د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې:  موږ خپل ځان ساتلی شو، خو چې تاسې ولاړ او سيمه خوشې کړئ!

موږ بيا پوهيږو چې له پنجابي سره څه وکړو؟ يو بل پاني پت راته اړين دی چې دا ځل يې د خپل ”خپلواکۍ“ لپاره سره وکړو
 
سلکلنه مجهزه اردو دې راړنګه، هېواد دې راته وران او لا اضافي دې د ترورېزم په پلمه د پنجابي لپاره له پښو ولاسو تړلی يم او راپسې دې رااوشکی هم دی
 
نوټ : نړۍ او نړيوال ستر سيمه ييز قوتونه چين او روسيه هم دا غواړي چې سيمه په ارامه او پرده کې خوشې کړې او بيا دې لور ته مخ راوا نه ړوې. افغانستان په تاريخي توګه د امريکا په څنګ کې نه دی پاتې شوی. د ارواښاد صمد حامد ((نه موږ امريکا غواړو او نه امريکا موږ زغملی شي)). د سپک انسان سپکې او ګنده معاملې وي. له موږ خو په پنجابي کې لږه متره وه چې ستا د بېباکانه ګواښنو او ګوتڅنډنو په ځواب کې يې درغبرګه کړه چې ((موږ د ترهګرۍ پر ضد پردۍ جګړه کړې))، نو چې د ټينګې نه وې، نو غول دې خوړل چې دې لور ((د امپراتوريو او د ککريو هديرې ته دې زړه ښه کړ))، نو خوشې اوتې بوتې مه وايه، اوس دې سومبۍ ټينګه کړه او تېښته مه کوه! وطن او سيمه دې له غولو ډکه کړه اوس يې پاکه کړه!

محمد زمان مزمل:
صمد حامد په زړو سياستوالو کې يو پاک سياستمدار
((نه مونږ امريکا غواړو او نه هم امريکا مونږ زغملی شي. په روانو او له درغليو ډکو انتخاباتو کې به هغه څوک په يقيني ډول راځي چې امريکا يې غواړي‎.
 
داسی په کابل کې به مونږ هم د دغو جعلي او غير ملي انتخاباتو ميدان تود کړو نو هغو ته به پخپل حضور اعتبار ورکړو. دا به مو له ملت سره خيانت کړی وي.
 
زما له نظره له دې نه دا ښه ده چې يوه ابتدائي حلقه په کوم جومات يا مدرسه کې ولرو چې د دغه نظام او د دغه اشغال پر ضد خپله واضح خبره پرګنو ته ورسوي)).
 
کله مې چې ټلېفون د هغه خوري خالد صاحب ته ورکړ، نو د تأثر نه په ډکه لهجه مې وويل، ((دغه باايمانه محمدزی د ډېرو هغو پيکه اخوانيانو نه سل ځله دروند وخوت چې د کابل رژيم او امريکا ته په ارزانه په لاس ورغلل)).
 
خواجه محمد اصف :
د امريکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په نوم جګړه ((زموږ نه وه، بلکې موږ پردۍ جګړه او جعلي جهاد کړی دی))
 
ښاغلی ټرمپ،
ستا په ډالرو يې درومڼدم چې هر ساعت دې راته د پزې پېزوان کړی دی. د وينو لښتي دې راته روان کړي. د دې څلورو لسيزو د ټولو جرايمو او ناخوالو پړه او مسووليت تاسې ته متوجه دی چې پرون د جهاديانو په نامه د اخوان، ماويست، ستمي - اخواني ډلې ټپلې او نن د طالب، حقاني، القاعده وداعش ان د لشکر طيّبه او نورې اړونده سختدريځې ډلې ټپلې دې رامينځته او د خپل نوکر ((پنجابي رياست)) په لاس دلته او هلته هند ان تر سوريه پورې وروزول چې دا ټوله سيمه يې بوينه کړې ده.
 
تاسې ووځئ او ستاسې پوليسي دنده مو نه ده په کار، خو بيا دې لور ته مه راګوره! موږ وپنجاب بيا سره پوهيږو چې دا ځل يې په يو نوي ((پاني پت)) کې سره معلومه کړو چې دا اتوم يې ورته په دا توره سومبۍ ورمنډو او کنه؟ خو بيا به يې نه تاسې او نه عرب شاهزادګان ملاتړ ته رادانګئ!
 
شهزاده ترکي الفيصل :
Ex-Saudi spy head denies foreign hand in Faisal's death
Prince Turki Al-Faisal says in TV interview assassination was based on personal vendetta By Ahmed Asmar
 
[[Speaking on another issue, he said there was "Saudi-American-Pakistani cooperation to support the Mujahideen [fighters] against the invasion" of the Soviet Union in Afghanistan in the 80s.
 
He added also that there was a Sudanese offer to extradite Osama bin Laden, former head of al-Qaeda terrorist group.
 
"In 1995, former Sudanese President Omar Bashir offered to hand over Bin Laden to the Kingdom on the condition that he would not be prosecuted, but the Saudi government rejected it," he said.
 
“After this I went, carrying a letter from the then Crown Prince Abdullah to Mullah Omar, the Taleban ruler of Afghanistan, seeking extradition of Bin Laden in order to try him in Riyadh but that did not happen,” he added.
 
He also denied any involvement of the Saudi and American intelligences in creating al-Qaeda.]]
=-=-=-=
 
The Rise of Taliban
Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
“The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”
 
بېنظيره له ليموند ورځپاڼې سره:
طالبان د برتانيه طرحه وه چې مالي ونظامي لګښتونه يې امريکا وسعودي پر غاړه دي او روزنه يې زموږ ده چې زموږ د موخو (اهدافو) لپاره کار کوي.
 
