم ورکړي؟ ايا زموږ لئيم ګاونډيان به د دې ډاډ وضمانت ورکړي چې دوی به لاسوهنه نه کوي؟ زموږ مکار ومخيّل ګاونډيان زموږ د اقتصاد د برباودۍ او هېواد ورانولو او افغانوژنې خوبونه ويني او موږ به لا بيا هم د دوی په خوښهو نغوته او غوښتنو ځانته لنډ مهالي (مؤقت) حکومت غواړو؟ داسې چې ده، نو بيا زموږ د دواړو ګاونډيو خبره له موږ لا ډېره خرابه ده او له خلکو خو څو ځلې غوښتنې وشوې او دا اوس تازه ترې بيا هم وشوه چې حکومت بايد خوشې کړي، نو ولې ځانته لنډ مهاله مؤقت حکومت نه غواړي؟
ايا له قوماندان ارواښاد حاجي عبدالحق وحاجي عبدالقدر راواخله تر ملا محمد عمر وملا اختر منصور راواخله تر ملا عبيدالله اخوندو تر ملا داد الله اخوند تر ملا محمد رباني تر ملا بورجانه وملا مشر پورې، له ملا محمد اختر عثماني تر ملا معتصم اغا تر مولوي عبدالسلام ضعيف تر ملا عبدالسلام راکټي تر ثاقب او داسې نورو ان تر عبدالعلي مزاري پورې چا وزغملی شول؟ نه هېڅکله نه.
ايا له قوماندان عبدالرازق راواخله تر جبار قهرمان او داسې ډېرو نوموتو پورې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ان تر اسماعيل خانه پورې چا پرې ښوول او څه سلوک او رويه يې ورسره وکړه؟ ايا بيا به مو همداسې پرېږدي؟ ايا همدا طالبان چې همدوی جوړ کړي ول په ارام يې پرېښوول، څه يې ورسره وکړل؟ دوی ساده ګان بيا څه ته خوشاله دي؟ د دوی تړون چا ته د دوه توته ارزښت نه لري، نو ولې د پرديو په نغوته او د هغوی د خوشالولو لپاره له جګړې لاس نه اخلي ګټه يې چا ته ده؟
پاملرنه
موږ بايد پوه او لا ډېر خيرک وهوښيار اوسو چې بيا د خلکو د غوښتنو او فورمولو ښکار نه شو چې ويلي وو ((دا مخکېنۍ فورموله زړه شوې او اوس بايد د دې پرځای نوې فارموله تطبيق شي)) چې د څارګرې ادارې پخواني چارواکي اسد دُراني هم پخپلو تازه او زړو څرګندونو کې ورته نغوته کړې، نو موږ بايد د خلکو د غوښتنو او فورمولو ښکار نه شو.
_______
Rohi.AF : حيفظ منصور، د حکومت د مرکچي پلاوي غړی: اوسنی حکومت دې لنډمهاله حکومت جوړېدو ته تيار شي
وروستي