د امريکا د دفاع وزير:
په افغانستان کې پايداره سولې ته ژمن يو.
 
ښاغلی ټرمپ،
موږ د الله تعالی مخلوق يو، ستا نه يو.
افغان ولس د امريکا له دفاع وزارت او پنتاګونه يې غواړي چې دغه سربداله بډايه پانګه وال په نيمه پوه کړي. خلک د انسانيت وږي دي نه د چا د پانګې او نه يې څوک پروا لري. زموږ او د خپلو اتباعو او نړيوالو متحدينو په بېسارې بلهارۍ دې ملنډې نه وهي چې د ترورېزم په نوم په دغه نړيواله جعلي جګړه [جعلي جهاد] کې له خپل خواږه ژونده خلاص او مېرمنې يې کونډې او اولادونه يې يتيمان شول.
 
ټرمپ پر موږ د څه احسان کوي؟ عرب شهزاده ترکي الفيصل په زغرده ويلي چې :
[[Speaking on another issue, he said there was "Saudi-American-Pakistani cooperation to support the Mujahideen [fighters] against the invasion" of the Soviet Union in Afghanistan in the 80s.
 
او تېر ته تاريخ ته په کتو چې :
د افغانستان و امريکا د اړيکو لنډه تاريخچه
افغانستان ته انګليستان څو ځله لوړپوړي چارواکي او وروسته يې د وخت صدراعظم راواستاوه او د اعليحضرت محمد شاه سره يې وکتل.
 
جنرال سردار عبدالولي چې د شاه اوخی او د اکا مارشال شاه وليخان زوی دی په ارګ کې د ليدنې (۱۰۰۳) پر مهال ماراقم ته وويل.
 
پلاوي پاچا ته وړانديز وکړ چې د امريکا او پلوي هېوادونو هوډ کړی دی چې د شوروي اتحاد په مقابل کې د سنټو (Central treaty Organisation “Cento”)  په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکې غړيتوب واخلئ، په بدل کې به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو. مګر ظاهر شاه ونه منله. وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوايي ډګر په VIP کې يې له پاچا سره وکتل او پاچا ته يې وويل:
 
((که ته زموږ دا هيله ونه منئ، نو موږ اړ يونوی هېواد جوړ کړو او دا کار راته ستونزمن دی. که ته راسره يوځای شې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلور ميليونه مسلمانان په افغانستان ورګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منله)).
 
جنرال سردار عبدالولي زياته کړه چې سردار داوود خان، زما پلار مارشال شاه ولي خان، صدراعظم ډاکټر محمد ظاهر او يو شمېر نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅې وکړې چې پاچا دې غوښتنې ته چمتو کړي، خو بريالي نه شول. پايله دا شوه چې د امريکا او انګليستان په همکارئ پاکستان جوړ شو.
[14 اګست 1947 ز]
 
د ايزنهاور غوښتنه دې ونه منل شوه، نو پنجاب دې رامينځته او تر ننه يې په ساتنه کې بوخت يې. هغه وخت دې هم زموږ شا رګ راپرې کړی چې لا تر ننه ترې وينې بهيږي او د ترورېزم په نوم په دروغژنه او جعلي جګړه کې دې هلته د مسکو او بېجنګ په وېرولو او دلته د پنجاب د بقاء او تضمين په پار له لسيزو راايسار کړي يو او د مذهب په نوم اسلامي ډلې ټپلې دې راته جوړې کړي دي. له يو لورې رياست [پنجاب] او له بل لورې تل ابيب و رياض ساتې او وينې پکې زموږ بهيږي. مزې هغوی کوي غمونه و دردونه يې موږ ګالو او د سرومال په بيه يې درنه بيه موږ پرې کوو، نو لېونيان خو نه يو او مه د لېونتوب ګومان نور کوه!
 
يو بېمسووليته او خپلې پانګې ته غاور او بې پروا انسان يې. تاسې چې د چا د سرومال او ان د خپلو اتباعو او متحدينو د بېساريو بلهاريو پروا نه ساتئ، نو زموږ به څه وساتئ؟
 
د ارواښاد مولانا محمدامير بجليګر خبره چې يو وخت يې د ښځو د حقوقو په تړاو کړې وه. نور د څه حقوق غواړي؟ موږ خو ټول حقوق ورکړي، خو يو حق يې راباندې پاتې دی او هغه دا چې:
 
((د خرو په شان ورته په څلور بولې څملو او دوی راباندې راڅپرې شي او موږ ورلاندې د خرو د سپرليو په شان ځغلو او روان اوس)).
 
ښاغلی ټرمپ نور له موږ څه غواړي؟ وړم کال يې خپل ټول زور وازمايه او د بمونو مور يې هم زموږ په شينوارو کې راته وازمايله، خو څه يې وکړل؟ خو يو کار پاتې دی او هغه دا چې خپله دلته شخصًا راشي او په جګړه کې ښکېل شي او د پاتې نورو معصومو نويو زېږېدلو ماشومانو وينه د شپږ زره کلن ترمخه قطبي [فرعون] په شان يې تويه کړي او خپله تنده پرې ماته کړي.
 
 
ټرمپ : د افغانستان حکومت دې ځان خپله وساتي، موږ هلته جګړه نه کوو
https://www.taand.com/?p=1645
خواجه اصف ويلي؛ موږ د ترهګرۍ پر ضد پردۍ جګړه کړې
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=62154